لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي حمدالله محب ته:خوله دې‌ په واک کړه،ګنې پاکستان به درسره خبرې ونه غواړي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دافغانستان دملي امنیت شورا په سلاکار حمدالله محب تور لګولی چې دامن دښمن کردار لوبوي اؤ دسولې مخې ته خنډان راولاړوي.

ملتان کې د واکمن ګوند پي ټي ایي د فعالینو یوې دستورې ته خپله وینا کې ښاغلي قریشي په حمدالله محب دپاکستان په ضد څرکندؤنو کولو باندې سختې نیوکې کړي اؤ په هغه یې غږ کړی چې خپله رویه بدله کړي.

حمدالله محب څه موده وړاندې په ننګرهار کې د خپلو څرګندونو پر مهال پاکستان په افغانستان کې دڅلوېښت کلنې جګړې تر شا بللی ؤ او د دغه هیواد پر سیاستونو او دوه مخي چلند یې سختې نیوکې کړي وې او پاکستان یې یو ځل بیا د طالبانو سره په همکارۍ تورن کړی ؤ.

شاه محمود قریشي دحمدالله محب په مخاطب کولو سره وویل” خپله خوله دې په واک کړه ګنې پاکستان به تا سره خبرې کول هم ونه غواړي اؤ نه به درته کوم پاکستانی لاس درکړي”

دبهرنیو چارو وزیر “وویل دافغانستان دملي امنیت شورا سلاکار باید په پرانستو غوږونو واوري چې پاکستان ډیر ستر قیمت ادا کړی دی،۸۳ زره جنازې زمونږ پر اوږو پورته شوي،د۱۲۸اربه ډالرو قیمت زما دهیواد معیشت پرېکړی دی،مونږ دامن اؤ ثبات خبره کوؤ خو په ننګرهار کې چې تا پاکستان پسې کومه سپکه خوله خوځولې ده اؤ په پاکستان دې کوم تورونه لګولي دي که دا لړۍ تم نه شوه پاکستان به درسره هیڅ خبرې ونکړي”

تر دې دوه ورځې دمخه هم شاه محمود قریشي د حمدالله محب په اړوند ورته څرګندونې کړې وې خو افغان دولت لا دښاغلي قریشي دې څرګندونو ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

مطبوعات وایي پاکستان په دې وروستیو کې دافغانستان دملي امنیت شورا دسلاکار حمدالله محب سره خپلې سفارتي اؤ رسمي اړېکې غوڅې کړي خو حمدالله محب تیره اوونۍ ویلي وؤ پاکستان باید هغه سره د اړېکو شلولو پځائ د تروریستي ډلو اؤ اورپکو سره خپلې اړېکې وشلوي.

دمطبوعاتو په دې رپورټونو چې ګنې پاکستان دافغانستان دامنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره خپلې ډپلوماټیکي اړېکې شلولي دي ،ښاغلي محب پخپل غبرګون کې ویلي وؤ " د پاکستان نه د دغه رقم غیر دیپلوماتیک عمل توقع نه کیږي،

هغه ویلي وؤ “تر اوسه پورې خو دغه خبره بې نام او بې ګمنامه خبره ده چې کله یې نوم پیدا کړ او رسمیات یې پیدا کړل بیا به په هغه وخت کې ورته د افغانستان دولت ځواب ووایي، دیپلوماتیکې مرجع شته هغوی به یې ځواب ووایي"

څو کاله مخکې د امریکا حکومت هم د حمدالله محب سره د لیدنو او کتنو لړۍ هغه مهال درولي وه چې ښاغلي محب ویلي ؤ، د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې خبرو په پیل کولو کې افغان حکومت کمزوری کړی دی.

که څه هم افغان حکومتي چارواکي د طالبانو لخوا د وروستیو تاوتریخوالي تر شا د پاکستان ملاتړ ویني خو پاکستان بیا د افغان حکومت هغه تورونه په بار بار رد کړي چې ګواکي پاکستان د طالبانو ملاتړی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG