لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملالې د مرکې نه په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو ناسمه معنا اخستل شوې، ضیا الدین


د نوبل جايزه ګټونکې او په نړيواله کچه د تعليم مبارزې ملاله يوسفزۍ پلار ضيا الدين يوسفزي ويلي، د ملاله يوسفزۍ مرکه په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو په بدل معنا اخستل شوې ده.

په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو ویل شوي چې ملاله يوسفزۍ د (اووګ مجلې) سره په مرکه کې ویلي،

"زه تراوسه په دې نه يم پوهه چې خلک واده ولې کوي، که ته غواړې چې په ژوند کې دې يو څوک راشي نو ولې دې ته د واده سند لاسليک کړې، ولې نه چې دا يوه ملګرتيا وي؟".

په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنیو د ملاله يوسفزۍ دغه خبره راخستل شوې او په پېښور کې مذهبي عالم مفتي شهاب الدين پوپلزي د ملالې د پلار نه په ټویټر په دغه اړه پوښتنه کړې چې دغه خبره په ډاګه کړي.

شهاب الدين پوپلزي ویلي، "د پرون راهسې په ټولنيزو دا خبر خپور دی چې ستاسو لور ملاله يوسفزۍ د ښځې او خاوند يا د واده رشته ردوي او ويلي يې دي د واده نه ښه ده چې پارټنرشپ يا ملګرتیا وشي نه چې نکاح".

پوپلزي ویلي په دغه بيان "مونږ سخت په اضطراب" کې يُو که وضاحت يې وکړئ.

ضيا الدين يوسفزي د پوپلزي د ټويټ په ځواب کې ویلي،

"داسې هيڅ خبره نشه. په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو د هغې مرکه په بدل معنا وړاندې کړې او خپره کړی شوې ده".

اووګ مجلې په خپله وېبپاڼه د ملالې د مرکې ځينې خبرې خپرې کړي او ويلي يې دي چې دغه مرکه به د جولايي په مياشت کې خپريږي.

مجلې د ملالې له قوله ویلي،

"زه په دغه طاقت خبر يم چې د یوې پېغلې جينۍ په زړه کې وي کله چې هغه فکر او مشن لري".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG