لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ورځې پسر دکرونا دناروغانو دمړینې شمیره 50ؤ څخه په ښکته تللې ده


دتیرو دوؤ میاشتو راهسې راپدیخوا په لومړې ځل د کرونا څخه د مړو شوؤ کسانو شمېره د ۵۰ څخه ښکته شوې ده خو د طبې پوهانو وینا ده چې ددې د مخنیوې د پاره دې پر احتیاطې هدایاتو عمل وکړل شي او ویکسین دې ولګول شي.

پاکستان کې دکرونا دڅار ددولتي ادارې نیشنل کمانډ اینډ اپریشن سینټر د شمیرو تر مخه د کرونا څخه په تیر شواروز کې ۴۸ کسان مړه شوي او ۲۵۰۰ څخه زیات کسان د رنځ ښکار شوي دي.

د کرونا د مثبتو پیښو کچه ۸ ٪ ده خو د هیواد په بیلا بیلو ښارونو کې هسپتالونه اوس هم د فشار لاندې دي.

دمرکزي وزیر اسد عمر د اعلان تر مخه د مئ د ۱۶ نیټې څخه به د ۳۰ کلنو ځوانانو اؤ جینکو د پاره د ویکسین د رجسټریشن عمل هم شورو کړی شي خو د ویکسین لګولو عمل د سستې ښکار دی.

په اسلام اباد کې د ډائګنوسټک مشر ډاکټر رضوان اوپل وايي ویکسین تر لاسه کولو سره سره د ویکسین لګولو عمل کې به تندي راوستل وي.

هغه وایي"مونږ که چرې په راتلونکو ۱۰۰ ورځو کې ۷۰ میلینو خلکو ته ویکسین ولګوو نو ټولنه د کرونا څخه خوندې کیدې شي او د دې مطلب دا دی چې په ورځ کې به اوو لکو خلکو ته ویکسین لګول کیږي- دغه شمیرو ته رسیدو د پاره به هرې ځانګې ته کار کول وي چې ډیر ګران کار دی"

په امریکا کې د میرې لینډ یونیورسټۍ پروفیسر ډاکټر فهیم یونس د یوه ټویټ د لارې ویلي د پاکستان دسرکارې شمیرو تر مخه د کرونا د رنځورانو په شمیره کې ۶۱٪ کمی راغلی او اوس هم د ابادۍ په کچه په یو لک کې ۱۱ کسان د کرونا څخه اغیزمن کیږي.

هغه وایي پاکسان ته به دغه کچه په یولک کې تر ۵ کسانو پورې راښکته کول او د ویکسین لګونې عمل کې چټکتیا راوستل وي.

په هیواد کې تر اوسه ۸ لکه ۷۳ زره څخه زیات کسان ددې رنځ ښکار شوي او د مړو شمیره د ۱۹ زرو اؤ دریوؤ سوؤ څخه زیاته ده.

حکومت دکوچني اختر په مهال ټول هیواد کې لاک ډاؤن لګولی او د خلکو څخه یې خواست کړی چې اختر باید په کورونو دننه تیر کړي.

حکومت خپلو ته دکرونا وایرس نه دځان ساتنې دپاره بیلابیلې سپارښتنې هم کړې دي خو ویل کیږي پاکستان کې داختر په موقعه زیاتره خلکو دغه سپارښتنې له نظره غورځولې دي.

بل پلو ته د پنجاب د روزغتیا ادارې پي پي ایچ ار ایل د برتانیه پر ویب پاڼه تازه څیړنه خوره کړې چې تر مخه یې په پنجاب کې د کرونا یو شمیر قسمونه خواره دي چې پکې د برتانیې قسم تر ټولو زیات دی چې زیات خطرناکه بلل کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG