لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل:دمذهبي دستورې په مهال جوړ شوي الغاؤ تلغاؤ کې۴۴کسان وژل شوي


اسرائیل کې د یهودیانو دیوې مذهبي دستورې په مهال جوړ شوي الغاؤ تلغاؤ کې ۴۴ کسان وژل شوي اؤ ۱۵۰ ژوبل شوي دي.

دنړیوالې میډیا د رپورټونو له مخې دا پېښه دجمعې په سهار د اسرائیل په ماوئټ میرن سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې په زرګونو خلک د دویمې پیړۍ دمشهور ربي شمعون باریوحایي مقبره کې دیهودیانو د مذهبي رسم “لګ باومر” په اړوند راجوړې شوې دستوره کې شریک وؤ.

د اسرائیلي حکومت لخوا د کرونا وایرس له امله دپرځائ کړل شوؤ بندیزونو پورته کولو وروسته دا په اسرائیل کې وړومبۍ مذهبي دستوره راجوړه شوې وه.

په سوشل میدیا ددې الغاؤ تلغاؤ دپېښې خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې هغه مهال دستوره کې الغاؤ تلغاؤ جوړ شي کله چې خلک د دستورې په ځائ کې دسرنګ په څېر په یوه تنګه لاره دبهر وتلو هڅه کوي.

ددې لارې نه د وتلو په هڅه کې ګڼ خلک دیو بل دپاسه غورځېدلې اؤ د۴۴ کسانو دمړینې ترڅنګ پکې ۱۵۰کسان ژوبل شوي هم دي.

د لاګ باومر مذهبي رسم هرکال یهودیان د دویمې پیړۍ د یهودي مذهبي لارښود ربي شمعون په یاد کې نمانځي اؤ په دې موقعه د اوربل بلولو ترڅنګ نڅاه ګانې هم کولی شي.

داسرائیل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو دا یوه ستره غمناکه پېښه ګرځولې اؤ ویلي یې دي د ټولو خلکو دعاګانې پېښه کې دمړو شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو سره دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG