لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي افغانستان ته یې برامداتو کې 15 فيصدي اضافه شوې ده


د تجارت لپاره د پاکستان د وزير اعظم عمران خان سلاکار رزاق داود ویلي چې د روان مالي کال 2021م د اپریل او جولایي دمیاشتو په مهال افغانستان ته د پاکستان په برامداتو کې 15 فيصدي اضافه شوې ده او ددې حجم د 754 ميليونه ډالره نه 869 ميليونه ډالرو ته رسېدلی دی.

پاکستان کې اقتصاد پوهان اؤ د تاجرانو تنظيمونو وايي که په افغانستان کې امن راشي، د تجارت په لار کې اسانۍ راوستل شي او د قاچاق مخه ونيول شي نو د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت لا نور هم زياتېدی شي.

داقتصادي چارو دپاره دپاکستان د وزير اعظم عمران خان سلاکار عبدالرزاق داؤد په لسمه مئ په خپل ټوټټړ ليکلي چې دوئ خوشاله دي چې افغانستان ته دپاکستان برامدات د تير کال په پرتله پينځلس فيصده سېوا شوې دي.

رزاق داؤد ليکلي په برامداتو کې اضافه د سبزيانو،ميوؤ،غوښې، د بجلۍ سامان او نور ګڼ شمېر څيزونو په خرڅ کې د اضافې له امله شوې ده او سوداګرو ته پکار دي چې افغانستان ته خپل برامدات نور هم سېوا کړي.

دپاکستان دخزانې پخوانی وزیر عبدالحفیظ شیخ وایي دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دتجارت کچه لوړه ده خو د رسمي چوکاټ نه بهر دی اؤ هر کال دپاکستان څخه قابو لس لکه ټنه غنم افغانستان ته قاچاق کیږي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلی شیخ وایي که دتجارت لارې اسانې شي نو د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت نور هم زیاتیدی شي.

نوموړي زیاته کړه که چرې افغانستان کې امن راشي اؤ دقاچاق مخه ونیول شي نو دا فرصت شته چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ کلیز تجارت پینځه بیلینه ډالرو ته ورسیږي.

خو دپاکستان او افغانستان دګډې تجارتي خونې مشر یا چېرمین زبېر موتي واله دتجارت په اړوند حکومتي شمېرې ناسمې ګڼي او وائي د پاکستان او افغانستان ترمېنځه تجارت حجم په تيرو کلونو کې د دوه نيم بيلينه ډالرو نه زيات ؤ بيا دا يو نيم بيلين ډالرو ته راکم شو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه ممکنه تجارتي حجم پينځه بيلينه ډالره کېدې شي.


وي او ای ډيوه سره خبرو کې زبېر موتي واله وويل تر څو چې د دواړو هېوادونو تجارتي حجم د زوړ حجم نه په بره نه وي تلی ترهغې ورته په تجارت کې اضافه نشي ویل کیدای.

د اقتصادي چارو کارپوها سجاد خان وايي د مالي کال ۲۰۲۰م وړومبیو لسو مياشتو کې تجارتي حجم پينځلس فيصده زيات شوی دې خو که بلخوا وکتل شي نو هم د کال۲۰۲۰م دمالي کال دبرامداتو حجم د مالي کال ۲۰۱۹م په پرتله پينځويشت فيصده راکم شوی ؤ او په دغه حساب موجوده وخت کې هم د کال ۲۰۱۹م مقابله کې لس فيصده کمی موجود دی۔

دپښتونخوا دتجارتي اطاق پخوانی مشر ښاغلی فواد اسحاق وایي دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ تجارت زیات کیږي خو په دې وروستیو کې چې ایف ای ټي ایف دتجارت رسمي کولو دپاره دکاغذونو ډکولو کوم شرط اېښودی هغه وړو تاجرانو ته مشکل دی اؤ هغوئ یې ځپلي‌ دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG