د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزير اسد عمر ويلي، د کرونا د مخنيوي دپاره په جوړو احتياطي تدابیرو د عمل په لړ کې مهم پرمختګ شوی چې د نورو ګامونو اخستو سره پوځ د دغه کار دپاره په ځای کړی شوی دی.
اسد عمر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په څلورمه مې په پاکستان کې 119 کسان په کرونا مړه شوي او نور 4113 په دې وبا اخته شوي دي.
له دې وړاندې په درېمه مې 161، په دوېمه مې 79، په لومړۍ 113 او په 30 اپرېل 146 کسان په کرونا مړه شوي وو.
د پاکستان مېډېکل اېسوسي اېشن (پي اېم اې) جنرل سيکرټري ډاکټر قېصر سجاد وايي، داسې ويل به د وخت نه وړاندې وي چې داسې دعوه وشي چې ډېر پرمختګ شوی دی البته دا خبره تر يو حده پورې سمه ده چې شمېرې لږې کمې شوي دي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د پوځ په ځای کول ښه قدم دی خو د کرونا په دوېمه څپه کې چې داسې وويل شو چې شمېرې راکمې شوې خلکو احتياط کول پرېښوده.
هغه وویل احتياطي تدابیر عملي کول پکار دي ځکه چې په ځانګړي ډول په کراچۍ کې دا وخت ډېره زياته ګڼه ده، د ماښام د شپږو بجو نه وروسته هم ګڼه ګوڼه جوړه وي پکار ده چې په ټول ملک کې په احتیاطي تدابيرو سخت عمل وشي.
قېصر سجاد وويل د دې سره په دې خبره هم زور راوړل پکار دي چې خلک پوهه کړی شي او ويکسين ولګول شي.
اسد عمر په ملک کې د کرونا وبا د څار د کمېټۍ مشري هم کوي، ويلي يې دي په 25 اپرېل د کرونا د مثبت پېښو شرح 34 فيصده او په درېمه مې 68 فيصده وه، يو په دوه زیاته شوې ده.
هغه ویلي احتياط ته ضرورت دی په ځانګړي ډول چې په اختر کې احتياط وکړی شي.
په 23 اپرېل د پاکستان وزيراعظم عمران خان د کرونا د قامي رابطه يا څار کمېټۍ د غونډې وروسته ويلي وو د کرونا څخه د احتياطي تدابيرو عملي کولو دپاره پوځ راغواړي.
له دغې وروسته د پوځ وياند ویلي وو چې پوځ د کرونا د مخنيوي د احتياطي تدابيرو د عملي کولو دپاره د ملک هرې برخې ته رسېدلی دی.