لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن:دمذهبي ډلې په کاروان بمي برید کې شپږ تنه وژل شوي،اته ژوبل


دبلوچستان ایالت په سرحدي ښار چمن کې دیوې مذهبي ډلې په کاروان بمي برید شوی چې پکې شپږ تنه وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

پولیس وایي ددې برید هدف دجمعیت علماء اسلام (نظریاتي) ډلې مشر مولانا عبدالقادر ؤ اؤ چاودنه کې هغه پخپله هم معمولي زخمي شوی خو ګاډي ته یې سخت زیان رسیدلی دی.

دا چاودنه دجمعې په ورځ هغه مهال شوې دیادې مذهبي ډلې لخوا داسرایلو په ضد اؤ دفلسطین په ملاتړ لاریون ویستل شوی ؤ .

سرچینې وایي چې کله د لاریون اؤ جلسې نه وروسته مولانا عبدالقادر لوني بیرته خپلې سیمې ته ستنیدو نو په لاره کې یې په موټري کاروان چاودنه وشوه.

دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او جعفر خان ویلي چاودیدونکي مواد په یو موټر سائیکل کې ځائ پرځائ کړل شوي وؤ اؤ دګاډو د کاروان ترڅنګ چؤل شوي دي.

هغه وایي دپېښې په اړه پلټنې روانې دي اؤ ډير زر به پولیسو ته مهم شهادتونه په لاس ورشي

دپېښې څخه وروسته په ګڼ شمیر امنیتي چارواکي اؤ مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ‌ چاودنه کې مړه شوي اؤ ژوبل شوي کسان یې روغتون ته رسولي دي.

دپولیسو سرچینو وي او ای ډیوه ته پخلی کړی چې دې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

دجمعیت علماء اسلام(نظریاتي) دبلوچستان ستر سکتر قاري مهر الله میډیا ته ویلي دلاریون څخه دمخه هغوئ ډپټي کمشنر نه دامنیت غوښتنه کړې وه خو دوئ ته انتظامیې هیڅ رقم امنیت نه ؤ ورکړی.

سیمه ییزې انتظامیې په دې اړوند څه نه دي ویلي.

په سمدستي توګه ددې پېښې پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو بلوچستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت په سیاسي مشرانو،امنیتي عسکرو اؤ مدني فعالانو مرګوني بریدونه اؤ بمي چاودنې شوي چې په سوؤنو کسان پکې وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG