لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې برخلیک


واشنګټن - د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د نړیوالو هڅو د برخلیک په اړه پوښتنې په داسې حال کې راپورته شوي چې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بشپړېدو ته یواځې درې میاشتې پاتې دي او د پنټګان چارواکو د نورو لومړیتوبونو یادونه کوي.

د امریکا د مرکزي قوماندې چارواکي وايي، په افغانستان کې د قاطع ملاتړ (ریزلوټ سپورټ) روزنیز، مشورتي او مرستندویه ماموریت چې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې پیل شوی وو د کلونو راهیسې له افغان ځواکونو سره په بېلابېلو رونیزو چارو کې مرسته کړې.‌

یو دفاعي چارواکي امریکا غږ ته ویلي، "په دې وروستیو کې مونږ له خپلو شریکانو سره په ګډه په دې رونیزو پروګرامونو کې ښکېل یو."

ځینو مشرانو تمې څرګندې کړي چې د ځواکونو له وتلو وروسته به دا ماموریت ښايي په بهر کې ترسره شي.‌

د ناټو سرمنشي ینز سټالټنبرګ په یو بیان کې وویل، چې دغه اتحاد "په دې غور کوي چې څنګه مونږ کولای شو له افغانستان څخه د باندې پوځي روزنه او تعلیم ورکړو په ځانګړي توګه ځانګړو عملیاتي ځواکونو ته."

خو د پنټګان چارواکو ویلي، چې د دوی لومړیتوبه په نورو برخو کې دي.

د پنټګان د رسنیو مشر جان کربي د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "اوس د ځواکونو له وتلو وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې تمرکز په مالي برخو باندې دی چې هغه له لوجېستیکي ملاتړ څخه نیولې د الوتکو تر حفظ مراقبت پورې."

کله چې له کربي څخه په دې اړه د نورو معلوماتو د ورکولو غوښتنه وشوه نو هغه زیاته کړه، "تر دې زیات زه د پالیسیو د پرېکړو په اړه څه نه لرم چې پرې خبرې وکړم."

تېره میاشت لوی درستیز جنرال مارک مېلې په ورته ډول خبریالانو ته ویلي وو، د پوځ قصد دا دی چې په افغانستان کې د امریکا سفارت پرانېستی وساتي تر څو "له افغان حکومت او له افغان امنیتي ځواکونو سره د پیسو او مالي مرستې وکړي."

هغه زیاته کړه،‌ "مونږ به همدارنګه د هغوی د روزنې پر مسله هم غور وکړو چې ښايي په نورو ځایونو کې وي خو مونږ تر اوسه پورې په دې اړه ۱۰۰ فیصده نه پوهېږو."

په داسې حال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره یواځې څو میاشتې پاتې دي، پنټګان سره به لږ وخت پاتې وي چې له وتلو مخکې د روزنې پلان ځای پر ځای کړي.‌

د امریکا ولسمشر په اپرېل کې اعلان کړی وو چې امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې د نېږدې ۲۰ کالو پاتې کېدو وروسته بلاخره د سپټمبر تر یولسمې پورې له دغه هېواده څخه ووځي.

د امریکا مرکزی قوماندې د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې د دوی د سرتېرو د وېستلو بهیر له ۳۰ څخه تر ۴۴ فیصدو پورې بشپړ شوی دی.‌

د امریکا پخواني د دفاع وزیر لیون پېنېټا د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یوې غونډه کې په دې خبره زور راوړ چې داسې ګامونه باید پورته شي چې یو ځل بیا په افغانستان کې جګړې ته د امریکايي ځواکونو له داخلېدو څخه مخنیوی وکړي.

هغه وویل، یو له دغو کارونو څخه به د افغان ځواکونو لپاره د روزنې ورکول وي.‌

پنېټا وویل، "دا دې وشي چې مونږ افغان ځواکونو ته پوځي مرسته او روزنه ورکړو. دا باید وشي چې په افغانستان کې د ګڼ مېشتو سیمو د ژغورلو لپاره باید یو تګلاره جوړه کړای شي."

هغه زیاته کړه،‌ "دا داسې نه ده چې مونږ ترې وځو او نوره دې بلا پسې وي. مونږ به هلته یو نه یو ډول ښکېلتیا ولرو. که د بل څه لپاره نه وي نو د دې باوري کولو لپاره چې هلته د یونیفورم خلک بې مفهومه خپل ژوند له لاسه ور نه کړي."

پېنېټا د طالبانو وروستۍ لاسته راوړنې د ثبوت په توګه یادې کړي او ویلي یې دي، چې دوی به ددغه هېواد په بېرته نیولو کې زمونږ له اټکل څخه تېز وي او دا به د امریکا لپاره یو ريښتنې لانجه وه.

د پنېټا دغه څرګندونې د جنرال مېلې د تېرې میاشتې له څرګندونو سره په ټکر کې دي چې ویلي وو پایله دا نشي کېدای چې طالبان دې وګټي او کابل دې وپرزي.

XS
SM
MD
LG