لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: امريکې په هوايي بريدونو کې طالبان په نخښه کړي دي


امریکايي ځواکونو په هلمند کې په هوايي بريدونو کې طالبان په نخښه کړي دي، دا خبره یو امريکايي چارواکي د شورو/ چهارشنبې په ورځ (پينځمه مې) وي او اې ته کړې ده.

امریکايي هوايي ځواک په هلمند کې طالبان په داسې وخت کې په نخښه کړي چې امریکايي او نور بهرني ځواکونه د افغانستانه ووځي او په افغانستان کې جګړه سېوا شوې ده.

امریکايي چارواکي چې نوم يې نه دی څرګند کړی د هلمند د عملياتو په اړه نور مالومات نه دي شريک کړي.

پېنټاګون هم د کومو ځانګړو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي خو دا يې ويلي چې امریکايي کمانډران هم اوس په ځمکه وړتيا لري.

د پېنټاګوند وياند جان کربي ویلي چې مونږ د افغانستان نه د وتلو په حالت کې يو خو هڅه کوو چې د افغان ملي ځواکونو ملاتړ جاري وساتو.

امریکايي ځواک په هلمند کې هوايي بريدونه په داسې حال کې کړي چې طالبانو د هلمند د لشکر ګاه نه چاپېره په افغان امنيتي ځواکونو بريدونه کړي او د څو ورځو نه يې جګړه تيزه کړې وه.

یو افغان ځايي حکومتي چارواکي اې اېف پي ته ويلي د امریکا هوايي بريدونه د طالبانو د مخې نيولو دپاره ډېر مهم وو.

د شورو په ورځ حکومتي چارواکي عتيق الله ويلي، دومره سخته بمباري شوې چې دومره سخته بمباري هغه کله نه ده ليدلې.

راپورونه وايي په ځينو ځايونو کې افغان ځواکونه په جګړه کې په شا شوي هم دي.

چارواکو د شورو په ورځ ویلي، طالبانو په بغلان کې يوه ولسوالي نيولې او په پکتيکا کې يې د پوليس مشر وژلی دی.

په داسې کې امریکايي دفاعي چارواکي په افغان ځواکونو د اعتماد څرګندونه کوي چې د طالبانو پرضد د عملياتو وړتيا لري.

کربي ویلي، افغان ځواکونه په دې وروستيو کلونو کې نور پياوړي شوي دي او دوی د ډېرې مودې نه خپله رهبري کوي.

دغه رنګ د افغانستان د دفاع وزارت هم دعوه کوي چې ځواکونه يې وړتيا لري.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال ویاند فواد امان د شورو په ورځ وي او اې ته ويلي، دا وخت د افغانستان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه 100 فيصده خپل ازاد پلان لري، مشري او پوځي عمليات کوي.

هغه ويلي په ځمکه په جګړه کې بهرني ځواکونه هيڅ بدني (فزيکي) شتون نه لري.

د افغانستان نه د امریکايي او نورو نړيوالو ځواکونو د وتلو وروسته دا اندېښنه څرګنديږي چې افغان ځواکونه به د طالبانو په وړاندې څومره وړتيا ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG