لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دمیډيا دازادۍ تروړلو په هڅو دنړیوالو تنظیمونه اندېښنه


دمديرانو نړیوال نېټ ورک او دمطبوعاتو د ازادۍ لپاره د کار کوونکو صحافيانو نړیوال تنظیم انټرنیشنل پریس انسټيټوټ پاکستان کې د مېډیا د انتظام په مجوزه حکومتي ارډیننس پاکستان میډيا ډویلپمنټ اتهارټي سخته فکر مندي ښودلې ده.

دوئ دپاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې چې دغه مجوزه ارډيننس دې زر ترزره بېرته واخلي.

انټرنیشنل پریس انسټي ټيوټ دپاکستان د وزير اعظم عمران خان په نوم يو لیک کې ويلي دا داندېښنې خبره ده چې د پاکستان مېډيا ډویلپمنټ اتهارټي به د میډيا او مطبوعاتو ادارو د تړلو او د عدالتي څار او نوټس پرته د ادارو د الاتو د ضبط کولو اختيار ولري.

دپاکستان حکومت دغه خط ته لا څه غبرګون نه دی ښودلې خو تېره ورځ د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي وؤ چې حکومت دمطبوعاتو د ازادۍ سره ولاړ دی خو د میډيا د انتظام د موجوده قوانینو په چوکاټ کې دبدلون ضرورت دی.

انټرنیشنل پریس انسټيټوټ ویلي اداره ویره لري چې د پاکستان میډيا ډویلپمنټ اتهارټۍ په نامه دغه مجوزه صدارتي حکم نامه یا ارډيننس به په پاکستان کې د مطبوعاتو ازادي په چټکتیا سره ختمه کړي.

د یادې ادارې اېګزیګټيو ډاېرکټرې باربرا ټرنوفي په یوه خبر پاڼه کې ویلې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان د حکومت دا پرېکړه چې د ټولو اړوندو اړخونو سره به په دغه ارډيننس د بحث دپاره يوه کمېټى جوړوي مثبت ګام دی.

نوموړې زياته کړې ده هغوى ګڼي چې حکومت دغه موجوزه ارډيننس زر تر زره بېرته واخلي ولې چې په پاکستان کې د مېډیا د انتظام دپاره پوره طريقه کار او قوانین شتون لري او پاکستان میډيا ډوېلپمنټ اتهارټي به د هېواد د ذمه دارې او فعالې مېډيا په ازادۍ منفي اغېز ولري.

د مديرانو، منتظمانو او خبريالانو نړيوال تنظیم وايي دا وړاندیز چې په پاکستان کې به د مطبوعاتو د انتظام ټول زاړه قوانین ختم او په يوه اتهارټۍ کې بدل کړی شي د جمهوري معیار ضد عمل دی.

انټرنیشنل پریس انسټي ټيوټ په ګوته کړې چې پاکستان د اولسي او سياسي حقونو نړیوالې معاهدې لاسلیک کړي او پکار ده چې خپل لوظونه ترسره کړي او مطبوعات پرته د لاس وهنې په ازادۍ سره کار کولو ته پرېږدي.

د پاکستان مرکزى حکومت هېواد کې د الېکټرونکي، ډیجټل میډيا، ورځپاڼو او د مطبوعاتو سره تړلو نورو فورمونو د انتظام په موخه د تېرې جمعې په ورځ يوه قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي ده.

حکومت دعوي لري چې ددې نوې اتهارټۍ د لارې به د میډيا ازادي، غېر جانبداري او صحافتي قدرونه باوري جوړولی شي خو په پاکستان کې دخبريالانو تنظيمونو او مخالفو سياسي ګوندونو په دغه قانوني مسوده اندېښنې ښودلي دي.

دجمعې په ورځ دپاکستاني ورځپانو دمدیرانو داتحادیې پلاوي سره د ليدنې وروسته د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري مطبوعاتو ته ویلي که حکومت د میډيا د انتظام په لړ کې څه هم قوانین راوړي نو په هغې به مطبوعاتي ادارې او مخالف ګوندونه په اعتماد کې اخلي.

هغه وایي د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د میډيا د ازادۍ سره ولاړ دی خو البته په دوؤ خبرو ټول متفق دي چې د میډيا په حواله د موجوده قوانینو په چوکاټ کې د بدلون ضرورت دی او دا چې د سوشل مېډيا د انتظام دپاره هم قوانین راوړل اړين شوې دي.

انټرنېشنل پرېس انسټي ټيوټ د مجوزه اتهارټۍ په جوړښت هم اندېښنه څرګنده کړې اؤ وايي، دا مجوزه اتهارټي د مطبوعاتو د ازادۍ کافي ضمانتونه نه لري او مطبوعاتي ازادي د خطر سره مخامخ کوي.

اي پي اي وايي يو بيورو کریټ د پاکستان میډيا ډوېلپمنټ اتهارټې مشر جوړول به د ادارې خپلواکي هم ختمه کړي ولې چې خپلواکي يو رېګولېټري نظام مهم عنصر دی.

پاکستان کې هم د بشري حقونو، صحافيانو او وکيلانو تنظيمونه دا مجوزه ارډیننس جابرانه بلي او تور لګوي چې حکومت ددې د لارې په دستور کې ورکړل شوی د اظهار د ازادۍ حق تروړل وغواړي.

دغه تنظيمونه وايي دا مسوده د هغه ذهنیت عکاس ده څوک چې اولس ته د رایې د اظهار ازادۍ ورکولو او مالوماتو ته د لاس رسي په ضد دي.

دپاکستان فیډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکتر ناصر زيدي ډيوه ته وايي حکومت ددې قانون د لارې پرنټ او الېکټرانک مېډيا سره اوس په سوشل مېډيا، ډرامو او فلمونو هم سخت سنسرشپ لګول غواړي.

دی وایي دا ډېر خطرناک قانون دی او د میډيا ټربيونلز په نامه نیب عدالتونه جوړول غواړي.

هغه وايي د مجوزه قانون د لارې د سوشل مېډيا د پلیټ فارمز دپاره لائسنس اخستل هم ضروري ګرځول شوي او که څوک ددغه قوانینو سرغړونه وکړي نو پينځه کروړه روپۍ جرمانه به پرې لګول کېږي او درې کاله قېد به هم تېروي .

دناصر زیدي په وینا په دې قانون کې د اپيل واک د هايکورټ نه اخستل شوی او سپريم کورټ ته ورکړل شوی دی.

پاکستان کې د مېډیا د انتظام او څار لپاره د نوؤ قوانینو جوړولو دا هڅې په داسې وخت کې پېل شوي چي د صحافيانو د ازادۍ نړیوال او ملکي تنظيمونه پاکستان دصحافيانو دپاره خطرناک هېواد ګرځوي .

فريډم انډېکس تېر کال د صحافتي ازادۍ په لحاظ سره پاکستان درې درجې لاندې راوستې او په 145 نمبر یې ودرولی دی.

پاکستان کې د صحافتي ازادۍ د څار ملکي تنظیم فرېډم نېټ ورک په خپل وروستي راپور کې د پاکستان سرښار اسلام اباد هم د خبريالانو دپاره د ملک د نورو برخو نه زيات خطرناک ښار ګرځولی دی.

اسلام اباد کې په تېره يوه مياشت کې په درېوؤ خبريالانو بريدونه شوي او تښتول شوي خو په دغه جرم کې ککړ تنان نه خو په ګوته شوي او نه نيول شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG