لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجاني خیلو مشرانو دمړي اؤ زنانه ؤ سره اسلام اباد ته دلاریون خبرداری ورکړو


د بنو په جاني خېل سیمه کې دتیرې یوې اوونۍ نه دسیمه ییزو خلکو احتحاجي پرلت دوام لري او دوئ وايي که دغلته یې غوښتنې نه منل کیږي بیا سره د مړو او زنانه ؤ اسلامه اباد ته لاریون کوي.

د بنو په جاني خیلو کې دا پرلت وروسته له هغې پیل شوی چې یو ځایي مشر نصیب خان دنامعلومه کسانو په ډزو ووژل شو.

احتجاج کوونکي وژل شوي مشر ته د انصاف ورکولو سره په سيمه کې د امنيت دټینګښت غوښتنه کوي.

پولیس وايي د مشر د وژنې مقدمه يې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.

د بنو انتظامیه وایي د احتجاج کوونکو سره په رابطه کې دي، د دوئ غوښتنې يې اورېدلي او د دوئ سره خبرې روانې دي خو احتجاج دوام لري.

جاني خیل د بنو ښار نه نزدې 25 کلومیټره سویل لودیز او شمالي وزیرستان سره جوخته علاقه ده.

دپرلت يو ګډونوال لطیف وزیري ډيوه ته وویل د تیرې یوې اوونۍ نه سره د مړي په احتجاج ناست دي خو دوئ سره تر اوسه د صوبې یوه وزیر، دضلعي انتظامیې چارواکو او دپولیسو مشرانو د دوئ دغوښتو منلو په اړه رابطه نه ده کړې.

هغه وويل دوئ غوښتنه کوي چې په علاقه کې دې د ښو او بدو وسله والو ترمنځ توپير ختم کړی شي او د امنیت دپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.

دنوموړي په وینا د دوئ دغوښتنو منلو په ځائ د دوئ پرضد کاروایي پیل شوې اؤ د دوئ سیمې ته د تګ را تګ لارې تړل شوې دي.

هغه وایي پولیسو پرلت ته ورتلونکي مشرانو ته لارې بندې کړي او په پرلت کې دګډون کوونکو کسانو پرضد د پولیسو چاپې وهل کیږي او ګرفتارې یې روانې دي.

د وزیرو جاني خېل قبیلې مشرانو هم قامي پرېکړه کړې او د حکومت سره يې د هر ډول معاملاتو نه دبايکاټ اعلان کړی دی.

د جاني خېل قبیلې يو مشر حاجي بلقیاز وويل دا پریکړه يې تر هغې وروسته کړې چې د کال 2009م راهسې د دوئ په سیمه کې د وسله والو لخوا د عامو خلکو وژنې روانې دي.

هغه وويل که حکومت دوئ ته تحفظ نه شي ورکولی،سیمه د وسله والو نه نشي پاکولی بيا دې په سيمه کې موجود امنيتي ځواکونه د علاقې څخه وويستل شي دوئ به د امنيت خپل انتظام برابر کړي.

هغه زیاته کړه که غوښتې دغلته نه منل کیږي بیا سره د ماشومانو او زنانه ؤ اسلام اباد ته لاریون کوي.

په جاني خېلو کې د قومي مشر د وژنې او د پېښې پرضد د پېل شوي احتجاج په اړه وي او ای ډيوه د ضلعې د پوليس مشر او مرستیال کمشنر سره څو ځله د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب نه دی تر لاسه شوی.

تر دې وړاندې هم جاني خیلو کې دنامعلومو کسانو په لاس د څلورو تنکیو د وژنې په ضد احتجاجي پرلت شوی ؤ اؤ هغه مهال هم دجاني خیلو مشرانو د وژل شوؤ هلکانو دمړو خاورو ته دسپارلو نه انکار کړی ؤ.

د بنو په جاني خېلو کې د مارچ په 22مه نېټه د څلورو تنکیو هلکانو مړي موندلی شوي وو چې عمرونه يې د 12 نه د 18 کلونو پورې وو،

د مړه شوو هلکانو د خپلوانو په وېنا دغه هلکان د موندلو نه 20 ورځې وړاندې د ښکار دپاره وتلي او بيا يې مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي وؤ چې تشدد پرې شوی او ښخ کړی شوي وو.

د يادې پېښې پرضد جاني خيلو احتجاجي پرلت پېل کړی ؤ، وژل شوو هلکانو ته د انصاف،د شهدا پېکج ورکولو او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د مالومولو او د قانون منګولو ته سپارلو سره د علاقې نه د ټولو وسله والو لرې کولو او رياستي عملدارۍ په ځای کولو غوښتنې یې کولې.

په 29 مارچ سهار دخېبرپښتونخوا حکومتي ویاند کامران بنګش ویلي وو د جاني خېلو سره کاميابې خبرې وشوې وزيراعلی (محمود خان) په خپله د غوښتنو منظوري ورکړه ټولې غوښتنې يې ومنل شوې او بيا احتجاجي پرلت ختم کړی شوی وو.

ځايي خلک وايي شوې وعدې ورسره تر اوسه نه پوره شوي.

خو يو امنيتي چارواکي د نوم ښکاره کولو په شرط ويلي، چې د علاقې د خلکو سره د شوو ژمنو نه زيات کار شوی دی.

هغه وويل په علاقه کې د ښه او بدو وسله والو توپير ختم شوی او هدفي عمليات روان دي، او کله کله چې دغه ډول پېښې کيږي دا په هر ځای کې کيږي د بدامنۍ نوم ورکول نه دي پکار.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG