لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فریډم نیټ ورک:دپخوانۍ فاټا اؤ بلوچستان نه اوس اسلام اباد خبریالانو دپاره خطرناکه سیمه ده


دمیډيا دڅار غېر دولتي ادارې فريډم نېټ ورک دپاکستان دننه دمیډيا د ازادۍ په صورتحال خپل رپورټ کې ويلي چې په هېواد کې د میډیا او صحافيانو د ویرولو په پېښو کې په حیرانونکې توګه اضافه ليدل شوې ده.

رپورټ کې راغلي چې د هېواد دصحافيانو دپاره اوس دبلوچستان او پخوانیو قبایلي سیمو په پرتله پابه تخت اسلام اباد تر ټولو خطرناک ځائ ګرځېدلی دی چرته چې د صحافيانو پرضد د بریدونو او نورو سرغړونو 34 فيصدى پېښې مخې ته راغلې دي.

رپورټ وايي دمیډیا د ویرولو اؤ قابو کولو هڅې پاکستان کې دصحافت او د رایې څرګندؤلو په ازادۍ اوږد مهاله اغېزې کوي.

رپورټ کې راغلي چې د مئ کال 2020م نه اپریل 2021م پورې د صحافيانو پرضد 27 مقدمې درج شوې دي او هم دې موده کې شپږ خبريالان وژل شوي هم دي.

د پاکستان حکومت ددې راپور څرګندونو ته لا کوم ځواب نه دی ویلی خو د اطلاعاتو لپاره اوس اوس ټاکل شوی د مملکت وزیر فرخ حبيب وايي د پاکستان تحریک انصاف حکومت د اظهار د ازادۍ پرضد هیڅ ډول منفي عزايم نه لري.

دمئ دمياشتې په دريمه دصحافت د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړل شوي دفريډم نېټ ورک په رپورټ کې ويل شوي د مئ د2020م نه تر اپریل 2021م پورې د یو کال موده کې په صحافيانو دبريدونو او د اظهار د ازادۍ د سرغړونو ټولې 148 پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې دتېرکال په پرتله 40 فيصدي اضافه ليدل شوې ده.

تېر کال دداسې پېښو شمېره 91 رېکارډ شوې وه.

د رپورټ ترمخه د خبريالانو پرخلاف په 148 پېښو کې يواځې 51 پېښې په اسلام اباد کې رېکارډ کړل شوې دي.

د فريډم نېټ ورک په دې رپورټ کې دا څرګندونه هم شوې چې ښکاره او پټ لاسونه د خبريالانو پر ضد رایوځائ شوي او په هغوئ دفشار راوړلو بېلابېلې لارې اختیاروي،چې دې کې د خبريالانو ویرول، تښتول او دړکې شامل دي.

رپورټ وايي په صحافيانو دکار لپاره مزکه راتنګه کړې شوې ده چې ورسره د ولسي مفادو ژورنالېزم د ختمېدو سره مخ شوی دی.

د فريډم نېټ ورک اېګزېګټيو ډاېریکټر اقبال خټک ډيوه ته وايي دا رپورټ په خپلو لوظونو د عمل په چارو کې د حکومت او رياست مجموعي ناکامي په ګوته کوي.


هغه وايي دصحافيانو پرضد رېکارډ 27 مقدمې درج کړل شوې دي چې تر ټولو زیاته د خطرې خبره ده.

داقبال خټک په وینا ددې راپور شمېرې ښایي چې د تېر کال په نسبت دا د صحافيانو پرضد 40 فيصدي زياتې پېښې شوي.

هغه وایي "د صحافيانو پرخلاف اوس قانوني کېسونه جوړېږي. مقصد یې دا نه دی چې سزا ورکړي بلکې مقصد یې دا دی چې ستړي او مجبوره یې کړي چې دوئ د ازاد صحافت کولو نه پشا شي"

اقبال خټک وايي په دې موده کې شپږ صحافيان وژل شوي هم دي.


هغه زیاته کړې پاکستان کې د ټېلي وژن صحافيان ډېر په نخښه دي د هغوئ خلاف د ټولو نه زیاتې 79 پېښې رامنځ ته شوې دي چې د ټولو سرغړونو 54 فيصدي جوړېږي.

هغه وایي په دويم او درېم نمبر هغه خبريالان په نخښه شوي چې په اخبارونو او انټرنیټ باندې صحافت کوي.

په دې کې د اخبارونو سره د کارکوونکو 58 صحافيانو او د انټرنيت د 11 خبريالانو پرضد پېښې رامخې ته شوې دي.

رپورټ وايي اسلام اباد دصحافيانو لپاره دګواښونو ډکه سیمه ګرځول شوې ده، په دوېم نمبر سندهـ او په درېم نمبر پنجاب صوبه ده چرته چې صحافيان خوندي نه دي.

دپاکستان حکومت دفريډم نېټ ورک ددې راپور څرګندونو ته لا په سملاسي توګه کوم ځواب نه دی ویلې خو مطبوعات داطلاعاتو او فرهنګ لپاره دمملکت د نوي ټاکل شوي وزیر فرخ حبيب له قوله وايي د پاکستان تحریک انصاف حکومت د اظهار د ازادۍ په اړه کوم منفي عزاېم نه لري.

نوموړي تیره ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي چې په هېواد کې د اظهار د ازادۍ رواج ته د ودې ورکولو لپاره به د میډيا د کارمندانو سره تماسونه نيسي.

له دې مخکې په نړيوال کچه د صحافيانو د تحفظ او د مېډيا د ازادۍ لپاره کار کونکي غېر دولتي ادارې رپورټرز ود اوټ بارډرز په خپل راپور کې ویلي وؤ چې په پاکستان کې د میډیا د ازادۍ صورتحال هم هغسې اندېښمن دې او د صحافتي ازادۍ د درجه بندۍ په فهرست کې پاکستان د 200 هیوادونو په کتار کې د تېر کال په څېر سږکال هم په 145 نمبر ولاړ دی.

د بې پولې خبریالانو په رپورټ کې وېلې شوي چې کال 2018م جولاىي کې د عمران خان د وزير اعظم جوړېدو نه وروسته پاکستان کې د پوځي اسټيبلشمنټ اثر یا نفوذ په ډراماىي توګه سېوا شوی دی چې ورسره په څرګنده ډول د سنسرشب په پېښو کې هم اضافه شوې ده.

رپورټ کې راغلي وؤ چې دهېواد د طاقتوره ادارو لخوا په صحافيانو د فشار اچولو لپاره مختلفې طريقې کارول کېږي.

اسلام اباد کې مېشته ازاد خبريال اسد علي طور چې پخپله د رياست لخوا د مقدمې سره مخ پاتې شوی ډيوه ته وايي اسلام اباد کې په دې ورستیو کې درې صحافيان وهل شوي، اغوا کړې شوي او په ډزو ژوبل کړی شوې دي او دا هر څه په رڼا ورځ شوي دي.

هغه وايي د بې پلوه صحافيانو د ویرولو دپاره اکثر هغوئ ته د خپلو ملګرو په لاس د دړکو پېغامونه ورکړی کيږي او ده ته هم دغه شان يو پېغام ورکړی شوی دی.

اسد علي طور وايي، دا دړکې په خوږو کې د زهرو په مثال وي.

"ماته هم پېغام راغلې چې د وړوکي اختر نه وروسته باید چې محتاط پاتې شې او ویل دې بند کړې"

د فريډم نېټ ورک د رپورټ ترمخه د اسلام اباد په ګډون ټول هېواد اوس د صحافيانو لپاره خوندي نه دی پاتې، د صحافيانو پرضد هر ځاې حملې کېږي او د بده مرغه په دې کې رياست او رياستي کار مندان د خبريالانو دپاره د ټولو نه د لويې ګواښ په حیث مخې ته راغلي دي.

رپورټ وایي د مئ 2020م نه تر اپریل 2021م پورې شپږ صحافيان د خپل کار له کبله وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG