لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سيند: په شکارپور کې درې داعشيان او په کراچۍ کې درې طالبان نيول شوي


د پاکستان په سيند صوبه کې پوليسو دعوه کړې چې په شکار پور سيمه کې يې د داعش درې غړي نيولي دي، په کراچۍ کې پوليسو ويلي د تحریک طالبان پاکستان درې وسله وال يې ګرفتار کړي دي.

د سيند صوبې د شکار پور ضلعې د پوليسو مشر کامران نواز وي او اې ډيوه ته وويل په شکار پور کې نيول شوي درې کسان اول په لشکر جهنګوي کې بيا په القاعده کې او بيا داعش کې شامل شوي وو.

هغه وویل په نيول شوو کسانو کې خالد محمود پندراني د ده مشر ورور د سېوڼ په چاودنه کې او بل ورور يې هم په 2010 کې په چاودنه کې ککړ وو او دوی بيا بلوچستان ته کډه شوي وو او هغه دواړه وروڼه يې حکيم او حفيظ وژل شوي وو.

پوليس افسر وويل نور دوه کسان چې نيول شوي صديق بروهي او عثمان بروهي دوی په کال 2019 کې د وژل شوي عبدالله بروهي وروڼه دي.

د نوموړي په وېنا عبدالله بروهي په څو پېښو کې ککړ وو، او دوی دواړه د اختر په ورځ په امام باړه په چاودنه کې ککړ وو.

کامران نواز وويل دا کسان د کال 2006 نه د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ پاتې شوي دي.

وي او اې ډيوه د نوموړي نه پوښتنه کړې چې په شکارپور کې داعش، القاعده او نور وسله وال هم شتون لري؟ هغه وويل، د 2010 نه تر 2016 پورې په شکار پور کې د ترهګرۍ غټې پينځه پېښې شوي او بيا دا خلک په ګوته شوي، ځينې وژل شوي او ځينې بيا نیول شوي دي، خو دا خلک د لشکر جهنګوي نه القاعده او بيا داعش ته تللي وو.

پوليس افسر وويل د دې درې کسانو څخه درې تماچې، درې لاسي بمونه او پرېشر ککرې ترلاسه شوي دي.

د کراچۍ پوليس هم پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ (2 مې) دعوه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان درې ترهګر يې نيولي دي.

د کراچۍ د لويدیځې ضلعې د پوليس يو چارواکي فدا حسېن ویلي، د لاقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي عجب خان، شاه رخ او نياز علي يې نيولي دي.

پوليس افسر ویلي د نیاز علي او شاه رخ لومړی د لشکر جهنګوي سره تعلق وو او بيا کال 2020 کې په ټي ټي پي کې شامل شوي وو.

د پوليس افسر په خبره د عجب خان تعلق چې د لکي مروت سره دی، پلار او ورور يې په تحریک طالبان کې شامل وو او پلار یې اوس هم د لکي مروت په جېل کې دی.

په کراچۍ کې وخت په وخت پوليس او رېنجرز دغه ډول دعوې کوي چې د ترهګرو ډلو سره تعلق لرونکي يې نيولي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG