لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نور 92 کسان په کرونا وایرس مړه شوي


پاکستان کې عام ولس ته د کرونا ضد ویکسین لګولو د روانې لړۍ ترڅنګ په دغه هیواد کې کرونا دلاسه دمړینو کچه هم په بره روانه ده اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې یوازې په تیر یو شواروز کې نور 92 کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

دکرونا دڅار دولتي ادارې د زیارت په ورځ خپلو تازه شمیرو کې ویلي چې دڅلېریشتو ساعتو په مهال ګرد هیواد کې د 51523 کسانو د کرونا معاینات شوي چې دې کې 2028 کسان په کرونا اخته معلوم شوي دي.

شمیرې ښایي چې دهیواد بیلابیلو سیمو کې په کرونا وایرس د نورو 92 کسانو د مړینې سره تر اوسه په دې وایرس د مړو شوؤ کسانو شمیره 21022 ته رسېدلې ده.

تر دې وخته پاکستان ټول نهه لکه 26 زره اؤ 695 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی خو په دې کې اته لکه 52 زره اؤ 574 کسان بېرته هم روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې حکومت د نولسو کالو پورې عمر لرونکو تنانو ته د ویکسین لګولو لړۍ چټک کړې خو څېړونکي وایي چې په دغه هیواد کې د کرونا ضد ویکسین خلاف پروپیګنډې هم روانې دي چې دغو خلکو زیاتره خلک ویرولي اؤ د ویکسین لګولو نه ډډه کوي.

د کرونا وایرس دچارو په بابله دولتي ادارې این سي او سي له مخې تر اوسه ګرد هیواد کې 79 لکه اؤ 53 څخه زیاتو کسانو ته د کرونا ضد ویکسین لګول شوي دي.

دپاکستان ټوله ابادي 22 کروړه ښودل شوې اؤ پېښور کې میشت وتلی خبریال ښاغلی یاسر حسین وایي په دومره ډیره ابادۍ کې یوازې اته میلینونه کسانو ته کرونا ضد ویکسین لګیدل دخطرې پسر د ګرځېدو غمازي کوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي یاسر حسین ویلي په پیل کې د کرونا ضد ویکسین لګولو لړۍ ډیره چابک وه اؤ د هر عمر کسانو دې ویکسین لګولو ته لیوالتیا ښودله خو بیا په سوشل میدیا ددې ویکسین په ضد رقم،رقم پروپیګنډې پیل شوې چې هغې خلک وویرول اؤ اوس له ویکسین لګولو زیاتره خلک ډډه کوي.

خو دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون اسسټننټ پروفیسر ډاکټر عابد بیا وایي چې اوس هم خلک په لویه شمیره کې د کرونا ضد ویکسین لګولو دپاره روغتونونو ته ورځي.

وي او ای ډيوه ته ښاغلي ډاکټر عابد ویلي کرونا ضد ویکسین هیڅ منفي اغېز نه لري اؤ دا دمعایناتو د یوې کړکیچنې اؤ سختې معائنې نه وروسته تیار کړل شوي اؤ په نړیواله کچه د صحت ادارې منظور کړې دي ځکه نو خلکو ته ددې په لګولو کې هیڅ د ویرې ضرورت نشته.

هغه ویلي تر اوسه د کرونا وبا په نړۍ کې خوره ده اؤ په داسې حال کې خلکو ته د احتیاط لمن پرېښودل نه ده پکار ځکه چې د کرونا نه لاپرواهي خپل مرګ ته بلنه ورکول دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG