لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبائیلي ضلعو دپاره اېښودل شوؤ ۹۶ بيلينه روپو کې یوازې ۲۵ بیلینه روپۍ مصرف شوي


د قبائيلي ضلعو دصوبائي اسمبلۍ غړي وائې روان مالي کال ۲۰۲۰م اؤ ۲۱م کې د قبائیلي ضلعو کې دپرمختیايي کارونو دپاره بیلو کړل شوؤ ۹۶ بيلينه روپو کې یوازې ۲۵ بیلینه روپۍ مصرف شوي دي او په سيمه کې د بنيادي ځاندرې ړنګیدو باوجود هم هلته په ترقياتي کارونو پېسې نه خرچ کيږي.

حکومتي چارواکي وايي د کرونا وبا له امله حکومت سره د پېسو کمی دی او دځینو انتظامي چارو له امله دغه پېسې په وخت نه دي مصرف شوي او پلان جوړوي چې د روان مالي کال پاتې وخت کې زيات نه زيات ترقياتي کارونو باندې دغه فنډونه خرچ کړي.
په دې اړه نور تفصيل د ارشد مومند په دې رپورټ کې واورئ۔

په کال ۲۰۱۸م کې د قبائيلي ضلعو خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډيدو په وخت ددغو سيمو خلکو سره وعده شوي وه چې دکال پسر به سل بيلينه روپۍ د راتلونکو لسو کالو پورې دغو سیمو کې مصرفولی شي.

د مومند قبائیلي ضلعې نه دحکومت مخالفه ګوند عوامي نیشنل پارټۍ د صوبائي اسمبلۍ غړی نثار مومند وائي روان مالي کال کې د قبائیلي ضلعو دپاره دشپږ نوي اربو روپو منظوري ورکړل شوي په دغې کې يو څلويښت اعشاريه شپږ بيلينه روپۍ د حکومت لخوا جاري کړې شوي او فقظ پينځويشت بيلينه پکې مصرف شوي دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي نثار مومند وويل تېر کال هم د وعدې سره سمې د سل بيلينه روپو ډيره کمه برخه په قبائېلي ضلعو کې خرچ کړی شوې وه چې ورسره د سيمې دخلکو دپرمختيا هېلې د وخت تيريدو سره مړاوې کیږي.

د قبائېلي ضلعو د پاره دسرتاج عزيز کميټۍ لخوا شوؤ سپارښتنو کې دغه علاقو کې هر کال د سل بيلينه روپو د لګښت وړاندیز شوی او دې سره په اين ايف سي ايوارډ کې د درې فيصده برخې ورکولو هم ويلي شوي .

خو دصوبائي اسمبلۍ حکومت مخالفه غړی مير کلام وزير وايي نه ورته تر اوسه اين ايف سي ايوارډ کې برخه ورکړل شوې او نه د سلو بيلينو روپو لګولو وعده ورسره سرته ورسول شوه.

د خېبر پختونخوا دحکومتي ګوند داسمبلۍ او دمالیاتي چارو دپاره دقایمه کمیټۍ غړی نصر الله خان وايي د ملک نورې صوبې ورسره اين ايف سي ايوارډ کې قبائيلي ضلعو ته برخې ورکولو کې مرسته نه کوي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي قبائیلي ضلعو دپاره دکليز ترقياتي پيکچ دپېسو نه جاري کيدو لويه وجه په ملک کې د کرونا وبا له امله راتلونکي مالي مشکلات دي او د جاري شوؤ پېسو د مصرف کولو به هر ممکن هڅه کولی شي.

څيړونکي وائي روان مالي کال کې دجون مياشتې پورې ډيره کمه موده پاتې ده او که حکومت په قبائیلي ضلعو کې د ترقياتي کارونو رفتار دجون مياشتې پورې ډير هم چټک کړي نو تر څلوېښتو بيلينو روپو پورې مصرف کولی شي نورې پیسې به د تېر کال په څېر د لګښت نه پاتې شې۔

دترهګرۍ ځپلو قبائیلي ضلعو خلک وايي په دې سيمو کې د جګړي په مهال د ړنګو شوؤ ډيرو کورونو اوس هم معاوضې نه دي ورکړل شوي،

دځایي خلکو په وینا په دغو سیمو کې لاري کوڅې زياتره ورانې پرتې دي،د تعليمي ادارو ودانۍ زړې دي او يا دترهګرۍ په وخت په بمي چاودنو سره ورانې کړل شوي ، هسپتالونه،د پوليس تاڼې ،عدالتونه او نورې يو شمېر ودانۍ هم جوړولو ته اړتيا لري خو د حکومت لخوا د ضم کېدو روستو لا تراوسه د دغه سيمو د پاره جاري شوې پېسې په يو مالي کال کې هم له په بشپړ ډول نه دي مصرف شوي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG