لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا ته دپاکستان برامداتو کې 29 فيصدي اضافه شوې،علتونه یې څه دي؟


د تجارت لپاره دپاکستان د وزير اعظم عمران خان سلاکار عبدالررزاق داؤد ویلي چې د روان مالي کال 2021م په لمړو لسو میاشتو کې امریکا ته د پاکستان په برامداتو کې 29 فيصدي اضافه شوې ده او ددې حجم 4.1 بيلېىنه ډالرو ته رسېدلی دی.

څېړونکي وايي په داسې حال کې چې يورپي يونين د پاکستان د جي اېس پي پلس حیثیت ختمولو وینا کړې نوره هم اړيهن شوې چې پاکستان د امریکا سره خپلې تجارتي اړيکې ښې او کلکې وساتي.

ښاغلي رزاق داؤد تیره ورځ پخپل ټویټر لیکلي چې پاکستان د روان مالي کال داپریل اؤ جولایي میاشتو په منځ موده کې امریکا ته د څلور زره اؤ دوه نوي میلینونه ډالرو په ارزښت مصنوعات برامد کړي

هغه وایي دا امریکا ته دمصنوعاتو په برامد کې 29فیصدي اضافه ښایي ځکه چې دتیرمالي کال ۲۰۲۰م داپریل اؤ جولایي دمیاشتو منځومانه موده کې پاکستان امریکا ته 3173 میلینو ډالرو په ارزښت مصنوعات برامد کړي وؤ.

نوموړی زیاتوي چې دا د918 میلینونه ډالرو زړه پورې اضافه ده اؤ دکرونا وبا باوجود پاکستاني برامد کوونکي په دې اضافه کې بریالي شوي.

رزاق داؤ وایي امریکا پرله پسې دپاکستاني مصنوعاتو دپاره یوه مهمه منډهي ده.

مطبوعات وایي دچین دامریکا دجامو دمارکیټ نه د وتلو اؤ دهند څخه دکرونا وبا له امله د شیانو په رسد کې د راغلي ځنډ نه دپاکستان برامد کوونکو ګټه پورته کړې ده.

دپاکستان دمرکزي بینک دشمیرو له مخې یورپ اوس هم دپاکستان دپاره تر ټولو ستر مارکیټ دی اؤ د روان مالي کال دجولایۍ اؤ مارچ په میاشتو کې پاکستان ختیز یورپ ته د519میلیونو ډالرو،شمالي یورپ ته د1.98بیلینه ډالرو،جنوبي یورپ ته د1.4بلینه ډالرو اؤ لویدیز یورپ ته 2.81بیلینه ډالرو مصنوعات برامد کړي دي.

دپاکستان سوداګرو د اتحادیې مشر زبیر موتي واله وي او ای ډیوه ته ویلي پاکستان ته د برامد سیوا کولو دا فرصت دکرونا وبا له امله په لاس ورغلی دی اؤ په دې لړ کې یې دهند اؤ بنګله دیش ځائ نیولی دی.

هغه وایي یورپ اؤ امریکې ته دپاکستاني برامداتو د زیاتیدو نور فرصتونه هم شته اؤ دا چې اوس کوم د دوؤ بیلینو ډالرو حجم دی دا نور هم زیاتیدای شي.

پاکستان امریکې اؤ یورپي هیوادونو ته زیاتره دکپړې جوړ مصنوعات اؤ خدمات برامد کوي اؤ د زبیر موتي واله په وینا دې کې پنځوس فیصدي دکپړې مصنوعات شامل دي.

داقتصادي چارو څېړونکی اؤ دغیردولتي څېړنېزې ادارې ایس ډي پي ایي ایګزیکټیو ډایریکټر عابد قیوم سلهري وایس اف امریکه ډیوه ته ویلي امریکا اوس هم پاکستاني مصنوعاتو دپاره یوه مهمه منډهي ده.

هغه وایي په داسې وخت کې چې دیورپي یونین پارلیمان دپاکستان دجي ایس پي پلس بڼې ختمولو وینا کړې ده نوره هم ضروري شوې ده چې پاکستان امریکا سره خپلې تجارتي اړېکې پیاوړې وساتي.

امریکې اؤ یورپي هیوادونو ته دپاکستان په برامداتو کې دا اضافه په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې دپاکستان مرکزي بینک په دې وروستیو کې ویلي وؤ چې دکرونا وبا داغېزو له امله د روان مالي کال په وړومبیو نهو میاشتو کې دپاکستان خپلو نهو ګاونډي هیوادونو سره په برامداتو کې 5.7 فیصدي کمی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG