لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دایف ای ټي ایف خړ نوملړ نه وتلو دپاره به دپاکستان هڅې څومره بریالۍ شي؟


دترهګرۍ د مالي سرچینو وچولو دناقانونه پیسو په لیږد دڅار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي اېف سيمه ایزې ډلې اېشيا پسفک ګروپ په خپله وروستۍ ارزؤنه کې پاکستان د پرمخ تللي تعقیب په نوملړ کې پرځائ ساتلی.

ایشیا پسفک ګروپ په اسلام اباد غږ کړی چې دناقانونه پیسو دلیږد او دترهګرو د مالي مرستو د مخنیوي لپاره دې خپل ګامونه لا نور پیاوړي کړي.

ایشيا پسفک ډلې دتېرې جمعې په ورځ په څلوېښتو تکنيکي سپارښتنو د پاکستان د عمل درامد په اړه خپل دويم دتعقیب یا فالو اپ رپورټ جاري کړی دی.

د ایشيا پسفک ډلې دا رپورټ په داسې وخت کې جاري کړل شوی چې د روانې میاشتې په وروستیو کې د ایف ای ټي ایف غونډه کېدونکې ده او ویل کېږي چې غونډه کې به خړ نوملړ څخه د پاکستان ویستل کیدو یا نه ویستل کیدو په اړه پرېکړه کولی شي.

څېړونکي احتمال ښایي چې د جون په اوومه نېټه دقامي اسمبلۍ پېلېدونکې غونډه کې د ایف ای ټي ایف په اړه نوره قانون سازي هم وکړی شي.

ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون ليکلي، پاکستان دایف ای ټي ایف سيمه ایز تنظیم ایشيا پسفک ډلې ته خواست کړی ؤ چې په څلوېښتو شرطونو کې په 23 شرطونو د عمل په لړ کې دې ددې هیواد درجه زياته کړى شي.

د رپورټ له مخې ایشيا پسفک ګروپ د پاکستان په خواست د غور په ترڅ کې په 22 سپارښتنو باندې د پاکستان د پرمختګ اعتراف کړی.

ورځپاڼه لیکي په دې شرطونو کې په ځینو عمل کول دحساس ډول وؤ، لکه د متحده قامونو د سلامتي شورا په معېار پوره ختل، په لويه کچه د تباهۍ خورونکو وسلو حفاظت سختول، د تندروه فکر لرونکو کسانو پرضد عملیات کول او د پېسو د انتقال د ممکنه لارو ختمول شامل دي.

مطبوعات وايي د ایف ای ټي ایف په کاریز پلان عمل درامد کې د پرمختګ وروسته روانه میاشت کې کېدونکې د اېف ای ټي ایف په غونډه کې به دپاکستان پوزيشن لا نور مضبوط شي.

دغه غونډه کې به د پاکستان په خړ فهرست کې د ساتنې پرېکړې ته به بيا کتنه کېږي.

مطبوعاتي رپورټونه دا هم وایي چې د ایشيا پسفک ګروپ د دویم تعقیبي رپورټ نه وروسته دایف ټي ایف په خړ نوملړ کې دپاکستان دنوم ساتنې امکانات هم ختم شوي دي.

د پاکستان د ميوچل ايوالوېشن په اړه د ایشيا پسفک ډلې په دې وروستى رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان په پينځوؤ معاملاتو کې غوره والی ښودلی، په پينځلسو نورو معاملاتو کې یې هم دغېر معمولى غوره والي څرګندونه کړې او په يوه معامله کې یې د ایف ای ټي ایف په لارښوونه جزوي عمل کړی دی.

د ایشيا پسفک ګروپ د رپورټ ترمخه پاکستان اوس مهال په اوؤ سپارښتنو بشپړ عمل کړی او په 24 نورو معاملاتو یې هم تر ډيره حده عمل کړی دی.

د اې پي جي دا رپورټ وايي چې اسلام اباد په اووه سپارښتنو په جزوي ډول عمل کوي او په 40ؤ کې په دوؤ بېخي عمل نه کوي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا وايي، پاکستان د ایف ای ټي اېف په 31 سپارښتنو عمل کولو کې بريالی شوی او که په نورو سپارښتنو یې عمل باوري کړو نو بیا کېدای شي نوم یې د ایف ای ټي ایف دخړ فهرست نه ویستل شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې دخزانې پخواني وزیر وویل د قامي اسمبلۍ دجون په 7 نېټه پېلېدونکې غونډه کې د بجټ د منظورۍ له مخه دا احتمال شته چې حکومت د اېف ای ټي ایف د شرطونو د پوره کولو لپاره نوره قانون سازي وکړي او دا به کتل وي چې کوم نهه شرطونه پاتې دي په هغې څنګه پرمختګ کېږي.

ایشيا پسفک ډلې دا هم ویلي چې پاکستان د مني لانډرنګ او د ترهګرو د مالي مرستو په اړوند ګامونه باندې په چټکتیا سره عمل درامد کې د غوره والي راوستلو لپاره باید د ډلې په ورکړل شوؤ سپارښتنو عمل وکړي.

د ډان ورځپاڼې د اقتصادي چارو خبریال خليق کياني ډيوه ته وايي چې د ایشيا پسفک ډلې درجه بندي او د ایف ای ټي ایف په سپارښتنو عمل کول جلا جلا معاملات دي او وايي ایف ای ټي ایف د خپلو سپارښتنو په خپله جاج اخلي.

هغه وايي په وروستي ځل چې ایف ای ټي ایف دپاکستان د ګامونو کوم جاج اخستی ؤ په هغې کې اسلام اباد په دريوؤ سپارښتنو عمل کولو کې پاتې راغلی ؤ او هغه ګڼي چې په هغې کې به هم پرمختګ شوی وی.

نوموړی وایي هيله لرل پکار دي چې کله د روانې میاشتې په پائ کې د ایف ای ټي ایف غونډه کېږي نو غالب ګومان دی چې پاکستان به د خړ فهرست نه سپين نوملړ ته لاړ شي.

د پاکستان د خزانې وزارت هم د ایشيا پسفک ډلې دې وروستي جاېزه رپورټ ته خپل عکس العمل ښودلی او وایي چې پاکستان د ایف ای ټي ایف په 40 کې په 23 شرطونو عمل کې تکنيکي پرمختګ کړی او زياتوي دا پرمختګ د څار د نړیوالې ادارې په سپارښتنو دپاکستان د هڅو ثبوت دی.

دترهګرۍ د مالي سرچینو وچولو اؤ دناقانونه پیسو په لیږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي اېف سږکال دفرورۍ میاشت کې له ارزؤنې وروسته دپاکستان نوم خپل خړ فهرست کې پرځائ ساتلی ؤ او ویلي یې وؤ چې پاکستان د ایف ای ټي ایف په 27 سپارښتنو عمل کولو کي پاتې راغلی دی.

پاکستان د کال 2018م راهسې د ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې شامل دی او سږ کال اسلام اباد کې څېړنيزې ادارې تبادلب ویلي وؤ چې درې وارې د ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې د پاتې کېدو له امله پاکستان د 38 بيلېىنه ډالره اقتصادي نقصان سره مخ شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG