لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د هندي ډول کرونا وايرس لومړۍ پېښه مالومه شوې


په پاکستان کې د هندي ډول کرونا وايرس لومړۍ پېښه مالومه شوې ده، له دې وړاندې په پاکستان کې په برتانيه او جنوبي افريقه کې په جنياتي توګه د بدل شوو کرونا وايرس په اړه ویل شوي وو چې دغه په پاکستان کې په تیزۍ سره خوريږي.

د جمعې په ورځ (28 مې) د صحت قومي مرکز (اېن ايي اېچ) ويلي د مې د میاشتې په لومړو درېو اوونيو کې چې يې کومې نمونې اخستې وې په هغو کې د هند ډوله کرونا وایرس پېښه مالومه شوې ده.

د ډان د خبر ترمخه د ادارې وياند ساجد شاه ويلي، په دغو نمونو کې اووه پېښې د جنوبي افریقې (B.1.351) کرونا وايرس مالومې شوي او يوه بيا د هندي ډول د کرونا وايرس (B.1.617.3) مالومه شوې ده.

په پاکستان کې د کرونا وايرس ټاسک فورس مشر ډاکټر عطاالرحمان روانه میاشت وي او اې ته ويلي ووپه هند کې چې کوم وايرس مخې ته راغلي پاکستان ته د راتلو سخته خطره يې موجوده ده ځکه چې دا نوي وايرس د سيمې او نړۍ په ځينو ملکونو کې د وړاندې نه خواره شوی دی.

د صحت نړيوالې ادارې هم ويلي وو، چې د نړۍ په ډېرو ملکونو کې دغه وايرس د وړاندې نه مخې ته راغلي کوم چې په هند کې مالوم شوي دي.

ډاکټر عطا الرحمان ویلي وو د هند څخه د دغه وايرس پاکستان ته راتلو د خطرې د مخنیوي په موخه پولې تړل شوي خو زياته کړې يې وه چې دغه خطره اوس هم په ځای ده ځکه چې د کرونا دغه ډول ډېر په تېزۍ سره خوريږي او که دا پاکستان ته راځي نو د پاکستان حالات به هم د هند څخه بدل نه وي.

د اپرېل په مياشت کې د کراچۍ پوهنتون په يوه څيړنه کې ویل شوي وو په پاکستان کې د برتانيې او افريقايي ډول کرونا وايرس مالوم شوي دي.

په کراچۍ پوهنتون کې د کيميايي او حياتياتي علومو دپاره د نړيوال مرکز مشر ډاکټر محمد اقبال چودري ویلي وو، په نوې څيړنه کې مالومه شوې چې په پاکستان کې دا وخت د کرونا 50 فيصده هغه وايرس خوريږي د کوم جنياتي ډول چې په برتانيه کې او نور 25 فيصده په افريقه کې بدل شوي وايرس دي.

د ډاکټر چودري په وېنا په جنياتي توګه بدل شوي دا وایرس ډېر طاقتور دي کوم چې په ډېر لږ وخت کې د ملک زیاته برخه ګېرولی شي.

هغه ویلي که د دې وایرس د مخنيوي دپاره کلک ګامونه پورته نه کړی شو دا به د ډېر تاوان سبب وګرځي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس نه تراوسه پورې 20زره 680 کسان مړه کړي دي.

بل لور ته پاکستاني چارواکي وايي په ملک کې د کرونا ضد ويکسين لګول کيږي او د پلاننګ او پرمختيا وزير اسد عمر چې د کرونا د مخنيوي او څار دپاره جوړې کمېټۍ مشري هم کوي پرون د جمعې په ورځ يې ویلي، د 50 لکه پورې کسانو د کرونا ضد ويکسين لګول شوي او په خلکو يې غږ کړی وو چې ځانونه رجسټرډ کړي او د کرونا ضد ويکسين ولګوي چې بندېزونه کم شي او د پاکستان د پرمختګ سفر تېز شي.

هغه ويلي د 30 کالو نه د زيات عمر کسان چې ځانونه يې رجسټرډ کړي د ویکسينو مرکزونو ته دې لاړ شي او ويکسين دې ولګوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG