لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشهباز شریف بهر ته تګ،هایکورټ وایي ښکاري داسې چې حکومت دعدالت سپکاوی کړی


د لاهور هايکورټ لخوا قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر شهباز شريف ته پاکستان نه بهر دتګ داجازې نه ورکړل کیدو په ضد د مرکزي حکومت دخواست اوريدنه سپريم کورټ کې پيل شوې ده.

د نهى يا سه شنبى په ورځ حکومتي څارنوال دعدالت په وړاندې دريځ خپل کړى چې هايکورټ د مرکزي حکومت او احتساب دادارې له دریځ اوريدو پرته حکم ورکړی دی.

حکومتي څارنوال دا دليل هم راپورته کړى چې دشهباز شريف نوم دسفري بنديزونو نوملړ کې شامل دى اؤ بله دا چې شهباز شريف داسې کوم ثبوتونه نه دي وړاندې کړي چې ګنې د هغه په بيړني ډول علاج لپاره بهر تلل لازم دي.

شهباز شريف د روپو دغير قانوني انتقال ،د اختياراتو څخه د ناوړه استفادې او د امدن نه دزياتو اثاثو لرلو په تور د احتساب ادارې د يو شمير مقدمو سره مخ دى او د ٦ مياشتې بند تېرولؤ ورورسته لاهور هايکورټ د مي په اوومه نيټه هغه په ضمانت خوشى کړى ؤ او ورته یې هيواد څخه بهر دتګ اجازت هم ورکړى و.

خو مرکزي حکومت شهباز شريف ته دبهر تلو اجازت نه ورکوي او هغه ېې د لاهور هوایي ډګر نه بېرته ستون کړی ؤ.

د شهباز شريف مسلم ليګ نواز ګوند په حکومت د عدالتي فيصلې د سپکاوي تور لګوي.

د سه شنبى په ورځ دحکومتي خواست اوريدنې په وخت سپريم کورټ هم ویلي داسي ښکاري چې حکومتي پريکړې سره د لاهور هايکورټ دپرېکړې سپکاوى شوی دی.

سپريم کورټ د لاهور هايکورټ رجسټرار ته په راتلونکې اوريدنه کې د قضيي ريکارډ وړاندې کولو امر کړی دی.

هم د سه شنبى په ورځ اسلام اباد هايکورټ کى د پخواني وزير اعظم نواز شريف لور مريم نواز ته ايون فيلډ يا لندن کې د امدن نه د زياتو اثاثو لرلو مقدمه کې د اورول شوې سزا په ضد د اپيلونو اوريدنه شوې ده.

دعدالتي کارروایۍ وروسته ميډيا سره خبرو کې مريم نواز په حکومت د ولسي ستونزو هواري کې دپاتې راتلو او دمخالفو سياستمدارانو د احتساب په نوم د زورولو تورونه تکرار کړي دي.

مريم نواز دمخالفه ګوندونو ايتلاف پي ډي ايم کې د پيپلز ګوند بيا شاميلدو په ضد د دپخواني وزير اعظم شاهد خاقان عباسي بيان د پي ډي ايم او مسلم ليګ نواز ګوند بيانيه ګرځولې او ددغه بیان پخلی یې کړی دی.

مريم نواز ويلي پيپلز ګوند به لومړي پي ډي ايم ته سپيناوى ورکوي او بيا دوئ د پيپلز پارټى اتلاف کې په شاملیدو غور کولى شي.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعات وایي دمخالفو ډلو مشر شهباز شريف یو ځل بیا هڅې پیل کړې دي چې پي ډي ایم نه مرور عوامي نیشنل ګوند اؤ پیپلز پارټي یو ځل بیا دې ایتلاف کې ورګډ کړي.

تيره شپه اسلام اباد کۍ د شهباز شريف په کوربتوب شوې یوه غونډه کۍ د يادو ګوندونو مشرانو هم ګډون کړى و.

رپوټونه وايي هم د سه شنبى په ورځ اسلام اباد کې د پي ډي ايم مشر مولانا فضل الرحمن او د شهباز شريف ترمنځ ملاقات کې په دى معامله خبرې شوې دي.

سږ کال دمارچ مياشت کې د سينيټ انتخاباتو کې داختلافاتو پسر د پي ډي اي ايم مشر مولانا فضل الرحمن په حکم د ايتلاف عمومي سيکتر شاهد خاقان عباسي پيپلز ګوند او عوامي نيشنل پارټي ته د سپيناوي نوټسې جاري کړې وې.

دې نوټسو ته غبرګون کې دواړه ياد ګوندونه د ايتلاف نه بيل شوي وو چې له امله یې د وزير اعظم عمران خان حکومت راغورځولو لپاره جوړ د مخالفه ګوندونه دا ايتلاف خپلو کې ویشل شوی دی.

بل اړخ ته مولانا فضل الرحمن د روانې مياشتې په ٢٩ نيټه کيدونکي د پي ډي ايم دمشرانو غونډه کې دعوامي نيشنل ګوند او پيپلز پارټۍ مشرانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG