لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موسمي بدلون پاکستان کې د شاتو په پېدوار څومره اغېز کړی؟


د شاتو د مچیو کاروبار کوونکي وايي په پاکستان کې دموسمي بدلون له امله د دوئ زوګارونه اغيزمن شوي او د شاتو زياتره قسمونه په ورکيدو دي.

حکومتي چارواکي وايي په بيلين ټري سونامي کې که یو خوا دموسمي بدلون مخه نيول کيږي نو بلخوا پکې داسې ونې هم کرل کيږي چې ورسره به د شاتو دمچیو پېدوار زیات شي.

پاکستان کې دشاتو دمچیو دساتونکو داتحاديي مرستیال صدر شيخ ګل باچا وايي په پاکستان کې د کال ۲۰۰۲م نه راپديخوا د مچیو ساتلو صنعت په خرابيدو دی چې علت يي موسمي بدلون دی اؤ هم په فصلونو د سپری ګانو او د ونو د کمي له امله د مچیو د شاتو پېدوار نيم په نيمه کم شوی او او بيمارۍ يې زياتې شوې دي.

شيخ ګل باچا وايي په پاکستان کې نزدې پينځلس لکه خلک د مچیو کاروبار سره تړلي دي په دې کې نزدې پينځه نوي فيصده پښتانه دي او په ټوله کې خواوشا شپيته فيصدي افغان کډوال دي.

ګل باچا وايي د کال نولس سوه نوي پورې به پاکستان شات د نورو هېوادونو نه درامد کول خو له هغې راپدېخوا پاکستان نورو هېوادونو ته د شاتو برامد شروع کړو،

نوموړی زیاتوي په اول کې د شاتو کاروبار دلته افغان کډوالو شروع کړی ؤ او بيا وروسته نورو پښتنو هم دغه روزګار پېل کړو۔


دهغه په وینا وړاندې به پاکستان کې دشل رقمه شاتو پېدوار کيدو خو اوس دغه کې ۱۲ رقمه شات پېدا کيږي او اته رقمه د موسمي بدلون له امله نايابه شوي دي.

په ترناب فارم کې د شاتو دمچیو په اړه تحقيق کوونکي ډاکټر محمد يونس وويل په پاکستان کې کليز د شاتو پېدوار نزدې ۱۲ زره مېټرک ټنه دی او څلور زره ميټرک ټنه نورو ملکونو ته ليږل کيږي.

ډاکټر يونس وي او ای ډيو ته وويل دبې وخته بارانونو او موسمي بدلون له امله د شاتو پېدوار کم شوی دی خو د لس بيلينه ونو کرلو پروژه کې حکومت يو بيلين داسې بوټي کري چې هغه به د شاتو پېدوار زيات کړي او د موسمي بدلون مخې نيولو کې به مرسته وکړي۔

د شاتو کاروباريان وايي په خېبر پښتونخوا کې د ایشيا د ټولو نه ستر د شاتو مارکېټ جوړ دی او که حکومت ددې صنعت ودې ته پاملرنه وکړي نو د شاتو دبرامد زياتيدو ترڅنګ ددې د روزګار موقعې هم زياتولی شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG