لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دنړۍ پینځم هیواد دی چې پکې خلک موسمي بدلون زیات اغېزمن کړي


دچاپېریال یا ماحولياتو ماهرين وايي پاکستان دنړۍ دهغو هېوادونو نوملړ کې په پنځم نمبر دی چې پکې د موسمي بدلون له کبله خلک زيات اغېزمن کېږي.

دوئ وايي د ګاډو او کارخانو نه په زيات مقدار کې وتونکو لوګیو او دکارخانو زهرژنې یا ناولې اوبه په سيندونو کې د ورګډيدو سره چاپیریال ته په لويه کچه زيان رسيږي.

د ماهرينو د وینا ترمخه بايد حکومت په لويو وړو منصوبو کې د چاپېریال صفا ساتلو په اړه پالیسۍ ضرور شاملوي او په کومو علاقو کې چې چاپېريال ډېر متاثره شوی دی د هغې د بيا بحالۍ د پاره دې منصوبه بندي وکړي.

د پېښور پوهنتون د ماحولياتو د څانګې استاذ پروفېسر حزب الله وي او ای ډيوه ته وويل په پاکستان کې زياتره کارخانو څخه د وتونکو لوګيو او ګنده اوبو نه د زهرژنو مادو لرې کولو بندوست نه دی شوی چې له امله يې ماحول ته زيان رسيږي.

دهغه په وینا" د هغه لوګي د صفا کولو د پاره هیڅ قسمه کار نه دی شوی، نه دغه کارخانه دارو پکې داسې (سائنسي اله) څيز لګولې چې دغه زهرژن ګېسونه ختموي او ماحول دوست ګېسونو ته يې بدلوي"

ښاغلی حزب الله زیاتوي "که مونږه وګورو نو دغه کارخانو نه چې کومې اوبه راوځي نو د هغې د صفا کولو هم څه بندوبست نه دی شوی او دغه بغېر د صفا کېدو نه سيندونو او نهرونو ته راځي نو د هغې وجې نه د کبانو شمیر کې ډېر کمی راغلی دی"

نوموړي زياته کړه د ونو د وهلو او زياتو ګېسونو د اخراج په نتيجه کې د موسمي بدلون راتلو سره د فصلونو پېداوار هم اغېرمن شوی دی.

" دورېژو، جوارو، غنمو اؤ داسې نورو فصلونو کې کمی راغلی دی، داسې چې کومي باراني علاقې دي نو هلته د چڼې او مومپلو په فصلونو کې کمی راغلی دی، که مونږه بيا انساني لحاظ سره وګورو نو هوا دومره خچينه شوې ده چې د هغې وجې نه مختلفې بيمارۍ راولاړېږي"

هرکال د جون د مياشتې په پینځمه نېټه د چاپیریال نړيواله ورځ لمانځل کېږي چې مقصد يې په خلکو کې د چاپېريال صفا ساتلو او د هغې عواملو مخنيوې کول دي کوم چې چاپېریال ته زيان رسوي.

په پېښور کې مېشت د ماحولياتو ماهر پروفېسر شفيق الرحمان وي او ای ډيوه وويل د چاپېريال په اړه د وړاندې نه د وضعه کړل شويو پاليسیو عملي کولو ترڅنګ د هغه ځايونو بيا بحالي هم مهمه ده چرته چې ماحول ته زيات زيان رسېدلی دی۔

" ددې پروګرام لاندې چې مونږه هغه د چلغوزو ځنګل بحال کړو، بيا د سمندر په غاړه چې کوم د منګروز ځنګل وي هغه بحال کړو کوم چې د کبانو او نورو سمندري مخلوق د پېداوار د پاره ضروري وي، نو پکار دا دي چې اول حکومت دا په نخښه کوي او بيا ددې د پاره منصوبې جوړوي چې ورو ورو دغه ځايونه بيا بحال وشي"

د پېښور انسټيټوټ آف منیجمنټ سائنسز پوهنتون کې د ماحولياتو د اقتصاد ماهر پروفېسر رفيق خان وايي د چاپېريال خوندي کولو په عرض ټولې لويي وړې منصوبې ماحول دوسته جوړول پکار دي ځکه چې کومه منصوبه کې د چاپېريال خيال ونه ساتلی شي نو هغه د هر ډول مخلوق د پاره د نقصان باعث ګرځي.

" کومې چې لويې منصوبې دي لکه راوي پروجېکټ يا سي پېک منصوبه ده نو د هغې اي سي ای نه ده شوې، سټرېټيجېک انوايرمنټل اسسمنټ يا د چاپیریال ستراتیژیک ارزونه پکار ده، نو يوازې په بجټ کې پېسې مختص کول نه دي بلکې منصوبه بندي کول هم پکار وي"

دهغه په وینا"اول پلان وي، بيا پروګرام وي او بيا پروګرام کې پروجېکټس وي نو د پلان او پروګرام د پاره د چاپیریال ستراتیژیک ارزونه پکار ده او چې کومې پروژې دي نو د هغې انويرمنټل امپېکټ اسسمنټ يا د چاپیریالي اغیزو ارزونه پکار وي"

وي او ای ډيوه دچاپیریال ساتنې په اړه دحکومتي نظر اخستو په موخه په د خېبر پښتونخوا دماحولياتو وزير محمد اشتياق ارمړ سره د تماس نيولو هڅه وکړه خو دغه هڅه بريالۍ نه شوه.


د موسمي بدلون د ناوړه اغېزو دمخنیوي او دچاپېریال صفا ساتلو له پاره په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف صوبايي حکومت د ونو کرلو سونامي بلين ټري منصوبه سرته رسولې ده.

د حکومتي شمېرو ترمخه په دغه منصوبه کې يو ارب او شل کروړه بوټي د صوبې په بېله بېلو سيمو کې نال کړل شوي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG