لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راتلونکو پینځوؤ کلونو کې به دپاکستان اقتصاد په کومه توله پاتې شي؟


د پاکستان چارواکي وايي د هېواد اقتصاد د ودې اړخ ته روان شوی دې وړتیا لري چې د نړیوالو اقتصادي ننګونو باوجود د شپږ فيصدي حساب سره په راتلونکو پينځو کلونو کې وده وکړي.

خو د اقتصادي چارو کارپوهان د حکومت دا خوشبيني بې ځایه او د حقيقت نه لرې بولي او د هېواد د موجوده اقتصادي اعشاريو په اساس وايي نه ګڼي چې اقتصاد به په تېزۍ سره په بره لاړ شي.

ورځپاڼه خلیج ټائمز دپاکستان دپاکستان دلوړپوړو حکومتي چارواکو اؤ اقتصاد پوهان له خولې لیکي چې په راتلونکو پینځوؤ کلونو کې به دپاکستان اقتصاد دشپږ فیصدي سره وده وکړي.

ورځپاڼه دپاکستان دمرکزي بینک دګورنر ښاغلي رضا باقر له خولې وایي چې راتلونکو کلونو کې به دهیواد داقتصاد وده لوړې کچې ته ورسیږي.

دپاکستان مرکزي بینک د روان مالي کال دپاره د درې فیصدي اقتصادي ودې اټکل کړی اؤ وایي‌ دا به په راتلونکي مالي کال 2021-22 کې څلور فیصدي ته ورسیږي.

ورځپاڼه د خزانې د نوي وزیر شوکت ترین له خولې وایي چې پاکستان به راتلونکو دوؤ کلونو کې دشپږ فیصدي اقتصادي ودې اړخ ته روان شي .

رپورټ کې د خزانې د مرکزي وزیر په حواله ویل شوي چې ایي ایم ایف دکرونا وبا له امله پاکستان ته په ورکړل کیدونکو شپږ اربو ډالرو پور باندې خبرو اترو ته تیار شوی دی.

ترین وایي مرکزي حکومت به نهه سوه میلیونه روپۍ دجولایي دمیاشتې څخه پیل کیدونکي مالي کال کې پرمختیایي بودیجې ته وباسي.

نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف دکال2022م دپاره دپاکستان په اقتصاد کې دڅلور فیصدي ودې پشنګویي کړې ده اؤ وایي احتمال دی چې روان مالي کال کې داسلام اباد داقتصاد وده یو اعشاریه پینځه فیصدي پاتې شي.

داقتصادي چارو څېړنګار ډاکټر شاهد حسن صدیقي وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي موجوده حکومت ته کال 2018م کې دتیرحکومت څخه داقتصاد وده پینځه اعشاریه پینځه فیصدي پاتې شوې وه.

هغه وایي موجوده حکومت دغه شرحه پخپل درې کلن دور کې دکال پسر یو فیصدي ته راکوزه کړه اؤ دا یو فیصدي وده د پاکستان دتاریخ تر ټولو ښکته کچه ده.

نوموړي زیاته کړه کله چې دا حکومت خپل پینځه کلن پائ ته رسوي نو په هغه مهال به دهیواد داقتصاد وده دتیر حکومت دپینځه اعشاریه پینځه فیصدي نه هم کمه وي اؤ داقتصادي ودې شپږ فیصدي ته د رسیدو هیڅ امکان نشته.

دمرکزي بینک ګورنر بیا وایي سږکال اقتصادي اعشاریې دکرونا وبا دننګونو باوجود ډاډمنې دي اؤ دا داقتصاد دپاره یو ښه زیری دی.

هغه وایي مرکزي حکومت دکرونا وبا په مهال داقتصادي ودې دپاره کاروباریانو ته دوه ټریلینه روپۍ دمحرک په توګه ورکړي.

ښاغلی رضا باقر وایي دمارکیټ نظام دایکسچینج ریټ ټاکنه کوي اؤ د ډالر په مقابله کې دا مهال د روپۍ ارزښت 153 روپۍ دی.

اقتصاد پوهه ډاکټر منظور هم وایس اف امریکه ډيوه ته ویلي ګرانه به وي چې راتلونکو کلونو کې دپاکستان دشپږ فیصدي کچې سره وده وکړي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG