لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحافظ حمدالله وګړتوب:عدالتي فیصلې دپاکستاني ادارو مخ ته هنداره نیولې،څېړونکي وایي


داسلام اباد هایکورټ لخوا دپاکستان دپوځ دیو زلمي افسر دپلار اؤ دپاکستان دپارلیمان دپخواني غړي حافظ حمدالله دپاکستاني وګړتوب پځائ کولو پرېکړه څېړونکي دپاکستاني ادارو لخوا دسیاسي انتقام اخستنې په اساس دهیواد د ائین اؤ قانون چقولو یوه بدرنګه بېلګه بولي.

اسلام اباد هایکورټ تیره ورځ دپاکستان دشناختي کارډونو اؤ پاسپورټونو دقامي ادارې نادرا هغه پرېکړه ناچله ګرځولې وه چې تیر کال یې دحافظ حمدالله دپاکستان وګړتوب ختم کړی اؤ دهغه قامي شناختي کارډ یې منسوخ کړی ؤ.

دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړی محسن داوړ وایي هرڅو که دپاکستان عدالتونه هم په بشپړ ډول له فشارونو ازاد نه دي خو بیا هم کله کله داسې یوه نیمه فیصله ترې مخې ته راشي چې هغه دپاکستان دادارو مخ ته دهندارې نیولو برابر وي اؤ په دې فیصله هم دپاکستان ادارې دشرم اؤ رسوایۍ سره مخ شوي دي.

وتلی خبریال سلیم ساپی وایي د حافظ حمدالله پلار قاري ولي محمد د اویایمې په کلیزه کې دپاکستان دیو سرکاري سکول څخه ریټائرډ شوی، زوئ یې شبیر احمد دپاکستان پوځ کې دسیکینډ لیفټننټ په عهده خدمات ترسره کوي اؤ پخپله حافظ حمدالله دکال ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۶م صوبایي وزیر اؤ بیا سینیټر پاتې شوی اخر څنګه هغه غیرملکي وګړی ګرځول کیدای شي؟

پخپل یو ټويټ کې سلیم ساپي پوښتنه کړې ده چې “دا هیواد دی اؤ که ښار ناپرستان ؟”

دنادرا لخوا دهغه د وګړتوب ختمولو وروسته حافظ حمدالله ویلي وؤ د ده جرم دا وو چې رښتیا به یې ویل او د ائين د بالادستۍ خبره بې یې کوله.

حافظ حمدالله په ټيلي ویژن کېدونکو سیاسي بحثونو کې مدام سیاست کې دپوځ دکردار سره مخالفت ښودلی اؤ دائین اؤ جمهوریت په پلوۍ ډاډه څرګندونې کوي.

دنادرا لخوا دهغه دغیرملکي وګړي ګرځول کیدو سمدستي وروسته دپاکستان دمیډیا دڅار دولتي ادارې پیمرا په پاکستاني میډیا دهغه په خبرو اترو بندیز لګولی ؤ.

د نادرا چارواکو اسلام اباد هایکورټ ته ویلي وو، دهیواد استخباراتي ادارو و 2018م کال د دسمبر پر 12مه یو رپوټ خپور کړی وو، چې په هغه کې یې حافظ حمدالله د افغانستان وګړی ګڼلی وو او په یو بل رپوټ کې یې د هغه اسناد جعلي بللي وو.

خو د حافظ ثناء الله د وګړتوب ختولو په اړه دقضیې اوریدنې په مهال داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله دنادرا دچارواکو څخه پوښتنه کړې چې داستخباراتي شبکو رپورټ ته نادرا څنګه نیغ په نیغه کتنه کولی شي؟

مشر قاضي ویلي چې وګړتوب تر ټولو ستر اساسي حق دی اؤ نادرا دچا د وګړتوب ختمولو واک نه لري.

دخپل وګړتوب ختمیدو په اړه غبرګون کې حافظ حمدالله وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ “پاکستان یې په شهریت ډرون حمله کړې ده”

هغه ویلي وؤ “د خپل افغانیت نه انکار نه شم کولی،افغان یم، افغان ؤم، افغان به یم"

دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر اؤ دپاکستان دقامی اسمبلۍ غړي محسن داوړ دحافظ حمدالله د وګړتوب ختمولو عدالتي پرېکړه ستایلې اؤ وایي دې پرېکړې دپاکستاني ادارو مخ ته شیشه یا هنداره نیولې ده.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي محسن داوړ ویلي په پاکستان کې چې هرڅوک دپوځ اؤ اسټیبلشمنټ دکړنو سره اختلاف کوي نو هغوئ دقابو کولو په غرض په هغوئ د دروغو مقدمې جوړیږي،شناختي کارډونه یې بلاک کولی شي اؤ حتی دحافظ حمدالله په څېر یې دهیواد وګړتوب ختمول کیږي.

نوموړی وایي” دوئ داسې دشرم ډک اقدامات وکړي چې وروسته پرې پخپله رسوا شي ،خو پر شرم یې څه کار نشته”

دهغه په خبره د” خړ کمر پېښه کې پینځلس بېګناه کسان دوئ پخپله ووژل اؤ مقدمې یې زمونږ په ضد درج کړې اؤ بیا وروسته پوهیدل نه چې دا مسله اوس څنګه هواره کړي اؤ څنګه په ځان پردې را واچوي”

محسن داوړ وایي هر څو که دپاکستان ادارې دخپل نظر مخالفین په فشارونو اؤ داسې ناوړه حرکتونو غلي کول اؤ دفشارونو لاندې راوستل غواړي خو دوئ ته نه ده معلومه چې دنړۍ په کچه یې پخپلو داسې عملونو هیواد څومره غیرمهذب اؤ سپک کړو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG