لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا دبرخې څومره اوبه پنجاب اؤ سندهـ کاروي؟


پاکستان کی د پنجاب او سندهـ صوبو ترمنځ د اوبو په برخه شخړه راولاړه شوې خو په خیبر پښتونخوا کې د صوبائي اسمبلې غړي او پوهان وايي خیبر پښتونخوا د دیرشو کالو راهسې د خپلې برخې د اوبو نه محرومه ده.

دوئ وایي دخیبر پښتونخوا دبرخې درې میلیونه ایکړه اوبه سندهـ او پنجاب صوبې کاروي چې دکال په حساب یې شپږ اربه روپۍ جوړیږي.

دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی احمد کنډي وائي په کال ۱۹۹۱ کی د ټولو صوبو تر منځه لاس لیک شوي د اوبو د ویش په تړون کې خیبر پښتونخوا ته د کال په سر ۸.۷۸ میلينه ایکړه فوټه برخه ورکړل شوې خو په صوبه کې یوازی ۵.۷۸ میلينه ایکړه اوبه کارول کیږی او دری میلینه ایکړه فوټه اوبه پنجاب او سندهـ صوبې کاروی او ددې اوبو د یو کال رقم شپږ اربه روپۍ جوړیږي.

احمد کنډي وائي په کال ۲۰۰۰م کې مرکزی حکومت په اباسین څلور د نهرونو پروژې اعلان کړې وې چې پکې د تهل کنال په نوم د پنجاب ،ریني کنال د سندهـ صوبې او کچی کنال دبلوچستان صوبې دپاره مکمل شوي او د خیبر پښتونخوا چشمه لیفټ کنال داسې نامکمله پروت دی.

ورځپاڼه ډان په خپله اداریه کې وائي د سندهـ او پنجاب صوبو ترمنځ لا د اوبو په زیاتو او کم استعمال ستونزه روانه ده او د قامي اسمبلۍ د اوبو قايمه کمیټي دې ته کتنه کوي.

د ورځپاڼې وینا ده چې د موسمي بدلونونو له امله په پاکستان کی د خریف د فصل دپاره د اوبو ضرورت د ۱۰ فیصدي نه ۳۰ فیصدي ته زیات شوی او دمودو راهسې روانه د اوبو د کمي ستونزه په دې وجه هم نه هواریږي چې په کال۱۹۹۱ کې د اوبو په لوظنامه کې صوبو دپاره داوبو کومې برخې منل شوي هغه هومره اوبه په سیندونو کې نشته.

ورځپاڼه زیاتوي ځېنې صوبې د اوبو د بندونو مخالفت هم کوي او دا ستونزه په بندونو جوړولو هواریدی شي.

په خیبر پښتونخوا کې د اړونده چارو څیړن کار اکبر هوتي وی او ای ډیوه ته وائي د اوبو په معاهده کې خيبر پښتونخوا سره انصاف نه دی شوی بیا هم دا د ارسا ذمه واري ده چې صوبو ته د هغوئ حق ورکړي.

اکبر هوتي وايي په پاکستان کې د اوبو د خوندي کولو ځانګړی نظام نشته او باید چې د بارانونو او سیندونو اوبو خوندي کولو دپاره بندونه جوړ کړی شی نو دا اوبه به د اوبه خور دپاره په کار راشي او بجلي ترې هم په ارزانه بيعه جوړیدی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG