لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مهم کمانډر وژل شوی


پاکستاني مطبوعاتو ويلي، د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يو مهم کمانډر مفتي خالد په افغانستان کې وژل شوی دی.

افغان او پاکستان په رسمي ډول د دغه خبر تاييد نه دی کړی او نه ټي ټي پي په خپله په دغه اړه څه ویلي دي.

د ټي ټي پي سرچينو نه د هغه مرګ او نه يې د ژوندي خبره تاييد کړې خو ويلي يې دي د دوه ورځو نه د هغه سره رابطه نه ده شوې.

د وي او اې اردو څانګې هم د سرچينو او پاکستاني مطبوعاتو له قوله دغه خبر خپور کړی دی.

اېکسپرېس ټريبيون د سرچينو له قوله ليکلي مفتي خالد چې د ټي ټي پي افغانستان د شورا غړی وو، تعلق د خېبرپښتونخوا د بونېر ضلعې سره وو او هغه د کونړ نه ننګرهار ته په لار وو چې په نخښه کړی شوی دی.

ټي ټي پي هم مني چې د هغه تعلق د بونير سره وو.

ټريبيون ويلي، هغه په کال 2009 کې د خېبرپښتونخوا د حکومت سره د طالبانو لخوا د خبرو د کمېټۍ غړی ټاکل شوی او د ميډيا نه پټ ساتل شوی وو.

ويل شوي هغه په پاکستان کې په څو ترهګرو بريدونو کې ککړ وو.

په افغانستان کې له دې وړاندې هم د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله په ګډون د ځينې نورو مشرانو او د ټي ټي پي نه په داعش کې شامل شوي کمانډران هم وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG