لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسعودي د زکات د وریژو بوجۍ پښتونخوا کې په کوم غرض ویشل کیږي؟


دسعودي عرب دبادشاه کنګ سلمان دبشر دوستۍ او مرستې مرکز به د د روژې د زکات په اساس د پاکستان دپنجاب او خېبر پښتونخوا نهو ضلعو کې د وريژو بوجۍ ویشي.

ددغه پروګرام په هکله پاکستان په حکومت په سوشل ميډيا يا ټولنيزو رسنيو تنقيد کيږي او په اسلام اباد کې يو صحافي مطيع الله جان په سوشل ميډيا ددغه پروګرام لاندې پاکستان ته د ورکړل کېدونکو وريژو دبوجۍ يو عکس باندې ليکلي "په بوجۍ کې بند د پاکستان د عزت نفس مړی"

د پېښور يو وتلی خبريال او څيړونکی ذوالفقار علي هم وايي که د پاکستان تاريخ ته وکتل شي نو دې هیواد ته داسې رقم امداد د کلونو راهسې د سعودي عرب او نورو هېوادنو نه راروان دی.

ښاغلي ذوالفقار وایي سعودي عرب به په تېرو کلونو کې د قربانۍ څاروي او کجورې دلته مېشته افغان کډوالو ته رالیږل خو هغه وایي داسې رقم امداد سره د خلکو لوږه او غربت نه ختميږي بلکې دهغې د پاره اقتصادي او معاشي اقدامات کول پکار دي چې خلک په خپله په خپلو پښو ودريږي او خپله روزي وګټي.

"د دې شاته مقصد دخلکو لوږه يا غربت ختمول نه دي. دې سره د سعودي عرب دحکومت چې کوم مقام دی هغه لوړيږي زمونږ په ټولنه کې او بل دلته کې ټاکنې هم رانزدې کيږي نو د عمران خان ګوند (پي ټي ايي) د راروان الېکشن د پاره په خلکو کې خپل پروفایل جوړوي. چې په دې اساس هغه د خلکو نه ووټ واخلي. د دې هم دغه سياسي مقاصد وي"

د پښتنو د حقونو د تحفظ د پاره فعاله او د پارلېمان پخوانۍ غړې بشرې ګوهر هم وایي د يو ملک د فوځ سر لښکر او وزيراعظم سره دا نه ښايي چې د بل ملک د بادشاه نه امداد وغواړي او په زکات یا خیرات ترلاسه کولو د ملک اقتصادي مسلې نه حل کيږي.

هغه وايي داسې ښکاري چې سعودي عرب د دې وريژو دبوجیو د ویش دلارې د پنجاب او خېبر پښتونخوا هغه غريبو کورنيو ته ځان نور هم نزدې کول غواړي چې مخکې نه د مذهبي تندلاریتوب داغېز لاندې دي.

دهغې په وینا "دې کې مونږ ته کتل پکار دي چې دبلوچستان، سندهـ او ګلګت بلتستان خلک يې ولې پکې پرېښودي دي.ایا هلته غريبان نشته ؟ د دې يوه وجه کېدی شي چې سعودي عرب دلته د مذهبي تندروۍ کومه مرسته کوي نو دا په پنجاب او پښتونخوا کې چې کوم اور بل شوی دی نو هغې له هوا ورکوي"

خو دحکومتي ګوند تحریک انصاف سره تړاؤ لرونکی او وفاقي وزير مراد سعيد چې په اسلام اباد کې دسعودي عرب دسفارت خانې ددغه زکات الفطر پروګرام په يوه دستوره کې هم شريک ؤ ددې پروګرام په هکله د سوشل ميډيا د دغه تنقيد داسې ځواب ورکړی.

"څنګه چې جائېکا د جاپان يوه اداره ده او فلاحي کارونه کوي، څنګه چې د امريکې يواېس اېډ اداره ده، دغسې د يوکی يا برطانيې ډېفېډ اداره ده نو هم دغه شان د سعودي حکومت د خلکو د امداد د پاره يوه اداره ده د کنګ سلمان په نامه "

مراد سعید وایي "دوئ د دې پروژې پرانسته کړې وه. په پاکستان کې نهه ضلعې خوښې کړی شوې وې، کومې چې د غربت د کچې نه لاندې ژوند کوي او کومو ځايونو کې چې غربت ډېر دی. او دا امداد به څوک ورکوي؟ هم دغه د سعودي حکومت او سعودي د طرفه چې د کنګ سلمان په نامه باندې کومه اداره ده هغه به يې په خپله کور کور ته رسوي. وايي چې زکوات او فطرانه راغونډوي، نه پېسې راغونډول شته او نه بل څه شته"

د پاکستان تحريک انصاف حکومت په ملک کې د غريبو خلکو د مالي امداد لپاره د وړاندې نه د احساس په نوم یو پروګرام شروع کړی دی. خو د نورو هېوادونو نه مالي امداد هم اخلي.

خو څيړونکي وايي د غربت او لوږې ختمولو لپاره ملک کې دننه داسې اقتصادي ګامونه او اصلاحات پکار دي چې دلته خلک په خپلو پښو پخپله ودريږي او خپله روزي پخپله وګټي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG