لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان کې د وژل شوؤ څلورو میرمنو کورنۍ وایي حکومت ورسره خپلې ژمنې نه دي پوره کړي


په شمالي وزيرستان کي په 21مه فرورۍ د غير دولتي ادارې د وژل شوؤ څلورو ښځینه غړو کورنۍ وایي د مالي ستونزو سره مخ شوي او حکومت دې ورسره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

هغوئ وایي دوئ سره ژمنه شوې وه چې حکومت به ورسره دمالي مرستو ترڅنګ دکورنیو نورو غړو ته سرکاري نوکرۍ هم ورکوي خو په دې ژمنو تر اوسه عمل نه دی شوی.

په(21 فرورۍ) د شمالي وزيرستان په ميرعلي تحصيل کې څلور ښځې چې د يوې غېر دولتي ادارې سباؤن کار کوونکې وې نامالومو وسله والو په ډزو وژلي وې.

ددغو وژل شوؤ میرمنو تعلق تعلق دخیبر پښتونخوا بنو سیمې سره ؤ.

په 23مه فرورۍ د پاکستان پوځ ويلي وؤ چې د دغو څلورو ښځو په وژنه کې ککړ حسن خان نومې تن يې په عملیاتو کې وژلی دی.

په وژل شوو کې د يوې میرمنې خاوند نيکمت الله وي او اې ډيوه سره په خبرو کي وويل د غریبۍ د لاسه له بنو نه لرې وریا په يوه ناقراره سيمه کې په شپاړس زره روپو نوکري کوله او د کور خرڅ به یې پرې برابرولو.
هغه وویل تر دغه پېښې وروسته سخت مالې ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه دپينځوؤ مياشتو يوه ماشومه له موره پاتې شوې چې د دغې خرڅ خوراک ته هم زيات پرېشان شوی دی. خو تر اوسه حکومت خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

هغه وویل ېوازې اړونده غير دولتي ادارې د درېوؤ لکو روپو مرسته ورسره کړې ده او دحکومت لخوا چې د امدادي مرستو ترڅنګ دنوکرۍ وعده ورسره شوې وه ، دغه ژمنې لا په ژمنو پاتې دي.

په وژل شوو کې د دوؤ خوېندو ورور جاويد وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل د پېښې وروسته یې بوډاګان مور او پلار داسې حالت ته رسیدلي چې کله يو څه او کله بل څه وايي.

هغه وويل په دې پېښه کې تر اوسه دوئ سره انصاف نه دی شوی نه کسان معلوم شوي او نه قانون ته سپارل شوي.

ښاغلي جاوید زياته کړه د بنو د پوليسو د ډي ايي جي په دفتر کې دصوبې د پوليسو مشر ثناء الله عباسي د دوئ سره دشهدا پيکج ، هرې کورنۍ ته دیوې یوې نوکرۍ ورکولو او په دغه پېښه کې دککړو کسانو دقانون منګلو ته زر تر زره د راوستلو ژمنې کړې وې.

هغه وویل تر اوسه یې کورنيو ته یوازې پينځه پينځه لکه روپۍ مرستې ورکړل شوي او نورې ژمنې نه دي پوره کړی شوي.


هغه وایي له پېښې وروسته یې کورنۍ په یو شمیر مالي ستونزو کې راګیرې شوي اؤ نفسیاتي فشارونه پرې هم زیات شوي دي.

په 23مه فرورۍ دپاکستان پوځ ويلي وؤ چې د دغو څلورو ښځو په وژنه کې ککړ حسن خان نومې تن يې په عملیاتو کې وژلی دی.

د شمالې وزيرستان پوليس وايي د ښځو د وژلو د پېښې پلټنې روانې دي اؤ په دې وژنو کې تورن تن وژل شوی او تر دې پېښې وروسته پوځ څو ځله د استخبارتی معلوماتو په اساس عمليات کړي چې پکې ګڼ شمير وسله وال وژل شوي دي.

دسیمې یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وويل دوئ ته مالي مرستې ورکړل شوي او د نوکريو او نورو مرستو لپاره د صوبې اعلي چارواکو ته سپارښتنې ليږل شوې دي او د هغه نه چې څه لار ښونه وشي په هغې به عمل کوي.

دشمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په شمالي وزیرستان کې د وژل شوو څلورو ميرمنو معامله په پارلیمان کې هم پورته کړې وه.

او اسپېکر اسد قیصر ويلي وو چې باید د خیبر پښتونخوا حکومت د یوې اوونۍ دننه د دغو وژنو او په دغه اړوند د پلټنو په هکله جذیات پارلیمان ته وړاندې کړي
.
محسن داور وایي د څو میاشتو تیرېدو وروسته پارليمان ته صوبايي حکومت د دغه پیښې رپورت نه دی وراندې کړی او نه بيا سپېکر څه ځواب ترې غوښتی دی.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن هم د ښځو د وژلو د پېښې غندنه کړې وه او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته راوستلو غوښتنه يې کړې وه

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG