لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا له امله پاکستان بهر نه راتلونکي پروازونه اتیا فیصدي کموي


پاکستان کې د کرونا دمخنیوی او څار ادارې این سي او سي ټوله نړۍ کې د کرونا دزیاتېدونکو پیښو په ترڅ کې د مئی پینځمې نیټې نه تر شلمې پورې د غیر ملکي پروازونو او ائیر ټریفک اتیا في صدي راکمولو فیصله کړ‎ې ده.

چارواکي وایي بهرنیو ھیوادونو کې نښتو پاکستانیانو ته به وطن ته د ستنیدو اجازہ وي خو مسافرو ته به ۷۲ ساعته وړ‎اندې شوی خپل د کرونا منفی ټیسټ ښودل وي.

د چارواکو وینا دہ چې دې ګام نه وروسته به بھر نه راتلونکي پروازونه شل في صدي ته راکم شي.

په عین حال کې دپاکستان حکومت دحضرت علي(رض) د ورځې په مناسبت ګرد ھیواد کې په ھر رقم غټو جلوسونو بندیز لګولی خو خلکو ته دحفاظتي ګامونو سرہ د مجلسونو راجوړؤلو اجازہ ورکړ‎ل شوې دہ.

د سرکاری شمیرو تر مخې پاکستان کې دتیر یو شواروز په مهال 4414 نورې دکرونا پېښې مخې ته راغلي او په ګرد ھیواد کې دا وخت د کرونا دفعاله پیښو شمیرہ 89661 تہ رسیدلې دہ.

د صحت د پارہ دپاکستان د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فیصل سلطان په خلکو غړ‎ کړ‎ی چې د ویکسین په لګولو سره باید ځانونه ددې رنځ او روغتونونو کې د داخلیدو نه بچ کړ‎ی.

ډاکټر سلطان دا خبرہ په داسي مھال کړ‎ې دہ چې ملک کې د برازیل او سوئیلي افریقې د کرونا نوي قسم وایرس موندل شوي.

په ټویټر خپل یو پیغام کې ډاکټر فیصل سلطان لیکلي “ هر ھغه تن چې د ویکسین لګولو وړتیا لري ھغه باید په بشپړې حوصلې سرہ ویکسین واخلي ترڅو ځان د دې رنځ نه خوندي وساتي”

ډاکټر سلطان وایي چې ټول وایرس وخت سرہ سرہ د ارتقایي عمل نه تیریړ‎ي چې له امله یې نوي قسمونه مخې ته راځي، لکه د برطانیې ، سویلي افریقې او برازیل نه دکرونا وایرس نوي قسمونه مخې ته راغلي دي.

هغه وایي چې د وایرس ځېنې قسمونه داسې هم وي چې پکې د سردوباره ناروغتیا احتمال زیات وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG