لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا پاکستان به ایي ایم ایف څخه دپور تړون کې په نرمښت ترلاسه کولو وتوانیږي؟


د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترين وايي چې پاکستان د نړیوال مالياتي ادارې ایي ایم ایف څخه دپور اخستنې دپاره دجوړې کړل شوې ځاندرې څخه نه وځي خو ددې په طريقه کار کې به بدلون راوستل کیږي.

هغه وايي مونږ له به ایي ایم ایف ته دا ثابتول وايي چې پاکستان کوم ګامونه اخلي د هغې څخه پېسې بود کیدای شي.

څېړونکي نظر لري که پاکستان سره د ايي ایم اېیف د روان پروګرام څخه د نه وتلو په ترڅ کې د اقتصاد د ښه کولو بله کومه غوره تګلاره وي نو دا غوره خبره ده.

دشورو په ورځ اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته شوکت ترین ویلي چې دپور ورکولو دپاره ایي ایم ایف پاکستان ته کوم شرطونه اېښودلي دي هغه یو سیاسي قیمت لري اؤ دا پروګرام ډیر مشکل دی.

هغه واضحه کړه چې پاکستان به دایي ایم ایف دپروګرام څخه نه اوځي خو دغه نړیوالې مالیاتي ادارې ته ویل شوي چې د کرونا وایرس دریمه څپه دوامداره ده اؤ‌ په داسې حال کې به پاکستان سره نرمښت کول وي.

دخزانې وزیر تر دې وړاندې دقایمه کمیټۍ غونډه کې د ایي ایم ایف څخه دپور اخستلو دپاره جوړ پروګرام ته دبیا کتنې وینا کړې وه

ددې پروګرام لاندې نړیواله مالیاتي اداره ایي ایم ایف پاکستان ته دشپږ اربو ډالرو پور ورکوي اؤ پاکستان تر اوسه دې پور کې دوه اربه ډالر ترلاسه کړي هم دي.

دخزانې وزیر شوکت ترین ددې پروګرام شرطونه دپاکستان دپاره سخت بللي دي اؤ وایي ددې له امله اقتصاد اغېزمن کیږي اؤ ولس ورسره هم دبوج لاندې راځي.

په یاد تړون کې په ځانګړي ډول دبجلۍ دنرخونو سیوا کولو شرطونه هم شامل دي.

سږکال دفرورۍ میاشت کې ددې تړون ترسره کولو دپاره چې پاکستان په کومو شرطونو راضي شوی هغې کې دبجلۍ په قانون نیپرا اؤ دمرکزي بینک په قانون کې بدلون،اضافي ټیکسونه لګول،دبجلۍ اؤ ګیس بیعې لوړول اؤ دې سره بیلابیلو څانګو ته ورکړل کیدونکې سبسډي یا رعایتونه ختمول شامل دي.

داقتصادي چارو څېړونکی ښاغلی قیصر بنګالي وایي چې اقتصاد یوازې دخزانې وزیر نه سمبالوي بلکې په دې کې ټول حکومت شامل وي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي بنګالي ویلي ایي ایم ایف مدام د پور ورکولو دپاره دوه شرطونه ږدي چې هغې کې یوه د بجټ اؤ بله د کرنټ اکاونټ خساره راکمول وي.

هغه وایي ایي ایم ایف دا شرطونه پاکستان ته ځکه ږدي چې دې هیواد سره د ګټې وټې سیوا کولو کومه خپله تګلاره نه وي اؤ که اوس شوکت ترین وایي چې دی به خپله تګلاره وړاندې کوي نو دا یوه غوره خبره ده.

ښاغلي شوکت ترین وایي داقتصاد پخپلو پښو د ودرولو دپاره به مونږ ته صنعتونو ته مراعات ورکول وي ترڅو دصنعت څانګه لا پسې وغوړیږي اؤ د نوکریو موندلو موقعې پکې پیدا شي.

هغه زیاته کړې چې دهیواد 62 فیصدي ابادي په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي اؤ هغوئ دکرکیلې څانګې سره تړلي دي خو په دې څانګه کې په تیرو لسو کالو کې راهسې ښه والی نه دی راغلی اؤ مونږ لا به دکرکیلې په څانګه کې پیسې مصرفول وي.

دپېښور پوهنتون داقتصایاتو دڅانګې استاد ذلاکت خان وي او ای ډیوه ته وایي چې پاکستان اوس هم د زراعتو نه ترلاسه کیدونکي سامانونه برامد کوي خو کتل به دا وي چې په پارلیمان کې ناست استازي څومره زرغي ټیکس لګولو ته تیار دي؟

څېړونکي نظر لري چې د کرونا وبا په موجوده حالاتو کې دبجلۍ بیعې لوړؤل ممکن نه دي اؤ ددې سره داضافي لګښتونو اؤ خسارې په راکمولو اؤ داضافي ټیکسونو په هدفونو د ایي ایم ایف سره خبرې کیدی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG