لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داوړ: د سياسي ګوند جوړولو رسمي پرېکړه مو وکړه، پشتين : پي ټي اېم پارلېماني نه، یو مزاحمتي تحريک دی


د شمالي وزيرستان نه د قومي اسبملۍ غړی محسن داوړ وايي، خپل د یو سیاسي ګوند جوړولو پرېکړه یې کړې ده. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي پي ټي اېم يو سياسي مزاحمتي تحريک دی او په ايين کې يې د غېر پارلیماني پاته کېدو ښکاره وضاحت دی.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وي او اې ډیوه ته وویل، د پي ټي اېم په ايين کې وضاحت دی چې د غورځنګ عهده دار به کانديد نه شي جوړېدی د دې شق خپله فارموله ښودل شوې اوپه دې کې تراوسه هيڅ بدلون نه دی شوی.​

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، پښتون ژغورنې غورځنګ په پښتون وطن کې د ظلم او جبر پرضد په وجود کې راغلی او خپل پېغام يې د عملي ګامونو د لارې هر چرته رسولی او بيا يې د تحریک منظم کولو دپاره يې يو ايين او اصول جوړ کړی دی.

هغه زياته کړه پي ټي اېم په خپل ايين ولاړ دی، په ايين کې ليکل شوي چې هر څوک د تنظيم غړی جوړېدی شي خو هر څوک چې د کومې پارټۍ سره تعلق لري هغه د پي ټي اېم عهده دار نه شي جوړېدی، یو فرد نه شي کولی چې ايين بدل کړي.

منظور پشتين وویل پي ټي اېم يو سياسي مزاحمتي تحريک دی او په راتلونکې چې د پښتون د ژغورنې او د قامي ګټو ترلاسه کولو دپاره چې څه هم فېصله کیږي هغه به د پي ټي اېم د ايين مطابق کيږي.

په همدې حال کې وي او اې ډيوه سره په خبرو کې د پي ټي اېم یو بل مخکښ او د قامي اسمبلې غړي محسن داوړ وويل د ګوند جوړولو اصولي فېصله شوې ده، هغه وويل د ګوند د ايين او منشور په اړه خبرې روانې دي او د ګوند نوم هم لا ختمي شوی نه دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) سره د لارې جدا کولو يا د غورځنګ ملاتړ کولو د پښتنې په ځواب کې محسن داوړ وويل، پي ټي اېم دوی جوړ کړی او د دوی د ټولو تحریک دی او د دوی تحریک به وي.

هغه زياته کړه د پي ټي اېم ډېر ملګري يې مل دي اوکه څوک پارلیماني سياست کول غواړي خواهش لري هغه يې په ګوند کې ملګري کېدی شي.

د دې پښتنې چې د علي وزير (د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پي ټي اېم مخکښ څوک چې دا وخت د کراچۍ په جېل کې دی) د هغه سره مو هم د سياسي ګوند جوړولو په اړه خبرې شوي؟، محسن داوړ وويل هو د علي وزير او هر چا سره مو خبرې شوي بيا د هر چا خپله خوښه ده چې پارلیماني سياست کول غواړي که نه غواړي.

د فرورۍ په مياشت کې هم "د محسن داوړ، د سپريم کورټ بار اېسوي اېشن مشر لطيف افريدي، افرسیاب خټک، بشری ګوهر او جميله ګيلاني ترمنځ ناسته شوې او د پي ټي اېم څخه د پارلیماني ګوند جوړولود پرېکړې ويل شوي وو" خو داوړ هغه وخت ويلي وو "چې په دغه ناسته کې په ملک کې په موجوده سياسي حالاتو بحث شوی سياسي او مشران ناست وو د دې نه سېوا نوره فېصله نه ده شوې".

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين هغه وخت ویلي وو "پي ټي اېم يو مزاحمتي سياسي غېر پارلیماني تحريک دی".

د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترين وايي د پي ټي اېم هغه پخوانی دريځ په ځای دی، چې پي ټي اېم به غېر پارليماني تحریک وي.

هغه زياته کړه دوی د سياسي ګوندونو مخالف نه دي او که د پښتنو د حق دپاره هر څوک خبره کوي دوی به يې ملګري وي.

نورالله ترين وویل د پي ټي اېم د غړي په حېث هغه ګڼي چې دا وخت د پي ټي اېم مهم مخکښ او د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر په زندان کې دی په دې وخت کې د سياسي ګوند جوړول مناسب نه وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG