لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انتظامیې سره له مذاکراتو وروسته مومندو خپل احتجاجي پرلت ختم کړو


په قبائېلي ضلعه مومندو کې دلادرکه تنانو خپلوانو ضلعي انتظامیې سره له مذاکراتو وروسته خپل احتجاجي پرلت ختم کړی خو وایي که غوښتنې یې ونه منل شوې نو داختر په پینځمه به احتجاج پیل کوي.

دوئ دتېرو څلورو ورځو راهسې په غلنۍ بازار کې د"ايف سي" (مومند رائفلز) کمېپ مخې احتجاجي پرلت وهلی ؤ اؤ غوښتنه یې کوله چې باید لادرکه کړل شوي خپلوان یې پرېښودل شي.

دخالي په ورځ په احتجاج بوختو کسانو دضلعي انتظامیې چارواکو سره خبرې اترې کړي اؤ هغوئ یې دخپلو غوښتنو څخه خبر کړي دي.

ضلعي انتظاميه او نور حکومتي چارواکي ددې پرلت په اړه میډيا سره دخبرو کولو نه ډډه کوي.

دپرلت ګډونوالو وي او ای ډيوه ته وويل هغوئ دې نه وړاندې ځائ پځائ احتجاجي مظاهرې کړې دي خو لا یې هم بې درکه خپلوان کورونو ته نه دي راستانه شوي او مجبوره شوي وؤ چې د ايف سي کېمپ مخې ته احتجاجي پرلت وغځوي۔


دپرلت مشري کوونکي او ديو لا درکه تن ورور امير افضل وايي د ايف سي کېمپ مخې ته ځکه ناست وؤ چې ډير لادرکه تنان د امنيتي ادارو په ولقه کې دي هغوئ يا خو د خپلو کورونو نه پورته کړل شوي او يا د لويو ښارونو نه د مزدورۍ په وخت لادرکه کړل شوي دي۔

امير افضل وويل ضلعي انتظاميې او ايف سي چارواکو ورته باور ورکړی چې د لادرکه تنانو راخوشې کيدو او د دوئ دغږ لوړپوړو چارواکو ته رسولو کې به ورسره مرسته کوي او که داسې ونه شو نو د اختر په پينځمه ورځ به بيا د ايف سي کېمپ مخې ته احتجاجي ناسته پېل کۍ چې پکې به د نورو متاثره سيمو خلک هم ګډون کوي۔

"زمونږ غوښتنه ده چې لادرکه تنان دې خوشي کړل شي، که کوم مړه شوي وي د هغې معلومات دې هم ورکړل شي، په دې باور مو احتجاجي ناسته ختمه کړه چې ډپټي کمشنر او د ايف سي چارواکو د مرستې ډاډ راکړو خو که اختر پورې څه پرمختګ ونه شو نو د باجوړ، وزيرستان او نورو سيمو خلکو سره په ګډه به د اختر په پينځمه ورځ هم ددې کېمپ مخې ته بيا احتجاجي ناسته پېل کوؤ"

د لادرکه تنانو دخپلوانو ترڅنګ د مومندو دپښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم دغې احتجاجي ناسته کې ګډون کړی ؤ،

د پي ټي ایم يو ځايي مشر مراد افغان وايي په مومندو کې د دوه نيمو سوؤ نه زيات لا درکه تنان دي چې څه پکې د کلونو راهسې ورک دي او کورنۍ يي د کړاؤنو ډک ژوند تيروي.

" په دې کې ځنې تنان داسي دې چې د نهو لسو کالو نه لادرکه دي، په کورونو کې یې ماشومان بچي او ښځې بې اسرې پاتې دي"

د لادرکه تنانو په اړه د پاکستان حکومتي چارواکو لخوا په تواتر سره کوم معلومات مخې ته نه راځي۔ خو د پاکستان دپوځ ویاند په تېرو وختونو کې دعوه کړې وه چې ډیر بې درکه کسان تندره وسله وال وو، هغوی د خپلو کورنیو له خبرولو پرته خپل کورونه پریښي يا په افغانستان کې پټ دي او یا د ناارامه بلوچستان په غرونو کې د خپلواکۍ غوښتونکو ډلو سره ملګري شوي دي۔

پوځ دعوه کړې وه چې په بلوچستان کې بې درکه کسان له امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې هم وژل شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د فرورۍ په مياشت کې ويلي وو چې د بې درکه کسانو ستونزه به حل کړي.

په پاکستان کې په کال ۲۰۱۱ کې د لادرکه تنانو معلومولو د پاره يو سرکاري کمېشن هم جوړ شوی چې لادرکه تنانو خپلوان ورته خواست کوي او د هغوي معلومولو د پاره هلې ځلې کوي۔

د کمېشن لخوا په وروستي رپورټ کې ويل شوي چې د دوئ مخې ته ورغلو دبې درکه کسانو 7088 پېښو کې یې 4976 قضيي هوارې کړې دي .


د بې درکه کسانو دموندنې دپاره فعالیت کوونکي دا حکومتي شمیرې ناسمې ګرځوي اؤ وایې چې ګرد هېواد کښې د زرګونو په شمیر خلک بې درکه دي او د لادرکه تنانو شمېر د حکومتي شمېرو نه څو چنده زيات دی۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG