لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا وبا سږکال داختر رنګونه پیکه کړي


سږکال دنړۍ مسلمانان دکوچني اختر ورځې په داسې حال کې نمانځي چې د نړۍ په زیاتره برخو کې دکرونا وایرس له امله لاک ډاؤن پځائ شوی اؤ په سترو اجتماعاتو اؤ دستورو بندیز پرځائ کړل شوی دی.

په سعودي عرب،افغانستان،دنړۍ ګڼ شمیر اسلامي هیوادونو،امریکا اؤ اروپا کې مسلمانان سبا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ کوچنی اختر نمانځي خو پاکستان کې به نن دمیاشتې لیدنې دولتي کمیټه داختر نمانځلو پرېکړه دمیاشتې دلیدلو په اساس کوي.

سږکال دنړۍ مسلمانان دکوچني اختر ورځې په داسې حال کې نمانځي چې د نړۍ په زیاتره برخو کې دکرونا وایرس له امله لاک ډاؤن پځائ شوی اؤ په سترو اجتماعاتو اؤ دستورو بندیز پرځائ کړل شوی دی.

دکرونا وبا له امله په خیبر پښتونخوا کې داختر په موقعه ټولې دسېلګرۍ سیمې ،بازارونه ،هوټلونه اؤ سینیماګانې تړل شوي،په سترو دستورو راجوړلو بندیز دی ، نوي فلمونه نه ریلیز کیږي خو سندر غاړو اختر دپاره خپلې نوې سندرې جوړې کړې دي.

دسعودي عرب دولتي ادارې د نهې په ورځ اعلان کړی ؤ چې داختر میاشت نه ده لیدل شوې ځکه نو وړوکی اختر ورځ به د پنجشنبې په ورځ وي اؤ په افغانستان کې هم مدام د سعودي عرب داعلان په اساس روژه اؤ اختر کولی شي.

پاکستان کې د تیرې ډیرې مودې راهسې دمیاشتې لیدلو پسر دمیاشت لیدنې دحکومتي اؤ غیر دولتي کمیټیو ترمنځ داختلافاتو له امله روژه اؤ اختر په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي خو سږکال دمیاشت لېدنې دولتي کمیټې اؤ حکومت هېله ښکاره کړې ده چې اختر به په یوه ورځ وشي.

دپاکستان دمیاشت لېدنې د دولتي کمیټې غونډه غونډه نن دچهارشنبې په ماښام اسلام اباد ته رابلل شوې ده اؤ په عین وخت کې به دپېښور په قاسم علي خان جومات کې هم دمفتي شهاب الدین پوپلزئ په مشرۍ دغیر دولتي کمیټۍ غونډه کیږي.

دمفتي شهاب الدین د کمیټۍ یو غړي مولانا حسین احمد مدني رسنیو ته ویلي که چرې هغوئ ته دمیاشتې د لیدلو شهادتونه ترلاسه شول نو پخپل سر به سبا د زیارت په ورځ د وړوکي اختر اعلان کوي.

هغه ویلي که چرې دولتي کمیټه دهغوئ سره تماس نیسي نو هر رقم مرستې ته ورسره تیار دي خو داختر اعلان یوازې دمیاشتې لیدلو د شهادت په اساس وي.

بل لوري ته په شمالي وزیرستان کې دمیاشت لیدنې دسیمه ییزې کمیټې داعلان په اسان نن د چهارشنبې په ورځ د وروکي اختر ورځ وړومبۍ ورځ نمانځل کیږي اؤ رسنۍ وایي کومو دیني عالمانو چې دغلته داختر اعلان کړی دهغوئ په ضد مقدمه هم درج کړل شوې ده.

پېښور کې میشت خبریال فدا عدیل وایي دا ځل د ټولې نړۍ په څېر پاکستان اؤ افغانستان کې هم د کرونا وبا له امله دنور کله په پرتله داختر رنګونه پیکه دي، په بازارونو کې داختر نه وړاندې دخلکو ګڼه ګوڼه نه لیدل کیده اؤ داختر په موقعه هم دپاکستان مهمو ښارونو کې یو شمیر بندیزونه اعلان کړل شوي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي په پاکستان کې حکومت داختر دنمونځ دپاره ځانګړې سپارښتنې کړي اؤ په خلکو یې غږ کړی چې دکرونا وایرس نه دځان ساتلو په غرض باید جوماتونو کې په مناسبه فاصله داختر نمونځ ته ودریږي،یو بل سره دې دلاسونو اؤ غیږو په ورکولو داختر مبارکۍ نه کوي، په مخ دې ماسکونه وتړي اؤ دځان سره دې له کوره جائ نمازونه یوسي.

هغه وایي په دې اختر خیبر پښتونخوا کې دسیلګرۍ سیمو ته په ورتګ بندیز لګول شوی ، دسورلیو ګاډي،سینیماګانې. هوټلونه اؤ ریسټورنټونه هم تړل شوي نو ځکه د اختر رنګونه به د نور کله نه پیکه وي.

سږکال که هر څو د وړوکي اختر په موقعه پاکستان کې نوي فلمونه نه ریلیز کیږي اؤ هم دمیلو ټیلو،سټیج شوګانو اؤ دساعت تیري دنورو سترو پروګرامونو تابیا نه ده نیول شوې خو بیاهم یو شمیر پښتنو هنرمندانو داختر دپاره خپلې نوې سندرې ریکارډ کړي دي اؤ دا سندرې به د ټولنیزو رسنیو دلارې خلکو ته وړاندې کوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG