لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعبدالاکبر چترالي لخوا داسرایل په ضد دایټمي برید غوښتنې ته دڅېړونکو سخت غبرګون


پاکستان کې څېړونکو د هېواد په قامي اسمبلۍ کې دمذهبي ډلې جماعت اسلامي دغړي مولانا عبدالاکبر چترالي هغه بيان ته سخت غبرګون ښودلی چې پکې یې د اسرايل پرضد د جهاد اعلانولو او د هېواد د ايټمي وسلې کارولو غوښتنه کړې ده.

نامتو استاد او څېړنکار پروېز هود بهاي وايي د پاکستان په کور دننه د خپلو وګړو او اقليېتونو څخه د روان ظلم نه د نړۍ پام اړولو او د سياسي نمبرو جوړولو په غرض ځېنې قوتونه د اسرايل او فلسطين شخړه راپورته کوي.

د نړیوالو چارو ماهر ډاکټر سرفراز خان هم وايي که پاکستان په رښتیا د مسلمانانو خېر خواه وي نو پکار ده چې په افغانستان کې د مسلمانانو روان قتل عام ودروي او د افغان کشالې په هواري کې خپل مخلصانه کردار ولوبوي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ غزه کې په روانه جګړه د اسلامي نړۍ دننه که يوخوا د اسرایل خلاف د کرکې څرګندونې کېږي نو بلخوا يو شمېر اسلامي هېوادونو په دې اړه خاموشي خپله کړې خو ددې ترڅنګ د اسرایل نه د پاکستان کرکه هم نوؤ حدونو ته رسېدلې ده.

تېره ورځ د پاکستان په قامي اسمبلۍ دمذهبي ګوند جماعت اسلامي غړي مولانا عبدالاکبر چترالي د حکومت نه غوښتلي چې د اسرائیل پرضد د جهاد اعلان وکړي.

مولانا چترالي وویل د پاکستان سره داسرایل خلاف د جهاد پرته بله کومه لار نشته.

هغه په خپل هیواد پاکستان د اسرایل خلاف د جوهري وسلې د کارولو غږ هم کړی دی.

نوموړی وایي "دا اېټمي طاقت به کله پکار راځي. ایا دا مېزاېلونه او جوهري وسله د وړو د لوبو یا په عجاېب ګهر کې د ايښودو لپاره ده. مونږ سره د جهاد نه علاوه بله لار نه ده پاتې"

تر دې وړاندې دمئ په 17 نېټه د پاکستان قامي اسمبلۍ د مخالفو سياسي ګوندونو په ملاتړ د اسرایل خلاف د غندنې قرار داد هم منظور کړی او حکومت د وزير اعظم عمران خان په اجازه سبا له د جمعې په ورځ ګرد هېواد کې د اسرايل په ضد دمظاهرو اعلان هم کړی دی.

ددې ترڅنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د اسرایل او حماس ترمنځ د جګړې ودرولو لپاره سفارتي هلې ځلې هم شورو کړي او اوس مهال په نيويارک کې د فلسطین په معامله رابلل شوې د ملل متحده غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته رسېدلی دی.

قریشي وايي په فلسطین کې د روانې غميزې ودرولو دپاره باید چې ګډې هلې ځلې وکړل شي.

دنړیوالو سفارتي هڅو سربېره لا هم د اسرایل او حماس تر مېنځ غزه کې د جګړې ودرېدو نخښې نه ليدل کېږي.

نامتو استاد او څېړونکي پروېز هود باي ډيوه ته وايي هغه په خپله هم غزه باندې د اسرایل د بمبارۍ خلاف دی خو ددې دا مطلب نه دې چې ګني د اسرایل خلاف دې ايټمي وسله استعمال شي.

هغه وايي که پاکستان داسې وکړل نو د ناروا اقتصادي بندیزونو سره به مخ شي او اقتصاد به یې هم کښېني.


وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د اسرایل خلاف د جوهري وسلو کارول احمقانه خبرې دي.

هود بهاي بيا وايي د مسلمانانو سره هرځاى ظلم روان دی.پاکستان کې په خپله د شيعه هزاره ورولۍ خلک په وېره کې ژوند کوي او تر دې چې د خپلو کورونو نه هم بهر نه شي راوتلی.

نوموړی وایي چين کې ویغور مسلمانانو سره چې څه کېږي په هغې نه خو د پاکستان په اخبارونو کې څه ليکل کېږي او نه حکومت چېرته دا مسله راپورته کړې بلکې وزیر اعظم عمران خان وايي ددې مسلې نه خبر هم نه دی.

پروېز هود باي وايي "خو چې کله د مسلمانانو جذبات راپارول وي او خبره د سياسي نمبرو د جوړولو وي نو بیا پاکستان اقوام متحده ته ځي او کله د او ايي سي غونډه راغواړي. دوئ دا هرڅه د نمبرو جوړولو لپاره کوي او ښکاره ده چې دوئ د مسلمانانو خواخوږي نه دي"

دا راز د پخواني استاد او د نړیوالو چارو څېړونکی ډاکټر سرفراز خان وايي د ظلم او جبر خلاف په ملل متحده او نورو نړيوالو فورمونو باندې غږ راپورته کول سم کار دی خو وايي د مخصوص ملک خلاف د خپلو خلکو په زړونو کې کرکه پېدا کول او د اېټم د استعمال خبرې د فلسطینیانو او مسلمانانو په ګټه نه دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي پاکستان د فلسطین سره هیڅ ښه نه شي کولی ولې چې نه خو د فلسطين سره پوله لري او نه فلسطين د پاکستان نه عسکري مرسته غوښتې ده.

هغه وايي "که پاکستان رښتيا د مسلمانانو خواخوږی وي نو باید چې په افغانستان کې د مسلمانانو وژنه ودروي او د افغان جګړې په حل کې خپل مخلصانه کردار ولوبوي. دا نورې خبرې تشه لفاظي ده"

د اسرایل خلاف د پاکستان د پارليمان د غړو دا وېناوې د تېر اتوار په ورځ ملل متحده کې د پاکستان د سفير منير اکرام د هغه بیان وروسته راغلي چې پکې هغه دملګرو ملتونو دامنیت په شورا کې د جنګي جرمونو د تور لاندې د اسرایل ذمه وار ګرځولو دپاره د ګامونو پېل کولو غوښتنه کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG