لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:دماین چاودنه کې دوه دسکول ماشومان ژوبل شوي


د شمالي وزيرستان په سپین وام کې دماين چاؤدنه شوې چې پکې دوه تنکي هلکان ژوبل شوي دي .

د شمالي وزيرستان پوليس د ماين چاؤدنې پېښه تائیدوي چې پکې د شپږم او اووم ټولګيو د سکول دوه زدکوونکي ژوبل شوی او روغتون ته منتقل کړی شوی دی، خو د هلکانو د روغتيايي حالت په اړه پوليس څه نه دي ويلي.

د شمالي وزيرستان پوليس وويل دا پېښه پرون(جمعه) غرمه د سپین وام تحصیل کیتهو خوړ کې هغه مهال شوې ده چې دا زده کوونکي د سکول له رخصتۍ وروسته کور ته روان وؤ.

پولیس وایي دغو هلکانو ته دتګ په مهال په خوړ کې د لوبو یو څیز په لاس ورغلی ؤ. او هغه شی ورباندې چاودیدلی دی.

پولیسو وویل دا رقم چاودیدونکي مواد د غرونو یا افغانستان نه د باران اوبه راوړي.

پېښه کې د ژوبل شوؤ ماشومانو تره امیر نواز ډیوه ته ویلي دوئ د یو شخصي سکول زده کوونکي دي او د کور سره نزدې په لار کې پرې دا ماين چاؤدلی دی.

هغه وویل له چاودنې وروسته ماشومان وړومبی میر علي او بیا دبنو روغتون ته یوړل شول خو هلته یې د درملنې نه کیدو له امله پېښور ته روان وؤ خو د کرک سیمې نه بیا بیرته د بنو فوځی روغتون ته وغوښتل شول چې اوس مهال یې هم هغه ځائ کې درملنه روانه ده.

هغه وویل یو ماشوم نه چاودنه کې دواړه لاس پرې شوي او دخیټې عملیات یې شوي دي او دبل ماشوم سترګې زخمي شوي دي.

هغه زیاته کړه دوئ یوې بې وزله کورنۍ سره تړاؤ او دا دوه ماشومان هم ټول عمر لپاره معذوره شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] فعال عید الرحمن وايي دوی چې په وزيرستان کې د ماين چاؤدنو د څومره پېښو ريکارډ رايوځای کړی په تېرو درې کلونو کې دې کې نزدې د 300 پورې ښځې او ماشومان په دغو پېښو کې مړې شوې او معذور ه شوي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وويل دا غریب خلک دي چې وروسته بیا د علاج توان هم نه لري او نه بیا دوئ سره کومې مرستې شوي.

په یاده سیمه کې درې ورځې وړاندې هم د زمکني چاودنه شوې وه چې پکې څلور ماشومان ژوبل شوي وؤ.

د پي ټي ایم فغال عید الرحمان وايي د پي ټي اېم په لومړو غوښتنو کې د ماینونو پاکولو غوښتنه شامله وه او اوس هم د ماينونو پاکولو غوښتنه کوي ځکه چې په علاقه کې هم دغسې پېښې پرله پسې رامنځته کیږي.

پوليس او پوځ په خپله مني چې په علاقه کې نزدې په اوونۍ کې د ماين چاؤدنې پېښه کيږي او نه يواځې عام خلک بلکې پوځي سرتيري هم پکې په خپله په هدف کيږي.

د پوځ وياند میجر جنرل بابر افتخار د فرورۍ په میاشت کې د ردالفساد عملیاتو دڅلورږ کالږ په پوره کیدو میډیا ته ویلي ؤ، په قبايلو ضلعو کې په ردالفساد کې د ماين پاکولو په کار کې د 72 کلوميټره نه زياته علاقه پاکه کړی شوې ده چې پکې دوه سرتیري وژل شوي او 119 ژوبل شوي دي .

په دغه لړ کې ډېر کار شوی دی او په 42 فيصده علاقه کې اوس هم کار روان دی. او تراوسه پورې 48زره ماينونه ترلاسه کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG