لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سليم راز په حق ورسېد


saleem raz
saleem raz

وتلی پښتون دانشور، محقق، شاعر اديب او صحافي سلیم راز د 82 کالو په عمر کې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (17 مې) په حق ورسېدو، هغه د تیرو 40 ورځو راهسې د ورپېښې ناروغۍ له امله په کټ پروت وو.

پښتانه اديبان شاعران او استازان وايي د سليم راز نه يواځې په ادبي، بلکې په سياسي او صحافتي مېدان کې د پښتنو دپاره خدمات ډېر زیات او د هېرېدو نه دي.

په قايداعظم پوهنتون کې د پاکستان سټډيز د څانګې ډايريکټر حنيف خليل وايي، سليم راز د ادب، سياست او صحافت په مېدان کې قلم راپورته کړی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په ادبي مېدان کې د سلیم راز نظريات سياسي او صحافتي وو د هغوی تخلیقي ادب که شاعري ده، رپورتاژونه دي او که نور ليکونه یې په هغې کې يې سياسي سوچ او فکر موجود وو.

هغه زياته کړه د ارواښاد سليم راز سياسي تصور د طبقاتي لري بري او کمیونزم نه متاثره سياسي شعور د هغوی په هر کتاب يا په هر ليک کې موجود وو.

حنيف خليل وايي، راز د انجمن ترقي پسند مصنفين پاکستان سيکرټري جنرل او صدر پاتې شوی او د ياد انجمن نقطه نظر هم سياسي وو د طبقاتي يا د سرمايه دارانه نظام خلاف د محنت کشې طبقې جدوجهد دوی په ليک کې راوستی دی.

هغه وویل، سليم راز د صحافت په مېدان کې کالم نګار، خبريال او مدیریت دندې يې ترسره کړي دي. او هغه چې د کله نه قلم پورته کړی دی کل وقتي ليکوال، شاعر، صحافي او نظرياتی سیاست يې کړی دی.

په بلوچستان پوهنتون کوټه کې د پښتو څانګې استاز پروفېسر برکت شاه کاکړ وايي، حمزه شينواري چې په پښتو ادب کې د روايت او جديديت ترمنځ برج (پُل) وو د هغې وروسته چې کوم نسل راغلی دی، په هغې کې د سليم راز د يو نقاد په حېث بنیادي مقام وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ښاغلي کاکړ وويل سليم راز په شاعرۍ کې د مترقي، يا ډله ييز مبارزې طبقاتي جدوجهد غوره کړی او دغه پېغام يې پښتنو ته رسولی دی.

هغه زياته کړه د سلیم راز په نظم او شعر کې ډېر اهنګ، نوي علامتونه ، په زړه پورې استعارې او تشبهیات پښتو ادب ته ورکړي دي.

د سلیم راز زوی ارشد سليم وايي، سليم راز د اته پورې کتابونه چاپ او د 50 پورې کتابونه يې ناچاپ دي.

ارواښار راز په1987 کې اولنې پښتو کانفرس راجوړ کړی او بيا د هغه په مشرۍ په کال 2000 کې بل پښتو نړيوال کانفرنس راجوړ شوی وو.

ارواښاد سلیم راز خوشال خټک ادبي اېوارډ او پاکستان حکومت ورته د پرايډ اف پرفارمنس اېوارډ ترلاسه کړی او د څو ملکونو ادبي سفرونه يې هم کړي وو.

هغه ابتدايي زده کړې د چارسدې بيا د پېښور او د ډېره اسماعيل خان نه يې د ګرېجوېشن ډګري ترلاسه کړې وه.

سليم راز د چارسدې په سُکړ کلي کې زېږېدلی او هم هلته نن خاورو ته سپارل کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG