لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د دوؤ اوونیو راهسې د کرونا پېښې مخ په کمیدو روانې دي


پاکستان کې دکرونا دڅار د دولتي ادارې نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سڼتر يا این سي او سي د شمېرو ترمخه په ګرد هیواد کې دتېرو دوو اوونیو راهسې د کرونا وايرس دمثبتو پېښو کچه کې اووه فيصده کمی راغلی دی

شمېرې ښايي چې تېره اوونۍ دکرونا وايرس دفعالو پېښو شمیره چې د 90 زره نه سېوا شوې وه هغه د مئ په پنځمه نېټه 84 زره او 480 ته راکوزه شوې ده.

د صحت دچارو پوهان وايي چې دحکومت لخوا د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې کوم لاک ډاون لګول شوی و او خلکو چې کوم احتياط کولو د هغې له امله دکرونا وايرس مثبتې پېښې اوس کمې ريکاډ کېږي.

په مردان مېډېکل کمپلکس کې د کوېډ ۱۹د پاره ټاکل شوي مرستيال وياند ډاکټر جمال ناصر وي او ای ډيوه ته وويل چې څومره حکومت کوټلي ګامونه پورته کوي او خلک د کرونا وايرس د خورېدو د مخنيوي د پاره وضعه کړل شويو سپارښتنو باندې عمل کوي نو هغه هومره به دا وايرس د ټولنې نه ختمېږي.

نوموړي زياته کړه په ټولنه کې د کرونا ناروغانو کره شمېره مالومولو د پاره بايد حکومت د هسپتالونو ترڅنګ په هغه سېمو کې هم د کرونا وايرس ټسټونه کول پېل کړي چېرته چې زيات مريضان هسپتالونو ته راوستل کېږي.

"زما په خيال داسې طريقه کار جوړول پکار دي چې يوې علاقې نه درې څلور مريضان سېوا راشي او مونږه ته پته ولګي چې دغلته وايرس سېوا دی نو چې په قومي کچه داسې بندوبست وشي چې هلته کور په کور د کرونا ټيسټونه وشي"

هغه وایي په داسې کولو سره به مونږه ته مالومه شې د مريضانو ټول تعداد څومره دی او د وايرس مخنيوي د پاره څه کول پکار دي؟

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې نه دترلاسه شوؤ مالوماتو ترمخه په وروستيو کې د کرونا وايرس دمثبتو پېښو کچه په مردان، نوښار، پېښور، چارسده او صوابۍ ضلعو کې زياته وه خو د حکومت لخوا پورته کړل شوؤ ګامونو سره تر ډېره حده پورې اوس کمه شوې ده۔

دصحت دصوبایي محکمې مرستيال ډايرېکټر جنرل ډاکټر اکرام الله خان وي او ای ډيوه ته وويل دکرونا ناروغۍ مخنيوي دپاره د صوبې په کچه تراوسه پورې څلور لکه تنانو ته وېکسين لګول شوي او په زياتو اغېزمنو ضلعو کې د لاک ډاون کولو سره مثبت پېښې اوس کمې شوي دي.

"په مردان کې دمثبتو پېښو شرحه 51 فيصد وه، بيا مونږه د کمشنر دفتر کې غونډه وکړه او مردان مونږه بلکل بند کړو، نو هغې سره دا ګټه وشوه چې د مردان شرح 31 فيصد ته راغله"

هغه وایي د راتلونکې خالي او اتوار د ورځې نه به یوې اوونۍ دپاره بيا لاک ډاون شروع شي اؤ هېله ده دا به نوره ګټه هم ورکړي.

د نېشنل کمانډ اېڼډ اپرېشن سنټر د شمېرو ترمخه د هېواد په کچه د کرونا وايرس نه تېرو 24 ساعتو کې 4198 تنان ناروغه شوي او 108 تنان مړه شوي دي،

شمېرې ښايي چې په پاکستان کې د کرونا وايرس نه اته لکه، 45 زره، او څه د پاسه 8 سوه تنان ناروغه شوي او 18537 تنانو د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند د لاسه ورکړی دی

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG