لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تجاران د پاکستان افغانستان تجارتي تړون ستايي خو وايي ځينې بدلونونه پکې پکار دي


د پاک افغان ټرانزټ ټرېډ په نامه د دواړو ملکونو ترمينځ تجارتي تړون د نورو شپږو مياشتو دپاره غځول شوی او د سرکاري اعلاميې دا موده به د روان کال 11 مې نه تر راتلونکو شپږو مياشتو دپاره وي.

د پاکستان د حکومت د ماليې د محکمې له لوري جاري کړل شوې اعلاميه کې ویل شوي چې د پاکستان مرکزي کابينې پريکره کړې چې د شپږ مياشتو لپاره نوره هم روانه تجارتي معاهده جاري وساتي.

په اعلاميه کې ویل شوي چې تردې وړاندې هم د روان کال په دويمه مياشت (فرورۍ) کې د دواړو ملکونو تر مينځ دغه تړون د درې میاشتو دپاره نوی کړل شوی وو.

د دواړو ملکونو تر مينځ د تړون نوي کېدو ته د بلوچستان ايالت تجاران په ښه نظر ګوري او وايي په دې تړون کې د مودې د نورې زیاتوالي سره ځيني نور بدلونونه پکار وو.

دچمن سوداګريزې خونې (چېمبر اف کامرس) پخواني مشر او دچمن دتجاﺭانو په استازيتوب په دغه دوه اړخيزه تجاﺭتي ناستو کې شرکت کونکی عبدالنافع اڅکزی وايي ددواړو دولتونو تر منځ دغه معاهده په اول ځل په 1965 کي لاس ليک شوه په وچه کې راګېر دولت افغانستان ته د سمندﺭ له لاﺭي تجاﺭت دپاﺭه پاکستان د خپلې خاورې کارولو اجازه ورکړه.

د اڅکزي په خبره له هغې وروسته په کال 2010 کې د ځينو بدلونونو پس دغه معاهده د دواړو دولتونو تر مينځ د 10 کالو لپاﺭه لاس ليک شوه.

هغه وويل په دې تړون کې د بدلون او د دې د پراخولو په موخه د دواړه ملکونو د چارواکو و تجارانو تر مينځ نهه وارې ناستې شوي دي.

عبدلنافع وايي د ﺭوان2021م کال په دويمه مياشت کې به دغه معاهده يو واﺭ بيا د لس کالو لپاﺭه لاس ليک کيده خو د دواړه ملکونو حکومتي چاﺭواکو تر مينځ په نورو بدلونونو راوستلو اتفاق ونه شو.

د بلوچستان ايالت تجاران وايي د دواړو ملکونو تر مينځ د تجارت له دې تړون څخه د دواړو ملکونو معيشت ته زياته ګټه ده، خو دغه تجاران وايي په تړون کې ځينې داسي تجارتي نقطې هم شته چې له پاکستان څخه ځينې شيان/سامانونه د تجارت په موخه افغانستان ته ځي او بيا بيرته پاکستان ته را کاقاچاک کيږې چې له امله يې د پاکستان معيشت ته زيان رسي.

د تجارانو په خبره چې د افغانستان حکومت د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې دا تړون نور اوږد کړي او افغانستان د پاکستان له لارې وهندوستان ته د تجارت لاره ومومي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG