لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د ورګډو قبايلي ضلعو د جرنلېسټانو مشکلات نور سېوا شوي


په خېبرپښتونخوا کې د ورګډو شوو قبايلي ضلعو جرنلېسټان وايي، پخوانۍ فاټا چې په صوبه کې ورګډه شوې د جرنلېسټانو ستونزې نورې سېوا شوي دي.

د قبايلي ضلعو جرنلسټان وايي وړاندې به ورته يواځې د وسله والو لخوا نېغ په نېغه دړکې ورکړی کېدی خو اوس ورته حالات نور پېچلي شوي دي.

په باجوړ کې د (جیو ټي وي) خبريال حسبان الله وايي قبايلي ضلعې چې په صوبه کې ورګډې شوي د جرنلسټانو دپاره په حالاتو کې ډېر فرق نه دی راغلی بلکې وايي د دوی ستونزې نورې سېوا شوي، کمې شوي نه دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل وړاندې به ورته يواځې د وسله والو لخوا نېغې دړکې ورکړی کېدې او اوس يې سياسي ګودونه هم ځوري.

هغه وويل د وسله والو هغه دړکې چې خبر يې خپور کړي، غلط خبر پسې خپور نه کړي يا دغه ډول دړکې، دا هر څه په خپل ځای دي، اول به يې خبر د څو ځايونو نه تيرولو، او اوس يې د ډېرو ځايونونو نه پاس کوي او د هغې باوجود ورته بيا هم مسلې وي.

حسبان الله وايي په سیمه کې د 25 کالو راهسې خبريال دی، وړاندې به يې چې هر ډول خبر خپور کړو د دومره سخت غبرګون سره به نه مخامخ کېدل، اوس چې څنګه خپور کړي سمدست پسې ټيليفونونه شورو شي چې دغه خبر داسې نه وو پکار يا ځای ورته سم نه دی ورکړل شوی.

هغه تور لګوي سياسي ګوندونه يې هم ډېر ځوروي.

نوموړی وايي په صوبه کې د ورګډېدو نه وړاندې ورته مشکلات وو خو اوس تړل شوي دي.

هغه زياته کړه اول عدالتونه نه وو د عدالتونو راتلو سره په جرنلېسټانو په عدالتونو کې مقدمې هم وشوې.

فاروق مسيد چې د جنوبي وزيرستان نه د (اج ټي وي) خبريال دی وايي، په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو فعاليتونه سېوا شوي، که څه هم دا وخت دوی ته نېغ په نېغه دړکې نه ورکوي خو که حالات په دې ډول روان وي دړکې ورکول به هم پېل شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی اوس يو څه کولی شي چې په علاقه کې کورېج وکړي خو ډېر جرنلېسټان بيا ويريږي چې هلته پاتې نه شي.

هغه زیاته کړه په سيمه کې د خبريالانو څار زيات شوی موجود امنيتي سرتيري يې لټون کوي او مالومات ترې اخلي چې که کوم جرنلسټ په علاقه کې کار کوي چې دوی يې د امنيت انتظام وکړي خو مسيد وايي دوی بيا ځان د فشار لاندې ګڼي.

فاروق مسيد وايي يو خېر ورته شوی دی چې وړاندې به ورته خبر ډېر وروسته ترلاسه کېدو، عکسونه يا ويډيو به یې په مشکله ترلاسه کولی شو خو اوس د انټرنېټ او ټولنيزو رسنیو سره يو خو زر خبر شي او بل دا چې مواد ورته ترلاسه کيږي.

هغه وویل وړاندې به ورته د رابطو او تګ راتګ مسله وه په تيرو درېو کلونو کې دغه مسله لږه هواره شوې ده.

خو وايي پاکستانۍ میډيا بيا کنټرول ده که د سيمې نه يو خبريال ادارې ته خبر ور وليږي نو اداره یې ورته نه چلوي، اول به په خبريالانو سيمه ييز فشار وو او اوس پرې د خپلو مطبوعاتو ادارو لخوا هم فشار دی.

نن په درېمه مې د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ نمانځل کيږي.

د بې پولې خبريالانو په نوم اداره چې د مطوعاتو د ازادۍ دپاره کار کوي، وايي پاکستان د نړۍ په 180 هېوادونو کې په 145 نمبر دی. افغانستان په دغه نوملړ کې په 122 او هند په 142 نمبر دی.

په پاکستان کې دننه د فريډم نېټ ورک په نوم غېر دولتي اداره چې په ملک کې د مطبوعاتو څارنه کوي په خپل تازه رپورټ کې يې ویلي چې په تير کال کې په ملک کې د جرنلسټانو دپاره تر ټولو خطرناک ځای پلازمينه اسلام اباد وو.

خو پاکستان وايي په ملک کې ميډيا يا مطبوعات ازاد دي هیڅ بندېزونه پرې نشته.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي فواد چودري ویلي، حکومت يې ازاد او زمه وار صحافت ته د ودې ورکولو هڅه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG