لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه د يورپي يونين سفيرې ته: پاکستان غواړي چې د يورپي يونين سره قوي اړيکې ولري


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي، پاکستان غواړي چې د يورپي يونين سره قوي اړيکې ولري، نوموړي دغه خبره د يورپي يونين د سفيرې سره په ليدنه کې کړې ده.

د پاکستان د پوځ مشر د يورپي يونين د استازې سره ليدنه په داسې وخت کې کړې چې د اپرېل د مياشتې په وروستيو کې يورپي پارلیمان د پاکستان د مذهب د سپکاوي د قوانينو پرضد قرار داد منظور کړی وو.

په ياد قرار داد کې يورپي کمېشن ته لارښوونه شوې وه چې په پاکستان کې د مذهب په بنياد تشدد سېوا کېدو ته په کتو دې د پاکستان د جي اېس پي پلس ځانګړي حیثيت ته بیا کتنه وکړي.

يورپي يونين پاکستان ته په کال 2014 کې د جي اېس پي پلس حیثيت ورکړی وو په کوم کې چې پاکستان ته يورپي هېوادونو ته د رسايۍ ورکولو او په ټېکسونو کې رعايتونه ورکړی شوي وو.

د پاکستان پوځ د ګل/دوشنبې په ورځ (17 مې) ويلي د يورپي يونين سفيرې اندرولا کامينارا په پوځي مرکز جنرل هېډ کوارټر کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ليدلي دي.

ويل شوي په ليدنه کې په دوه اړخيزه ګټو، سيمې په امنيتي حالاتو او د افغانستان د سولې په وروستيو پرمختګونو خبرې شوي دي.

د پاکستان د پوځ په ليدنه کې ويلي، پاکستان د يورپي یونين اړیکو ته ارزښت ورکوي او غواړي چې د شريکو ګټو په اساس دغه اړيکې پراخه کړي.

پوځ ویلي يورپي سفیري د پاکستان ستاينه کړې چې په سيمه کې د سولې او ثبات او په ځانګړي ډول د افغان سولې په لړ کې يې مخلصانه هڅې کړي دي.

په يورپي پارليمان کې منظور شوي قرارداد کې ويل شوي وو چې يورپي کمېشن او د يورپ بهرني خدمتونه دې د دې خبرې جاج واخلي چې ايا د پاکستان د جي اېس پي پلس حيثيت په عارضي توګه ختمېدی شي که نه شي.

په قرارداد کې د پاکستان نه غوښتنه شوې چې د مذهب د سپکاوي قوانين ( 295B او C) دې ختم کړي او د ترهګرۍ ضد جوړ د 1997 په قانون کې دې بدلون وکړي چې د مذهب د سپکاوي د تورنو د مقدمو اورېدنې به د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې نه کيږي.

د يورپي پارلیمان په قرارداد کې ویل شوي وو چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون غلط کارول کیږي، او د مذهب د سپکاوي قوانين د نړیوالو بشري قوانينو سره په ټکر کې دي.

دغه قرارداد ته په غبرګون کې د پاکستان د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري ويلي په پاکستان کې د بشري حقونو د نړيوال کمېشن په لړ کې ځينې مسلې شتون لري خو د هغې په وزارت کې د تير حکومت په پرتله په دغه لړ کې ډېر کار شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG