لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فضل الرحمان:پاکستان دښمن سره دجګړې توان نه لري،هند ته مذاکراتو دپاره زارۍ کوي


پاکستان کې دحکومت مخالفه سیاسي ګوندونو داٸتلاف پي ډي ايم مشر مولانا فضل الرحمان په حکومت هند سره خبرو معامله کې د غلط بيانۍ تور لګولى چې ګنې هند پاکستان سره خبرو کې غرضي دی خو دمولانا په خبره حقيقت کې هند ته دمذاکراتو دپاره پاکستان زارۍ کوي.

شخصي ټى وي سماء باندې خپره شـوې ويډيو کې ليدل کيږي چې دخپلو پلويانو غونډې ته وينا کې مولانا فضل الرحمان وايي پاکستان د دښمن سره دجګړې توان نه لري ځکه هند ته سلامي شوی دی.


دپي ډي ایم مشر ويلي که پاکستان کې دا وخت موثره سياسي قيادت ؤ نو دپوځ سر لښکر به خبريالانو ته هند سره د اړيکو په هکله فلسفې نه وړاندې کولې.

هغه زياته کړې ده پوځ به وړومبی دهند په اړه تګلاره جوړوي او بيا به د پارليمان نه د هغې منظوري اخستل کیږي چې دا به د ولس لخوا منتخب پارليمان لپاره تور داغ وي.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري د د مولانا فضل الرحمان داڅرګندونې غندلې دي او دا یې د هيواد ددفاع لپاره د پوځ د قربانیو سپکاوى بللی دی.

فواد چوهدري ويلي د ترهګرۍ په ضد ګټور عمليات دپاکستان دپوځ ددفاعي صلاحيتونو ستره بېلګه ده.

نوموړي زياته کړې د هند لخوا د پاکستان بالاکوټ سيمه باندې هوایي برید ته د پاکستان ځواب هر چا ليدلى او منلى دی.

خو ددفاعي چارو څيړونکی ډاکټر عبد الحميد نٸير دپاکستان ددفاعي توان او هند سره داړيکو د تګلارې په هکله دمولانا فضل الرحمن انديښنې پځائ بولي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ويلي امريکا چين او دپاکستان پوځ ته هم معلومه ده چې دهندوستان په مقابله کې دپاکستان دفاع کمزورې ده.

نوموړی زياتوي غوره به دا وي چى دپوځ سرلښکر هند سره دخبرو اترو دعمل په هکله تګلاره پارلپمان ته پريږدي ځکه چې هم هغه پريکړې به موثره وي چې دحکومت او مخالفو ګوندونو غړي یې په ګډه منظوري ورکړي.

دتير خالي يا شنبې په ورځ دپوځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه سره د تړلو دروازو په شا ملاقات کى شريک ځینې خبريالان دعوه کوي چې دپوځ سر لښکر غواړي هند سره اړيکي ځائ ته راشي.

دې وروستیو کې دقامي سلامتيا په اړه غونډى ته خپله وينا کى جنرل قمر جاويد باجوه هند سره دښو اړيکو جوړولو د وړانديز ترڅنګ دا شرط اېښودلى و چې وړومبی به هند ته دخپل واک لاندې کشمير کې حالات زاړه ډګر ته راوستل اؤ سمول وي.

ملکي او نړيوال مطبوعات دعوه کوي چې دتير دسمبر دمياشتې راهسې د پاکستان او هند ترمنځ دپټې سفارتکارۍ عمل پیل شوی دی.

دکال ٢٠١٩ داګست مياشت کې دهند لخوا دخپل واک لاندې دکشمير دځانګړي حيثيت ختمولو پسر دواړه دپاکستان اؤ هند اړېکې زیاتې ترینګلې شوې وې خو بیا دتير مارچ مياشت کې ناساپي دواړو هيوادونو د کشمير په لانجمنه پوله باندې د ډز بندۍ لوظنامه بحال کړې وه.

امريکا لپاره دمتحده عرب امارات سفير د لوظنامې پځائ کيدل دپاکستان او هند ترمنځ د پټې سفارتکارۍ د هلو ځلو نتيجه بولي.

خو دپاکستان دباندنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د عرب اماراتو يا بل کوم هيواد په منځګړتوب هند سره دمذکراتو پيل کيدو خبرونه بې اساسه بولي او دا ردوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG