لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دکرونا وایرس پېښو کې دکمي باوجود 76 کسان په یاد وایرس مړه شوي


پاکستان کې د کرونا وایرس پېښو کې کمی راغلی اؤ اوس دکرونا دمثبتو پیښو کچه 3.10 ته رالوئېدلې ده خو بیا هم دتیر یو شواروز په مهال دغه هیواد کې په یاد وایرس 76 کسان وایرس مړه شوي دي.

د کرونا وایرس دڅار دولتي ادارې این سي او سي د اتوار په ورځ پخپلو تازه شمیرو کې ویلي په تیرو څلېریشتو ساعتو کې دپاکستان دننه 1629کسانو ته د کرونا وایرس ورپورې کیدو پخلی شوی دی اؤ 76 کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

د کرونا وایرس پېښو کې دا کمی وروسته له هغې لیدل شوی چې پاکستان کې ددې وبا نه د ولس خوندي کولو په غرض خلکو ته د کرونا ضد ویکسین لګولو لړۍ چټک کړل شوې ده.

د روغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان وایي پاکستان دنړۍ په هغو دیرشو هیوادونو کې شامل دی چې خلکو ته یې تر ټولو زیات کرونا ضد ویکسین لګولي دي.

پخپل یو بیان کې ښاغلي فیصل سلطان ویلي مونږ داسټریلیا،سوئټزرلینډ،پرتګال اؤ بیلجیم په څېر د165 هیوادونو نه خپلو خلکو ته زیات ویکسین لګولي دي.

هغه ویلي دکرونا وایرس د دریمې څپې زور اوس ورو په ورو کښیني اؤ دمثبتو پېښو کچه په لاندې را روانه ده.

نوموړي زیاته کړې دحکومت لخوا لګول شوی ټول بند، دکرونا نه د ژغورلو سپارښتنې اؤ خلکو ته په چټکتیا سره ویکسین لګول ددې لامل شوي چې دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه په ښکته راشي.

هغه په خلکو غږ کړی چې اوس هم د کرونا وایرس خطره په بشپړ ډول پشا شوې نه ده اؤ خلک باید داحتیاط لمنه پرې نه ږدي.

دسرکاري شمیرو له مخې پاکستان کې تر اوسه په کرونا وایرس ټول21 زره اؤ 265 کسان مړه شوي .

په ګرد هیواد کې 932,140 لکه کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی خو په دې کې نور بېرته روغ شوي اؤ دا مهال 47,764 کسان په دې وایرس اخته دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG