لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور هایکورټ افغانستان ته دچرګانو په اړولو دبندیز امر کړی


پاکستاني مطبوعات وايي تېره ورځ پېښور هائي کورټ د يو کېس اورېدنې پر مهال افغانستان ته د چرګانو په وړلو دبندیز امر کړی او د ټولو قبایلي ضلعو ډپټي کمشنرانو ته يي ويلي چې ټول دچرګانو وړونکي ګاډي دې ودروي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه د چرګانو بیعې زیاتې لوړې شوي اؤ زیاتره بې وزله کورنۍ وایي اوس چرګان اخستل دهغوئ له وسه وتلي دي.

خو د چرګانو کاروبارویان وايي چې افغانستان ته د ډير وخت راهسې د چرګانو په وړلو پاپندې ده او نرخونه په ملک کې د ګرانۍ له امله زيات شوي دي.

د پېښور هائي کورټ ججانو جسټس قېصر رشيد خان او جسټس ارشد علي د کیس اوريدنې په وخت ويلي ډپټي کمشنران دې تر هغې افغانستان ته دچرګانو د اړولو مخه ونیسي تر څو چې دلته نرخونه نه وي راکم شوي.

ډان ورځ پاڼې ليکلي ججانو ويلي دا څنګه کيدای شي چې د يو څيز د برامد کولو اجازه ورکړل شي په داسې حال کې چې په ملک کې د هغې کمی و.

خو د افغانستان ته د چرګانو کاروبار کوونکي وايي په ازاده توګه افغانستان ته د چرګانو وړل له ډير وخت راهسې بند دي او دملک دننه یې نرخونه زیاتیدل د چرګانو دخوراک ګرانیدل اؤ کم پیداوار دی.

د مردان پولټري ايسوسي ایشن نائب صدر غفور شاه وایي د چرګانو خوراک په تېره څه موده کې يو په دوه ګران شوی دی او په نزديو ورځو کې د بيمارۍ له وجې په فارمونو کې ډير چرګان مړه شوي چې ورسره پېدوار کم شوي دي.

د چرګانو کاروباريان وايي په نزدې ورځو کې په خېبر پښتونخوا کې دچرګ نرخ دیو کلو پسر د 240 نه تر 330څخه اوښتی دی.

يو بل کاروبار کوونکي شاهنواز خان وويل چې افغانستان ته د چرګانو په تجارت په قيمتونو ډير کم اثر پريوځي خو دملک دننه ګراني د بيعو د زياتيدو سبب ګرځي

ډان اخبار ليکي د خېبر پښتونخوا اېډوکېټ جنرل شمائيل بټ عدالت ته ويلي دوئ ته دترلاسه شوؤ رپورټونو ترمخه د کرونا له وجې په پنجاب کې درې نیم زره د چرګانو فارمونه بند شوي دي چې دې صنعت ته یې ډير زيات زیان رسولی دی او بازار کې د يو چرګ قيمت د 400 نه 700 ته زيات شوی دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG