لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکزي کابېنې دخبریالانو دتحفظ اؤ دجبري بې درکیو جرم ګرځولو قانوني مسودې منظور کړې


د پاکستان مرکزى کابينې په هېواد کې د صحافيانو او د میډيا د کارمندانو د تحفظ او په زوره د خلکو د بې درکې عمل د جرم ګرځولو په اړه دوه مهمې قانون مسودې منظورې کړې دي.

دا خبره د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري پخپله ټوېټر پاڼه خپور کړي يو بیان کې کړې ده خو هغې پخپل بیان کې ددغو مسودو نور جزئیات نه دي په ډاګه کړي.

ورځپاڼه ډان داطلاعاتو د مرکزى وزارت لخوا د چمتو کړل کړې شوې قانوني مسودې په اړه د سرکاري سرچینو له خولې وايي ددې مسودې په شورو کې ویل شوي چې حکومت به د ائین د نهمې مادې لاندې هر صحافي او مېډيا کې د کار کونکي تن د ژوند حق او سلامتيا باوري جوړوى.

مطبوعاتي رپورټونه وايي مسوده کې د صحافيانو لپاره د يو داسې ازاد کمېشن جوړولو وړاندیز شوی چې مشري به يې د سپريم کورټ رېټاېرډ جج کوي.

دصحافيانو دحقونو تنظیمونو ددې پرمختګ هرکلی کړی او وايي هيله لري چې اوس دا مسودې زر تر زره پارلیمان ته هم وړاندې کړی شى.

دبشري حقونو وزیرې شیرين مزاري ددې قانوني مسودو جزئیات نه دي شريک کړي خو مطبوعاتي رپورټونه دسرکاري سرچینو دقوله لیکي چې د صحافيانو د تحفظ په اړه د قانوني مسودې په سر کې ويل شوي چې حکومت به د ملکي دستور د نهمې مادې په اساس د هر صحافي او د مېډيا دفعالینو د ژوند حق او سلامتيا باوري جوړوي.

مسوده کې راغلي چې دمیډيا سره تړلی يو تن به هم د ناوړه چلند نخښه نه ګرځول کېږي.

ډان ورځپاڼه لیکي چې په دواړو قانوني مسودو کې د صحافيانو او دمیډیا دفعالینو دپاره د خپلواکه کمیسیون د جوړولو وړاندیز ورکړل شوی. او ددې کميسيون مشر به د سپريم کورټ رېټاېرډ جج یا يو داسې تن وي چې د قانون، انصاف او بشري حقونو د چارو په اړه ځانګړي مالومات او عملي تجربه لري.

ویل کېږي چې دا تجویز کړل شوی قانون به په جبري توګه د بې درکیو، تښتونو، قید یا د دباو د نورو طريقو څخه تحفظ باوري جوړوي او د هېواد په لانجمنو سيمو کې به صحافي ته د ګواښونو، دړکو یا د بريدونو له ویرې پرته د کار کولو ضمانت ورکوي.

د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري ویلې ،دا قانوني مسودې به د قامي اسمبلۍ راتلونکې غونډه کې وړاندې کولې شي.

هغې ددې قانوني مسودو په منظورېدو د وزیر اعظم عمران خان مننه کړې او وايي د پاکستان تحریک انصاف حکومت خپلې ژمنې سرته رسوي.

د بشري حقونو مرکزي وزيرې دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې څو ورځې وړاندې د هېواد د بشري حقونو غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى پخپل کلیز راپور کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د صحافيانو د مشکلاتو او په زوره د بې درکیو په عمل اندېښنې څرګندې کړې وې.

د بشري حقونو غېر دولتي تنظيم د کال 2020 په خپل راپور کې ویلي، په ملک کې پرله پسې په درېم کال د راېې د اظهار د ازادۍ په اړه بندیزنو سېوا شوي دي.

پاکستان کې د صحافيانو د حقونو د څار غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک مشر او په پاکستان کې د بې پولې خبریالانو د نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډرز استازی اقبال خټک وايي پکار وه چې دا مسوده ډېر مخکې راغلې او په قانون کې بدله کړل شوې وه.

هغه وایي که چرې دا قانون مخکې جوړ شوی ؤ نو د ډيرو خبریالانو ژوند به ژغورل شوی ؤ خو که اوس هم قانوني شکل ورکړل شي نو د هرکلي وړ ده.

ډيوه سره خبرو کې نوموړی وايي باید چې اوس دا مسوده زر تر زره قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شي او ژور بحثونه پرې وشي.

اقبال خټک وايي"مونږ غواړو چې هغه غوښتنې مو ومنل شي چې دحکومت نه مو کړې وې. په دې کې مونږ د ازاد استغاثې په حواله غوښتنه کړې وه کومه چې د ملل متحده په کاريز پلان کې هم شامل ده"

هغه وايي "که چيرې د پبلک پراسيکيوټر دغه غوښتنه پکې نه وي منل شوې نو زه ګڼم چې دغه قانون به صرف د کاغذ د حده پورې پاتې شي او عملاً د صحافيانو د محفوظ کولو مقصد به ترسره نه شي"

اسلام اباد کې د قانوني مقدمو سره مخ صحافيانو ته قانوني مرستې ورکونکی قانون پوهه او د خپلواکه غېر دولتي ادارې انسټيټوټ فار ريرسرچ ،اېډوکېسي اېنډ ډوېلپمنټ مشر افتاب عالم ډيوه سره خبرو کې دکابینې لخوا دقانوني مسودې منظورېدل يوه غوره ګام بلي او وايي طمه لري چې په دغه مسوده کې به حکومت د هغوئ اندېښنې هم په پام کې ساتلې وي.

هغه وایي "مونږ غوښتل چې د صحافيانو په حواله کونسل کې ټولو اړوندو فريقېنو ته به نمایندګي ورکړي شوې وي. دې کونسل کې باید حکومت د یو ذمه وار فریق په توګه ناست وي خو کونسل دې دحکومتي کنټرول نه بهر وي"

هم دا راز د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري په خپل ټوېټ کې ويلي، ددې ترڅنګ د خلکو په جبري توګه د بې درکۍ عمل د فوجداري ګرځولو لپاره هم قانوني مسوده منظوره کړل شوې ده.

اسلام اباد کې په زور د بې درکه کړل شوو کسانو وکيل کرنل رېټاېرډ انعام الرحيم د جبري بې درکې د عمل جرم ګرځولو لپاره د قانوني مسودې دمنظورېدو ستاینه کوي او دا حکومت مهم ګام بولي.

ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي ،داسې قانون جوړول پکار دي چې دخلکو په زوره بې درکه کولو کې ککړو کسانو باندې عدالت کې مقدمې وچلولې شي او هغوئ ته سزاګانې ورکړل شي.

د پاکستان د بشري حقونو غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى په خپل کليز رپورټ کې وېلي تر ټولو زیات کسان په خېبر پښتونخوا کې بې درکه شوي او د دسمبر کال 2020م د وروستیو پورې په صوبه کې د بې درکه کسانو په اړوند د درج مقدمو ټوله شمېره 2492 ته رسېدلې ده.

پاکستان کې په مطبوعاتو په لګیدلو بندیزونو وخت په وخت امریکا او د صحافيانو نړیوالو تنظیمونو هم اندېښنې ښودلې دي.

په پاکستان کې فريډم نېټ ورک په خپل کلني راپور کې وېلي، چې کال د2020م دمئ مېاشتې نه تر اپریل پورې په میډيا او صحافيانو د حملو او نورو سرغړونو 148 پېښې رپورټ شوي او په دې موده کې دخپلو خدماتو ترسره کولو په مهال شپږ صحافيان وژل شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG