لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسېلګرۍ سیمو ته په ورتګ بندیز دهوټلونو کاروباریان ځپلي دي


د خېبر پښتونخوا دسېلګرۍ دځايونو ،هوټلو او رېسټورنټونو مالکان وايي د اختر په موقعه لاک ډاؤن يا ټول بنديز يې کارونه روګارونه اغېزمن کړي او د تاوان سره مخ دي.

خو حکومتي چارواکي وايي دغه ګام يي د کرونا وبا د مخنيوي په لړ کې پورته کړی دی.

دخېبر پښتنونخوا د سیلګرۍ دسيمې سوات دهوټلونو داتحادیې مشر زاهد خان وايي په دې اختر کې امکان ؤ چې درې لکه سيلګري دبهر نه سوات ته راغلي وی چې ورسره به دلته دځايي خلکو اختر هم راګرم شوی ؤ.

نوموړی وایي دټول بندیز له امله دڅلور سوؤ هوټلو او دسلګونو رېسټورنټو مالکان او نزدې پينځويشت زره کارکوونکي بې روزګاره شوي دي۔

زاهد خان وايي په سوات کې تر څلورو سوؤ پوري هوټلې دي تېر کال اختر کې دلته موجود د هوټلو مالکانو ته مزدورانو ته د تنخاګانو ورکولو، نوي فرنيچر او نورو اخراجاتو باندې نهه نيم اربه روپۍ زیان شوی دی او په مجموعي توګه د سوات معيشت ته نوي اربه روپۍ زیان په ټول کال کې رسېدلی،

زاهد خان وويل په دې سيمه کې د روزګار نورې کومې لارې نشته او په سېلګرۍ دبنديز له امله دلته روزګاريان او عام خلک د تاوان سره مخ شوي دي۔

د خېبر پښتونخوا حکومت د کرونا وبا دمخنیوي په غرض په خېبر پښتونخوا کې د اتم مئ نه تر شپاړسم مئ پورې لاک ډاؤن اعلان کړی دی۔

دپاکستاني مطبوعاتو ترمخه د خېبر پښتونخوا دسيلګرۍ سيمو سوات،کمراټ، ګليات او ناران کاغان ته په دې اختر کې نزدې د يوولسو لکو سېلګرو د ورتګ امکان ؤ کومو چې به څلوېښت اربو پورې روپۍ خرچ کولې خو د دفعه ۱۴۴ پرځايي کولو سره دغه سېلګري یادو سیمو ته د ورتګ څخه ايسار کړل شوي دي۔

د خېبر پښتونخوا دصوبائي اسمبلۍ دسېلګرۍ دقایمه کميټۍ غړی محمد ظاهر شاه وايي د روزګاريانو دغه مشکلات يې په نظر کې دي خو په تيزۍ سره دخوريدونکي وبا مخې نيولو د پاره په ګڼه ګوڼه جوړولو باندې بنديز ضروري ؤ.

د هوټلو او ريسټورنټونو کاروباریان وايي د اختر په موقعه لاک ډاون يي روزګارونه خراب کړې خو که راتلونکو ورځو کې په لاک ډاون کې نرمي اعلان شي او سېلګرو ته دغه علاقو ته د تلو اجازه ورکړل شي نو تاوانونه يي تر څه حده راکمېدی شي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG