لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزی: په افغانستان کې نسل کشي روانه ده طالبه تر کومې به افغان وژنې کيږي


محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د افغانستان جنګ د نسل کشۍ شکل اخستی دی، د افغانستان جنګ د نړۍ يواځينی جنګ دی چې د نړۍ ټولو انسانو پکې برخه اخستې د جهان ټول ملکونه پکې ګډ شوي دي، اوس د طالبانو مشرانو ته وايو چې هر څوک دي دا نسل کشي دې بنده کړي.

په کوټه کې د خپل ګوند د پخواني مرستيال مشر عبدالرحيم مندوخېل د څلورم تلين دستورې ته په وېنا کې وويل، "د اقوام متحده سيکیورټي کونسل به د افغانستان په ګاونډيانو فشار اچوي چي د افغانستان د خودمختارۍ په لړ کي د هغوي لاسوهنه بنده کړي، که نه وي بيا نه پاکستان، ایران او نه هم هندوستان پر امنه پاته کېدلی شي".

محمود خان اڅکزي وویل، "نن په نړۍ کې ځناور هم په حساب ښکار کول کيږي خو د پښتنو نسل کشي بې حسابه روانه ده".

هغه وويل چي د ملګرو ملتونو سيکيورټي کونسل دا فرض جوړيږي چي افغان ځواکونو نور هم تکړه او پياوړي کړي، چي افغانستان د ګاونډيانو د مداخلې خلاص شي، بيا به د نړۍ امن او د سيمي امن منځ ته راځي.

هغه وويل، "د افغانستان جنګ د افغانستان د خودمختارۍ په ختميدو شورو شوی، د افغانستان د خودمختارۍ د دفاع په لړ کې به ختميږي، چي د هغه ګارنټي به جهان و افغانستان ته د همسایه ګانو د مداخلې بندولو له لاري ورکوي".

ښاغلي اڅکزي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او قومي اسمبلۍ غړي علي وزير د بنديوان کولو په اړه وويل، "علي وزير ته په رشتيا ويلو سزا ورکوي او په بند کي يې ساتلی دی، که هغه خوشي نه شي مونږ په ټول وطن کي د هغه د ملګرو سره يو ځاي تحريک چلولو ته چمتو يو".

نوموړي زياته کړه "دا يو حقيقت دی چي زمونږ د خلکو و افغانستان ته تګ راتګ بندولو له لارې زمونږ معاشي قتل عام لپاره لارې جوړيږي او زموږ د خلکو کاروبار د کرنل صاحب په قبضه کي ورکوي، چي موږ يې په هيڅ ډول نه منو".

هغه وويل، "ډيورنډ لاين به زمونږ د اولس د تګ راتګ لپاره خلاص وي، زموږ خلک فېرنګي هم نه کړو بند، تاسو يې هيڅکله نه شئ بندولای، ځکه زمونږ د قبيلو تر ډيرو د ډيورنډ دواړو خواوو ته پرته ده. نړۍ د ځناورو پر تګ راتګ هم پابندي نه لګوي، د پښتنو په تګ راتګ پابندي به ولي لګيږي ".

هغه زياته کړه، په پاکستان کي به پښتانه د پنجاب، سيند او بلوڅو په شان په يوه وحدت کي متحده صوبه لري، د ژوند په ټولو چارو کي به سيال او برابر حيثيت لري. که نه موږ هيڅکله د غلام په توګه دلته اوسيدل نه غواړو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG