لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې داحتساب په ملي اداره حکومت اؤ اپوزیشن دواړه ټکونه کوي


دپاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي د احتساب اداره غبن یا بدعنوانۍ په مخنيوي کې ناکامه شوې ده.

بلخوا د احتساب عدالت په حکم دپنجاب حکومت د پخواني وزير اعظم نواز شريف ملکيتي زمکه نيلام کړې ده.

وړاندې نه حکومت مخالف ګوندونه په نيب او حکومت داحتساب په نوم د مخالفو سياستمدرانو په ضد دانتقامي کارروائيو تورونه لګوي .

مخالف ګوندونه دپوځ دپخواني جنرال او د سي پيک اتهارټۍ دمشر عاصم سليم باجوه بهرنيو هيوادونو کې د اربونو روپو دپنګو اؤ جایدادونو لرلو دخبر په سر څه ګامونه نه اخستی کیدل داحتساب په معامله کې د توپير لویې مثال بولي.

د جمعې په ورځ اسلام اباد کې يوې غونډې ته د وينا په وخت وزير اعظم عمران خان ويلي ګاونډي هيواد چين کې ٤٠٠ نه زيات وزارتي څوکیو باندې پاتې شوؤ کسانو ته د غبن په تورونو سزاګانې وړکړل شوې دي او پاکستان ته پکار دي چې دې نه زدکړه وکړي.

وزير اعظم وويل پاکستان کې داحتساب اداره درويشت کاله وروسته هم بدعنوانۍ ختمولو کې ناکامه ده او لویې علت یې دادى چې پاکستان کې د طاقتورو پځائ کمزوري خلک په نخښه کيږي.

وړاندى نه د مخالفو ګوندونو ایتلاف پي ډي ايم په وزير اعظم عمران خان او نيب د احتساب په نوم د مخالفه سياستمدارانو دځورولو تورونه لګولي خو نيب او حکومت دا الزامونه بيځايه بولي.

هم تيره ورځ پنجاب حکومت داسلام اباد داحتساب عدالت په حکم ياد عدالت ته دنه حاضريدو پسر دپخواني وزير اعظم نواز شريف په شيخوپوره کې ملکيتي ٨٨ کنال زمکه نيلام کړې ده .

دپاکستان اعلى عدالتونه هم وخت په وخت د نيب په کارکردګۍ ټکونه کوي او سپريم کورټ دا دپوليټکل انجينيرنګ يا سياسي وفادارو بدلوولو اداره ګرځولې ده.

د احتساب دقانون ماهر شاه خاور ايډوکيټ د وزير اعظم عمران خان بيان د نيب لپاره شرموونکى بولي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کى هغه ویلي نيب خپل باور بايللى دى ځکه وخت راغلى چي حکومت او مخالفه ګوندونه په ګډه د نيب دقانون لانجمنې برخې ختمې کړي او نوى قانون جوړ کړي.

مخالفه ګوندونه دپوځ دپخواني جرنيل او دپاکستان اؤ چين داقتصادي لارې دجوړولو د پروژې دمشر عاصم سليم باجوه په بهرنيو هيوادونو کې د اربونو روپو په پټ جایداد اؤ پنګو لرو دنیب غلي پاتې کیدل پاکستان کې د احتساب په معامله د توپير یو ستر مثال بولي.

د تير اپريل میاشت کې ميډيا سره دخبرو په وخت د مسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز ويلي وؤ تر څو چې باجوه عدالت کې په خپل د ارپونو روپو دغبن دلګیدلو تورونو سپيناوى ونه کړي تر هغې پاکستان کې داحتساب عمل ته روڼ انده نه شي ويل کيدای.

خو عاصم سليم باجوه دا تورونه بې اساسه او دا هغه د خاندان بدنامولو هڅه بولي.

ددې ترڅنګ دپوځ د استوګنې د ادارې ډي ايچ ای د زمکو د نيولو قضيه لاهور هاي کورټ کى دوام لري.

د زيارت په ورځ عدالت د لاهور هاي کورټ په زمکه د ډي ايچ ای د ملکيت په اړه د رجسټرار خط رد کړى او مشر قاضي ويلى دا قانوني حيثيت نه لري.

هاي کورټ د رحسټرار دفتر ته د زمکې ريکارډ وړاندى کولو سره د ډي ايچ ای وکيل ته د قضيي راتلونکې اوونۍ کيدونکې اوريدنه باندې د ځواب ويلو امر کړی دی.

تيره اوريدنه باندې مشر قاضي قاسم علي خان پوځ ته قبضه ګروپ ويلي وؤ چې په دې دډي ايچ ای وکيل بيا دريځ خپل کړى و چې د مشر قاضي په خبره پوځ کې ناقراري ده خو مشر قاضي دخپلو څرګندونو دبيرته اخستو نه انکار کړى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG