لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دکرونا 5112 نوې پېښې مخې ته راغلي، 131 تنان مړه


سرکاري شمیرې ښایي پاکستان کې په کرونا وایرس تیر یو شواروز کې نور 131 کسان مړه شوي اؤ 5112 کسان نور هم په دې وایرس اخته شوي دي.

دپاکستان دپلان جوړونې مرکزي وزیر په ولس غږ کړی چې راتلونکې څو اوونۍ به دکرونا په حواله له خطر ډکې وي ځکه نو خلک دې ددې وایرس نه دځان ساتلو دپاره په احتیاطي سپارښتنو عمل وکړي.

پاکستان کې دکرونا په حواله چارو ته دکتنې دولتي مرکز این سي او سي پخپلو تازه شمیرو کې ویلي چې هیواد کې د کرونا د نوؤ پېښو رامنځته کیدو سره کرونا نه داغېزمنو کسانو شیمره اتوؤ لکو اؤ 20823 ته رسېدلې ده اؤ تر اوسه په دې وایرس 17811 کسان مړه شوي هم دي.

د کرونا چارو ته دکتنې دمرکز مشر اؤ دپلان جوړونې مرکزي وزر اسد عمر د جمعې په ورځ په ټویټر لیکلي په کرونا اخته ناروغانو کې د 5360تنانو روغتیايي وضعیت داندېښنې وړ ده اؤ دا ټول ناروغان اکیسجن ته پراته دي.

هغه ویلي سږکال چې څومره په کرونا اخته ناروغان اکسیجن ته پریوتي دتیر کال دجون دمیاشتې په پرتله دهغوئ شمیره 57فیصدي زیاته ده.

هغه ویلي راتلونکې څو اوونۍ به دکرونا په حواله خطرناکې وي ځکه نو خلکو ته پکار ده چې دې وایرس نه دځان ساتلو په غرض په شوؤ سپارښتنو عمل وکړي.

د این سي او سي شمیرې ښایي چې تر اوسه خیبر پښتونخوا صوبه کې په کرونا وایرس 117557کسان اخته شوي اؤ‌ 3274 پرې مړه شوي دي.

سندهـ کې په کرونا داخته شوؤ کسانو شمیر 282445 ښودل شوې اؤ په دغه صوبه کې هم 4633 کسان په یاد وایرس مړه شوي دي.

پنجاب کې 301114 تنان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 8410 پرې مړه شوي دي.

بلوچستان کې هم 22278 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 234 پرې مړه شوي دي.

پلازمینه اسلام اباد کې په کرونا داخته ناروغانو شمیره 75067 ده اؤ مړي 679 ښودل شوي دي.

دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې 17057 کسانو ته یاد وایرس ورپورې شوی اؤ 475 تنان پرې مړه شوي ،همدا شان ګلګت بلتستان کې تر اوسه 5305 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 106 پرې مړه شوي.

څېړونکي وایي دسرکاري شمیرو نه پرته هم په لګونو داسې کسان پاکستان کې شته چې هغوئ په کرونا وایرس اخته دي یا یې دا ناروغي تیره کړې ده خو تر اوسه ددغو کسانو ټیسټونه نه دي شوي نو ځکه دسرکاري شمیرو نه بهر پاتې دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG