لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان سره په پوله د سیمو ازغن تار لګولو وروسته په قبايلي ضلعو کې بريدونه د چرته نه کيږي؟


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه د امنيتي چارو څيړونکي وايي دغه پېښې څرګندوي چې په ورګډو ضلعو کې د وسله والو فعاليتونه اوس هم شتون لري او نور پسې سېوا کيږي.

د بدامنۍ تازه پېښې

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (پينځمه مې) په شمالي وزيرستان کې د پوځ او وسله والو ترمنځ نښته شوې چې پکې د يو پوځي افسر په ګډون درې پوځي سرتيري وژل شوي او د دوه ترهګرو د وژلو دعوه هم شوې وه.

په درېمه مې په باجوړ کې په يوه ماين چاودنه کې د ملېشې (اېف سي) ځواک دوه سرتيري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.

په شمالي او جنوبي وزيرستان کې په وروستيو کې په امنيتي سرتيرو بريدونه او هدفي وژنې هم سېوا شوي دي.

د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو علتونه

په اسلام اباد کې د فاټا ريسرچ سنټر په نوم غېر دولتي ادارې مشر منصور محسود وايي، په قبايلي ضلعو کې د تيرو درېو کالو راهسې پرله پسې د بدامنۍ پېښې سېوا کيږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د تير کال په پرتله سږ کال د بدامنۍ پېښې 30 فيصده سېوا شوي او په دې کې د 70 فيصدو نه زياتې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې شوي دي.

هغه وویل په سيمه کې د بدامنۍ پېښې سېوا کېدل، د امنيتي سرتيرو او ورسره د ځايي مشرانو هدفي وژنې کېدل، څرګندونه کوي چې په علاقه کې وسله وال اوس هم شتون او پوره نېټ ورک لري ځکه چې د نېټ ورک پرته داسې عمليات نه شي کېدی.

د پوځ بیان

د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو وروسته په 22 فرورۍ 2017 کې د ردالفساد په نوم په ټول ملک کې هدفي عمليات پېل کړي وو.

په 22 فرورۍ (2021) د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د ردالفساد عملياتو په څلورو کالو پوره کېدو خبريالانو ته د دغو عملياتو احوال وړاندې کړی وو.

هغه ويلي وو په تيرو څلورو کلونو کې د کال 2017م نه تراسه پورې د نيشنل اېکشن پلان (ملي کاري پلان ) لاندې په ردالفساد عملياتو کې په ټول ملک کې د استخباراتو په اساس د درېو لکو 75 زرو نه زيات عملیات ترسره شوي دي. په دې کې ځينې مهم عملیات شوي او د ترهګرو ډېر بريدونه شنډ شوي او ځالې يې ختم کړی شوي دي.

د بدامنۍ د پېښو اغېزې

د شمالي وزيرستان يو ځايي مشر ملک صالح جان وايي، د ضرب عضب عملياتو وروسته چې دوی بيرته ستانه شو نزدې شپږ میاشتي بدامني نه وه خو د هغې وروسته چې دغه لړې پېل شوې ورځ تر بلې پسې سېوا کيږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل په علاقه کې امنيتي سرتيري چې د امن ټينګ ساتلو دپاره دي، هغه او ورپسې بيا ځايي مشران، ډاکټران، د ځايي انتظاميې چارواکي او عام خلک څوک هم محفوظ نه دي پاتې.

هغه وويل په علاقه کې بدامنۍ ځايي خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه واړول او خلک يې په ذهني توګه اغېزمن کړي ويره ترښه خوره ده په علاقه کې خلک ځان په امن نه ګڼي او بې سکونه دي.

بريدونه د چرته نه کيږي؟

په سیمه کې د واشنګټن پوسټ خبریال حق نواز خان وايي وړاندې به داسې دعوې کېدې چې قبايلي سیمه د افغانستان سره په پوله پرته ده ځکه د پولې د پورې غاړې دغه ډول بريدونه کيږي نواوس خو پاکستان وايي چې د افغانستان سره په پوله د سيمو ازغن تار ولګول شو، بيا بريدونه اوس د چرته نه کيږي؟ دا پوښتنه راولاړيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په قبايلي ضلعو کې د وسله والو تندلارو پرضد په پراخه کچه د عملياتو دعوې شوي چې هلته امنیت هم په ځای کړی شوی او اوس چې دغه سيمه په صوبه کې ورګډه شوې پوليس پکې په ځای شوي او پوځ پکې د مخکې نه پروت دی، پکار ده چې د دومره امنيتي سرتيرو په موجودګۍ کې د بدامنۍ مخه نيول شوی وی.

هغه وويل بايد امنيتي چارواکي دغه پوښتنې ته ځواب اووايي چې د بريدونو په شا کوم لاسونه دي.

حق نواز خان زياته کړه په تير او اوسنو حالاتو کې دومره فرق دی چې وړاندې وسله والو مرکزونه لرل سزاګانې به يې ورکولې او اوس هدفي عمليات کوي.

د پاکستان په افغانستان توجه

په پېښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر عرفان اشرف وايي، په افغانستان کې چې د سولې خبرې روانې شوي پاکستان ټول پام هغه لور ته اړولی د طالبانو د سولې خبرو ته اماده کولو دعوې کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل افغانستان ته د پام اړولو سره ښکاري چې په پاکستان کې د تحریک طالبان (ظهور، نزول او جمود) سېوا شوی دی ځکه داسې ښکاري چې ټي ټي پي دلته فعاليتونه سېوا کړي دي.

هغه وويل د افغانستان نه د امریکا د وتلو زياتې اغېزې به په پاکستان وي او که ټي ټي پي عمليات پېلوي دې ځل له به د قبايلي ضلعو او خېبرپښتونخوا نه علاوه بلوچستان هم ډېر اغېزمن کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG