لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له اووه کلن بند وروسته لاهور هایکورټ دمذهب په سپکاوي تورن عیسوي ښځه اؤ خاوند بېګناه ګرځولي


لاهور هايکورټ دمذهب دسپکاوي د تورونو لاندې د اوو کالو راهیسې دبندي عيسوي ښخې اؤ خاوند شفقت اېمنيول او شګفته کوثر د مرګ په سزا عمل درامد ایسار کړی او دواړه یې بري کړي دي.

پاکستان کې دمذهب سپکاوی يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او د هېواد دقانون لاندې په دې جرم تورن تن دپاره دقانون له مخې دتیزندۍ سزا ټاکل شوې ده.

د بشري حقونو تنظیمونه او غربي نړۍ ددې لانجمن قانون د ناسم استعمال د مخنیوي لپاره اصلاحات غواړي خو د پاکستان د وزير اعظم عمران خان د مذهبي همغږۍ ځانګړی استازی حافظ طاهر اشرفي وايي اوس په هېواد کې دمذهب دسپکاوى پېښې کمې شوې دي ولې په دې قانون کې د بدلون راوستلو او یا ددې د ختمولو سوچ هم نشي کولی.

د پنجاب د ټوبه ټېک سنګهـ سيمې سره تعلق لرونکي شفقت اېمنيول او شګفته کوثر پرضد د جماعت د يو امام په وینا کال 2013م کې د مذهب د سپکاوى مقدمه درج کړل شوې وه او کال 2014 کې ځايي سېشن عدالت دوئ ته د مرګ سزا اورولې وه.

ددې مقدمې اورېدنه پرون د زيارت په ورځ لاهور هايکورټ کې په جج جسټس سيد شهباز علي رضوي او جسټس طارق سليم شېخ باندې ګډ دوه کسيزه بېنچ کړې ده.

د دواړو خواؤ د دليلونو د بشپړ کېدو وروسته لاهور هايکورټ د ښکتني عدالت فېصله ناچله وګرځوله او دواړه تورن کسان یې بري کړل.

په عدالت کې د عيسوي ښځې خاوند وکيل سېف الملوک وايي لاهور هايکورټ کې د ملزمانو د مرګ دسزا خلاف د مقدمې اوریدنه د تېرو دريو ورځو راهسې روانه وه او پرون د زيارت په ورځ عدالت د فېصلې د اورولو په ترڅ کې د هغوئ خواست منظور کړو.

د وي او اې اردو څانګې سره خبرو کې نوموړي ویلي دي چې د اورېدنې په مهال د استغاثې وکيلانو داسې کوم شهادت یا دستاوېز عدالت ته وړاندې نه کړی شو چې ګني تورنو کسانو د مذهب سپکاوى کړی او په عدالت کې د استغاثې د وکيل لخوا وړاندې کړل شوو ګواهانو هم محکمه قانع نکړی شوه.

د استغاثې وکيل غلام مصطفى وي او اې اردو ته ویلي چي هغه د عدالت د تفصیلي فیصلې انتظار کوي او د مشورې وروسته به د پرېکړې خلاف اپيل کوي.

یادو دې عيسوي ښځې اؤ خاوند ته د پنجاب صوبې ټوبه ټېک سنګهه کې ځايي سیشن عدالت دکال 2014م د اپریل میاشت کې د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې وه.

په دغه ښځه،خاوند تور ؤ چې هغوئ د ځايي جومات امام محمد حسېن ته د خپل موبایل فون دلارې لېږلو پېغامونو کې د مذهب سپکاوی کړی دی.

مطبوعاتي رپورټونه وايي شفقت اېمنيول معذوره دی او دا وخت د فېصل اباد په جېل کې بندي دی او دهغه ټبر شګفته کوثر د ملتان په جېل کې ساتل شوې ده او د هغوئ درې بچيان هم دى.

دا فیصله په داسې حال کې مخې ته راغلي چې څه موده وړاندې د يورپى يونين پارلیمان د يو قرارداد د لارې په پاکستان غږ کړې ؤ چې د مذهب د سپکاوى لانجمن قانون کې بدلون راولي او په دغه قرار داد کې د شفقت او شګفته کوثر د مقدمې یادونه هم شوې وه.

پاکستان کې دمذهب سپکاوی يوه حساسه معامله ګڼل کېږي. که څه هم ددې قانون لاندې لا څوک نه دي پهانسي شوي خو دمذهب دسپکاوي په تورونو راپارېدلو خلکو په لسګونو تورن کسان د عدالت باندې وژلي دي.

د مذهبي همغږۍ لپاره د پاکستان د وزير اعظم عمران خان ځانګړی استازی حافظ طاهر اشرفي وايي چې په پاکستان کې عدالتونه د ثبوتونو په بنياد فيصلې کوي او دوئ د عدالت دا فېصله منى.

هغه ډيوه سره خبرو کې وايي پاکستان کې دتېرو څو میاشتو راهسې د مذهب د سپکاوى په پېښو کې کمی راغلی دی.

نوموړی وایي "دا يو ډېر محترم قانون دی. او مونږ اوس ددې غلط استعمال بند کړی دی خو يوه خبره واضحه کوؤ چې چا ته به هم ددې قانون دناسم کارولو اجازه ورنکړو او په دې قانون کې د بدلون یا په بشپړ ډول ددې دختمولو سوچ هم نه شو کولی"

دبشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټى انټرنیشنل هم سږکال د اپریل میاشت کې خپل بیان کې ويلي وؤ چې دپاکستان په جېل کې دمذهب دسپکاوي په تور دبندي شفقت روغتیایي وضعه خرابه ده او هغه د بل چا له مرستې پرته نه شي ګرځېدی.

د بشري حقونو ملکي اونړيوال تنظيمونه او غربي نړۍ وايي پاکستان کې دمذهب د سپکاوي قوانین د لږکیو او تر دې چې د مسلمانانو پرضد هم د شخصي ګټو لپاره کارول کېږي.

پاکستان کې د بشري حقونو دغېر دولتي تنظيم ایچ ار سي پي غړې زهره يوسف ډيوه سره خبرو کې وايي دمذهب د سپکاوي قانون کې اصلاحات پکار دي او ددې عيسوي ښخې اؤ خاوند د مقدمې څخه ښکاره شوه چې هغوئ بې له څه جرم اووه کاله په بند کې تېر کړل.

هغه وايي دا قانون مسلمانان هم د يو بل پرضد د شخصي ګټو لپاره په ناسم ډول کاروي او د مذهبي لږکیو په خلاف هم دا زيات استعمالېږي.

په نړيوالې مذهبي ازادۍ د امريکن کمېشن د رپورټ ترمخه پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د تورونو لاندې شا و خوا 80 کسان قید دي او په دوئ کې نېم تنان د عمري قید او یا د مرګ د سزا سره مخ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG