لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجاني خیلو جرګې بیا حکومت ته داحتجاجي پرلت خبرداری ورکړی


دجاني خیلو جرګې خبرداری ورکړی چې که چرې د دوئ سره په شوؤ ژمنو عمل ونه شو نو یو وارې به بیا پرلت مات کړي.

تیره ورځ د جاني خیل قبېلې جرګه راغوښتل شوې وه چې پکې د هغو ژمنو جاج اخستل شوی چې حکومت ورسره په لوظنامه کې کړي دي.

جرګه کې ویل شوي جاني خیلو سره د حکومت دشوې لوظنامې دوه میاشتې وشوې خو دوئ په سیمه کې د وسله والو ډلو خلاف د عملي ګامونو په لړ کې څه پرمختیا نه ویني.
حکومتي چارواکي وايی د جاني خیلو په اندیښنو او تحفظاتو خبر دي اؤ دهغوئ د غوښتو نه هم سیوا کار شوی او زر به د دوئ ټول تحفظات لرې کړي.

د بنو په جاني خېلو کې د څلورو تنکیو هلکانو مړي د مارچ په 22مه نېټه موندلی شوي وو چې عمرونه يې د 12 نه د 18 کلونو پورې وو،

د وژل شوؤ شوو هلکانو د خپلوانو په وینا دا هلکان د موندلو نه 20 ورځې وړاندې د ښکار دپاره وتلي او بيا يې مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي چې تشدد پرې شوی او ښخ کړی شوي وو.

د يادې پېښې پرضد جاني خيلو احتجاجي پرلت پېل کړی ؤ، وژل شوو هلکانو ته د انصاف، د شهدا پېکج او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د مالومولو او د قانون منګولو ته سپارلو سره د علاقې نه دټولو وسله والو لرې کولو او رياستي عملدارۍ په ځای کولو کولو غوښتنې یې کولې.

د غوښتنو نه منل کیدو وروسته په 28م مارچ پرلت کوونکو د مړو سره اسلام اباد پله پېدل لاريون پېل کړی ؤ. خو وروسته له هغې یې دغه لاریون وځنډولو چې د صوبې اعلي وزیر محمود خان د دوئ دغوښتنو منلو باور په لیکلې بڼه ورکړو.

د جرګې یوه مشر ډاکټر ګل عالم وویل د دوئ درې غوښتنې دي د وژل شوؤ تنکيو هلکانو په وژنه ککړ کسان دقانون منګلو ته راوستل او سختې سزا ګانې ورکول.بې درکه شوي کسان خوشي کول یا عدالتونو ته وړاندې کول او علاقه کې د هر قسمه بد امنۍ مخه نیول دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل حکومت سره دجاني خیلو دشوي تړون دو ه میاشتې کیږي خو په دغه یوه غوښته هم څه عمل نه دی شوی.

هغه زیاته کړه اعلا وزیر د دوئ دغوښتنو منلو په ځائ علاقې ته د دوه اربه روپو ترقیاتي پیکج ورکولو خبره کوي.

حکومت ژمنه کړې وه چې ددوئ غوښتنې به درېوؤ د میاشتو کې پوره کوي خو ډاکټر ګل عالم وویل که د دوئ دا غوښتنې تر ټاکلي وخت ونه منل شوې بیا به پرلت پیل کړي.

د جاني خیلو یو بل مشر ملک مویز وویل ځايي مشران د حکومتي ګامونو نه مطمین نه ښکاري. ځکه چې حکومت کومې ژمنې کړې هغه یې نه دي پوره کړې.

ډیوه سره خبرو کې هغه زیاته کړه تر اوسه هغه کسان نه دي معلوم کړل شوي چې د تنکو هلکانو په وژنه کې یې لاس لرلو.

هغه وایي حکومت ته نږدي د 87 بې درکه کسانو دنومونو یو لیسټ ورکړی په هغې کې یوازې اته کسان خوشي شوي دي.

دملک مویز په وینا تر اوسه د علاقې د امنیت لپاره په پراخه کچه څه ګامونه نه دي پورته کړی شوي.

بل لوري ته حکومتي چارواکي وايي د تیر اپریل میاشتې په اخره کې د کمشنر بنو په مشرې کې دجاني خیل مشرانو سره یوه غونډه شوې وه چې پکې دحکومت لخوا داخستل شوؤ ګامونو حال احوال تیر کړی شوی ؤ.

هغه وایي دغه غونډې ته د احوال تیرولو په مهال ویل شوي
1:- حکومت د تړون په اساس ټولو شهیدانو ته په هغه ورځ د شهیدانو پیکج ورکړی.
2:- د تنکيو هلکانو په وژنه کې ککړو کسانو معلومولو لپاره جي ايی ټي خپل کار پیل کړی دې پلټونو کې ډیر پرمختګ شوی او جاني خیل قام به وویني انشاالله ډېر ژر به تورن کسان قانون ته راکش کړي
3:- د امنیت د ټینګښت لپاره جاني خېلو کې دپولیسو تاڼه جوړه شوې ده.

4:- په چیک پوسټونو نرمي شوې او د خلکو د اسانتیا لپاره په دې چیک پوسټونو د پوځي سرتیرو سره ځائي پولیس په ځائ کړی شوي دي.

5:- د بې درکه شوؤ کسانو د خوشې کولو لپاره کار روان دی چې دې پایله کې ځینې خلک خوشې شوي او یو شمېر نور خلک به له لویې اختر وړاندې خوشې شي او چې په چا کوم جرم وي هغه به پولیسو او نورو اړوند محکمو ته وسپارل شي.

6. د تړون نور مؤثر جوړلو لپاره به د جاني خیل قبیلې مشران د اختر وروسته د صوبې اعلا وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وویني چې پکې به د جاني خیلو علاقې دپراختیا کارونو لپاره فنډونه ورکړل شي .

د بنو پولیسو مشر عمران شاهد وايي په جاني خیلو کې د امنیت ټیګښت لپاره پولیسو ګشت پیل کړی دی.د پیښې پلټنې روانې دي خو تر اوسه کومه ګرفتاري نه ده شوې.

د خيبر پښتونخوا د وزیر اعلا د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش د جاني خېل د مشرانو سره د لوظنامې وروسته ویلي وؤ چې حکومت دجاني خېلو د مشرانو ټولې غوښتنې منلي دي چې تر ټولو لومړۍ غوښتنه پکې د وسلوالو ډلو خلاف ګامونه پورته کول دي.

د صوبې د اعلا وزیر محمود خان په موجودګۍ کې د 100 روپو په بانډ لیکل شوې لوظنامه کې دا ذکر نه دی شوی چې په سیمه کې کوم قسمه ډلې موجود دي؟ او دا چې که په سیمه کې وسله والې ډلې شته نو حکومت یې په ضد د دې نه وړاندې ولې ګامونه نه دي اخیستي؟ او آیا حکومت به اوس دخپلې وعدې په پوره کولو کې کامیاب شي؟

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG